یو شمیر وزیران د کورنیو او بهرنیو دسیسو ښکار شول

 د ولسمشر کرزي یو شمیر وزیران د کورنیو او بهرنیو دسیسو ښکار شول
حیران غمخور

د ولسمشر کرزي له عادت سره سم کابينه له اوږده انتظار وروسته پارلمان ته ور وپيژندل شوه خلک په تمه وه چې ولسمشر کرزی به له دومره شاربلو وروسته ولس ته يوه مسلکي په کارپوه او متعهده کابينه وړاندې کړي ، خو له بده مرغه دبهرنيو او کورنيو فشارونو له امله ولسمشر کرزي نه يوازې چې ښه کابينه وړاندې نه کړای شوه بلکې په کابينه کې يی ځينې داسې څيرې پارلمان ته د اعتماد رايې لپاره وړاندې کړې چې يو شمېر ېی د خپل هيواد د ګټو پرځای د امرېکا او برتانېی ګټو ته ژمن دي او يو شمير نور يې ازمويل شوې او ځينې نورې نوې څيرې وې خو ډيرې مشهورې نه البته دغه نوې څيرې هم دهغه جنګي ډلو په استازيتوب په کابينه کې راغلې چې لا دمخه د کرزي له خوا ورته تمه ورکړل شوې وه . له دې سره بياهم په کابينه کې ځينې مسلکي او کارپوه وزيران هم تر سترګو کيدل چې له پامه نه شي غورځيدلی ، د بيلګې په توګه حنيف اتمر ، اصف رحيمي ، ډاکټر انور الحق احدي او اميرزی سنګين چې موږ يي هيواد لپاره کړي خدمتونه له پامه نشو غور ځولای.. خو پارلمان نه يوازې د خلکو د هېلو سره سم کارپوه او مسلکي کسانو ته رايه ورنه کړه بلکې د ولس هغه هيلې يې هم له خاورو سره خاورې کړې چې تمه يی لرله چې که ولسمشر يې هر څه کوي د دوی استازي خو به اقلا د ولس په ګټه پريکړې وکړي . بيچاره او ښه زړی ولس چې د خپلو يو شمير استازو په ټاکلو او پارلمان ته په ليږولو کې غوليدلی او په رشوت خورو يی باور کړی و نو ځکه خو له داسې کسانو د خير او د هيواد د ګټو تمه هم نه شي کيدلای . دا چې پارلمان ولې ځينې وزيرانو ته د اعتماد رايه ورکړې او ځينې نور يې ناکامه کړي راځئ دغه پروسې ته لږ په دقت متوجه شو او هغه ټولې دسېسي چې په دغه پروسه کې د يوشمير وزيرانو ، وکيلانو، اپوزيسيون او بهرنيو هيوادونو لخوا جوړې شوي وي خپلو هيوادوالو سره شريکې کړو .
له دې مخکې چې موضوع ته لاړشم غواړم چې د هيوادوالو هغه پوښتنې دلته يادې کړم چې ولې زاخيلوال او شهراني بريالی کيږي او ډاکټر صيب احدي ناکاميږي ؟ ولي اميرزی سنګين ناکامه کيږي او مخدوم رهين بريالی کيږي ؟ دا او دې ته ورته ځينې نورې څيرې . همدارنګه به د ولسمشر کرزي د هغې پوښتنې يادونه هم وکړم چې خپل يو وزير ته يې ويلې چې ته له اسماعيل خان ښه مجاهد يې چې هغه ناکامه کيږي او ته د باور رايه اخلې؟
له دې معلوميږي چې ضرور د وکيلانو په وړو کې شګه شته . داسې به ويل کيدل چې ډير بختور وکيلان دي دوه کابينو ته د اعتماد رايه ورکوي تيره کابينه او اوسنۍ کابينه. دوی کې زيات شمير وکيلان داسې ول چې په تير کې د يو وزير پر برياليتوب له يو ټيلفون کارت نه نيولې تر پنځه سوه ډالرو اخستي وې، داځل يې خپلې بيې لوړې کړې وې ځکه چې د دوی مصارف هم لوړ شوي دي دوی پوهيږي چې که د اساسي قانون سره سم د ولسي جرګې ټاکنې وشي نو دوی خو يواځې څو مياشتې لري دوی بايد جيبونه ډک کړي او معاملې وکړي، دغه بې ضميره او رشوت خواره وکيلان به پريږدو ځکه په خبرو نه ارزي د پيسو خلک دي . راځئ په هغه جبهه هم وغيږو چې د ننه په کابينه کې د ځينو وزيرانو پر ضد جوړه شوې وه . د کابينې له پيژندلو وروسته د غبرګو وردګو فاروق او رحيم ، حنيف اتمر ، زاخيلوال او شهراني په ګډون يو جبهه رامنځ ته شوه دوی نه يوازې د ځان د برياليتوب لپاره وکيلانو ته پيسې ورکولې بلکې له وکيلانو يې دځينو وزيرانو د ناکامۍ غوښتنه هم کوله د بيلګې په توګه کله چې دغه ډلې له عزيزي بانک او کابل بانک څخه د خپل کمپاين لپاره د پيسو د ترلاسه کولو غوښتنه وکړه دغه بانکونو پر دغه ډله د ډاکټر انور الحق احدي د وراضافه کولو خبره وکړه چې د اتمر او رحيم ورګ له خوا ومنل شوه خو فاروق وردګ ،شهراني او زاخيلوال نظر منفي و. دا چې ولې ؟ فاروق وردګ ښايي د افغان ملت ګوند سره هغه پخوانۍ نادودې تکراروي چې حزب اسلامي د افغان ملت ګوند سره کړې وي، دوی د افغان ملت ګوند زيات شمير غړي په بيلا بيلو نومونو وژلي دي او لايی د زړه تسلي نه ده شوې فاروق وردګ نور هم کوښښ کوي چې نه يواځې دغه ګوند بلکې د هيواد کدر ډاکټر صيب احدي پرضد کمپاين وکړي ، همدارنګه زاخيلوال هم د احدي په پرتله ډير کمزوری دی نه ګوند لري، نه کوم ټيم لري او نه کوم سياسي شاليد لري نو اړ دې چې په يوې داسې دسيسې فکر وکړي چې څرنګه ډاکټر صيب احدي له کابينې څخه لرې کړي، ځکه د ډاکټرصيب احدي په موجوديت کې( چې په اقتصادي او سياسي چاروکې له زاخيلوال لايقه ، مسلکي او د سياسي نظر خاوند دی) زاخيلوال يو کمزوری وزير دی .خو زاخيلوال هير کړل چې همدا ډاکټر احدي و چې زاخيلوال ته يی د مشاورت، د ايسا دمشرۍ او د وزارتونو زمينې برابرې کړې ، زاخيلوال نه يواځې د ډاکټر صيب پرضد کمپاين وکړو بلکه کله چې د لومړۍ ورځې څخه د مالې وزارت ته راغلی د ډاکټر صيب احدي پرضد يی دسيسې جوړې کړي. چې پايله يی داشوه چې ولسمشر کرزی يی په دې ټولو دسيسو خبر شو او تيره ورځ ورته سپکې خبرې وکړي، له ارګ يوه باوري سرچينه چې په هغه غونډه کې هم و په کومه کې چې ولسمشر کرزي زاخيلوال ته په ډاګه وويلي ته چې له کله راهيسي وزير شوی يی د دې پرځای چې خپله ټوله انرژي د وزارت په چارو مصرف کړي تا يواځې د ډاکټرصيب احدي پرضد مصرف کړې.
او شهراني خو د معنيت له وخته احدي صيب سره ستونزه لري. له ارګ دغه باوري سرچينه وايې چې کله ولسمشر کرزي په کابينه کار کولو نو د شهراني په اړه يي فکر کولو چې دا به له کومو بهرنيو هيوادنو لخوا نه سپورټ کيږي خو تيره ورځ ولسمشر کرزي هغه هم د برتانيي جاسوس ونومولو.
کله چې جيلاني پوپل له دغه دسيسې خبريږي نو د ننګرهار د خلکو استازي هاشم فولاد په ګډون دوې هم د ډاکټر صيب احدي پرضدکمپاين کې برخه اخلي، جيلاني پوپل کوښښ کوي چې د ډاکټر صيب احدي په کمزوري کولو خپل ځان په لوړه بيه خرڅ کړي، او د افغان ملت ګونډ هغه ټول امتيازات چې بايد ګوند ته ورکړل شي نوموړی غواړي چې خپله پرې خيټه واچوي. د ولسي جرګې د يو غړي له خولې ډاکټرصيب احدي او اميرزي سنګين ته زياتو پښتنو وکيلانو رايه ورنه کړه بلکه د دغو دواړ زياتره رايې د هزارګانو ازبکانو او کم شمير پښتنو وې.
اوس داسې ښکاري چې ولسمشر هم په دې خبر شوی او د دغه جبهې کړنو ډير په غصه کړی ، او وايې چې څرنګه فاروق وردګ بريالی کيږي او اسماعيل خان ناکاميږي ؟ او احدي ناکاميږي او زاخيلوال بريالی کيږي ؟
د ارګ نه باوري سرچينه زياتوي چې ولسمشر کرزي دغه جبهې ته سختې خبرې هم کړي څوګ يی د يو هيواد جاسوس ياد کړی او څوګ يی د بل هيواد.
بل لوري ته ډاکټر عبدالله او امريکا هم په دغه لوبه کې لاس ترزنې ناست نه دي ، عبدالله هم وکيلانو ته پيسې ورکړي ځکه نوموړی غواړي د پارلمان له خوا د کابينې د زيات شمير وزيرانو په ناکاميدو سره نړيوالو ته وښايې چې کرزی د پارلمان سره هم ښې اړيکې نه لري هغه چې هلته يې تقلب کړی دلته په دې ونه توانيده د پارلمان اعتماد تر لاسه کړي وزيرانو ته د پارلمان رای نه ورکول په حقيقت کې د کرزي بې اعتمادي ده او ډاکټر عبدالله په دې وتوانيد چې نړۍ ته د کرزي د حکومت د مشروعيت په اړه پوښتنې راولاړې کړي. امريکا هم د ځينو وزيرانو په ناکامولو کې هڅه کړې لکه د اميرزي سنګين چې د فيبر نوري او افغانستان ګيټ وی پروژو تړونونه يې امريکايې کمپنيو سره لاسليک نه کړل ځکه دغه کمپنۍ دافغانستان په ګټه نه وې سنګين دا کار يوازي د افغانستان د ګټو لپاره کړی خو امريکايانو ته دا زغملو نه و، بل لوري ته دخرم په لرې کولو کې هم امريکا لاس درلوده دوی ويلې چې د بيان دازادۍ پر مخ کې خنډونه رامنځ ته کول په دې مانا چې نوموړی هم افغاني کلتور ته درناوی درلوده د فحشا طرفدار نه و خو اوسنی وزير رهين دا هر څه مني نه کلتور پيژني او نه اسلام ځکه خو يې د خرم په لرې کولو او سنګين په بې اعتماده کولو کې وکيلانو ته ډيرې پيسې ورکړې اسماعيل خان او د معادنو وزير يی په اداري فساد تورن کړل. د اسماعيل خان په اړه د امريکا دريځ ښه يا بد دی خو امريکا نه غواړي چې اسماعيل خان دې د ولسمشر کرزي په کابينه کې د وزير په توګه کار وکړي.
د اچې وکيلان د خلکو په سترګو کې شګې اچوي چې موږ پريکړه کړې وه چې تيرو څلورو کلونو کې مو څه نه دي کړي اوس يی بايد د هيواد په ګټه وکړو، دوی چې د هيواد ګټو ته اوس پام شوی نو دوی ولي په ملکي تلفاتو دومره جدي نه دي، يواځې په دې نه کيږي چې له پارلمان څخه د يو څو دقيقو لپاره ووزې او بس ، په دې وتلو کې دوې هم کوم مطلب لري ، ولې استعفا نه ورکوي. که دوی ريښتيا هم دهيواد ګټو ته ژمن ول نو ولې د پيسو په بدل کې يو فاشيست وزير ته رايه ورکړه.
دا چې وروسته هر څه کيږي دا وروستۍ خبره ده خو دخواشينۍ خبره دا ده يو هيواد چې دنورو په اوږو بار دی خپله هيڅ نه لري ، همدا اوس که بهرنيان له دغه هيواده ووځي ښايي په يوه يا دوه ورځو کې يې حکومت سقوط وکړي خو په خپلو ګټو وټو بوخت واکداران يې خپلې ګټې لټوي .دوی د هغه بيچاره ولس لپاره چې د طالبانو او بهرنيانو په چنګک کې ګير دي څه کړي دي؟ دوې ولې د شخصي ګټو لپاره د هيواد ابدي ګټې تر پښو لاندې کوي؟
زموږ په ولس دې خدای ورحميږي چې له دغه پلورل شويو واکدارانو خلاص شي