
د يوې لسيزې وروسته اول ځل دی، چې د افغانستان په اړه يوه غونډه کښې افغان دولت ګډون نه دې کړی، چې دغه کار په افغانستان او سيمه کښې د خلکو انديښنې راپارورلي دي او ډير خلک دا ګمان کوي چې روسيه غواړي په افغانستان کښې هم د يو شمير هيوادونو په مرسته امريکا او متحدينو ته د سوريې په څیر مشکلات پيدا کړي. پدې غونډه کښې افغان دولت ګوښه شوې وؤ. د افغان دولت د بهرنيو چارو وياند احمد شکيب مستغني ويلي دي چې د سه شنبې د ورځې د ناستې لاس ته راوړنو ته خوش باوره نه دي. ده زياته کړه چې دغه غونډه هيڅ قسم مثبته نتيجه نشي ورکولي او نه څه ګټه لري ځکه چې د افغانستان له لوري دغه غونډه کښې چا هم ګډون نه وؤ کړي. د افغان پارلمان يوې غړې فوزيه کوفي هم الجزيره سره په يوه مرکه کښې ويلي دي چې د افغان دولت د ګډون پرته دغه قسم غونډې نتيجه نشي ورکولی. دې دا هم وويل چې که پاکستان وغواړي نو طالبان د خبرو او مذاکراتو ميز ته راوستلي شي. په دغه غونډه بل غټ اعتراض دا دي چې په افغانستان کښې غټ او اهم رول لوبونکي هيواد امريکا چې اوس مهال تقريبا" لس زره پوځ يي افغانستان کښې شتون لري هم دغه غونډه کښې اشتراک نه و کړې. په ماسکو کښې د روسيې , پاکستان او چين په دغه ناسته کښې درې واړه هيوادونو په افغانستان کښې د داعش په ودې انديښنه ښودلې او په راتلونکو غونډو کښې يي افغان دولت ته هم د ګډون بلنه ورکړې ده. کابل او واشنګټن تور پورې کړي چې روسيه غواړي د طالبانو سره کومک وکړي تر څو امريکا او افغان دولت ته په افغانستان کښې ستونزې پيدا کړي خو روسيې دغه تورونه په کلکه رد کړي . اشرف غني تيره مياشت له ملګرو ملتونو غوښتي وؤ چې د طالبانو مشر ملا هيبت الله په تور ليست کښې واچوي . د ماسکو درې اړخيزه ناسته په داسې حال کښې کيږي چې په دغه کال کښې د افغانستان يو شمير ولايتي مرکزونه د طالبانو د سخت فشار لاندې وؤ او د ۲۰۱۶ کال په اولنیو اتو میاشتو کښی ۵۵۰۰ نفر وژل شوي دي .