د روهي وېب پاڼې له لارې مو په اسانۍ سره لیکنه راولیږئ

ملګرو سلام او ښې چارې، په دې هیله، چې روغتیا، جوړتیا او خوشالي به مو تلپاتې مېلمه وي.
نن مې داسې وپتېیله، چې یوه داسې ویډیو درسره شریکه کړم، چې په پایله کې یې تاسې وکولای شئ موږ ته په اسانۍ سره خپله لیکنه، وړاندیز او نور مواد راولیږئ، په دې هیله، چې پرې پوه به شئ او دغه نوې ویډیو به ستاسې د پام وړ وګرځي.
د کار د اسانتیا لپاره، ښه به دا وي، چې خپلې لیکنې د پاڼې د "اړیکې" پاڼې له لارې موږ ته راولیږئ. لکه د نړۍ ټولې ژبې، پښتو ژبه هم په انټرنیټ کې ستونځې لري، خو د نورو په پرتله، چې ورته ډېر کار شوی دی، پښتو ډېرې ستونځې لري. کله، چې موږ نوی ډیزاین پر لیکه کړ او د "اړیکې" په پاڼه کې مو د لیکنې د رالیږلو فنکشن پاڼې ته ورډېر کړ، نو خدای شته، چې هره ورځ په سلهاوو سپم لیکونه (Spam email) لیکونه موږ ته راځي، له دې کبله مې داسې پرېکړه وکړه، چې دغې پاڼې ته یوه نوې داسې دنده(function) ورډېره کړم، چې د دغه سپم لیکنو مخنیوی وکړي.
هو، زه په دې باور لرم، چې له تاسې سره ښايي دا پوښته پیدا شوې وي، چې دا سپم لیکنه څه شی دی او د څه  سره یې خوري:
سپم ایمیل د سوداګریزو اعلانونو يوه بڼه ده، چې له اقتصاد پلوه ډېره اسانه، ګټوره، اغېزناکه او وړیا لار ده. ډېر هاکاران کوښښ کوي، چې خپل اعلانونه په وړیا توګه خلکو ته ولیږي.
چې خبره رانه اوږده نه شي، نو ښه به دا وي، چې په لاندې ځای کې ویډیو ځای پر ځای کړم: