اقتصاد پېژندنه/ دوهمه برخه

 
د اقتصادي غوښتنو ځانګړتياوې
۱- نامحدوده غوښتنې(Unlimited wants): انسان د خپلو غوښتنو د پوره کولو لپاره تل په هڅه کې وي، څو خپلې غوښتنې پوره کړي، خو کله چې د انسان يوه غوښتنه پوره شي، سمدستي بله رامنځته کېږي. دا سلسله د انسان د ژوند تر پايه دوام لري او  هېڅکله هم د انسان ټولې غوښتنې نه پوره کېږي، نو ځکه ټولې اقتصادي غوښتنې نامحدودې دي.
۲- د غوښتنو تکرار: د انسان ډېری اقتصادي غوښتنې داسې وي، چې تل تکرارېږي، کله چې يو ځل پوره شي له لږ وخت وروسته بيا رامنځته کېږي. لکه: کله چې انسان تږی شي، د اوبو په څښلو سره د تندې غوښتنه له منځه ځي، خو له لږ وخت وروسته انسان بيا ځلې تږی کېږي. همدارنګه د سهار له ډوډۍ وروسته بيا په غرمه کې د ډوډۍ خوړل او نور.
۳- په متبادلو لارو د غوښتنو پوره کېدا: موږ يوه غوښتنه د بېلا بېلو وسايلو په مرسته پوره کولی شو، يانې د يوې غوښتنې د پوره کېدو لپاره له بېلا بېلو وسايلو کار اخيستلی شو.
د بیلګې  په توګه، د لوږې په وخت کې د ډوډۍ يا د وريجو په وسيله د لوږې لرې کول.
۴- د غوښتنو په اهميت کې توپير(Difference in importance of wants): د انسان ځينې غوښتنې ډېرې مهمې او ځينې نورې یې بیا لږې مهمې وي، چې د پوره کېدو په وخت کې لومړي قدم کې ډېرې مهمې غوښتنې او په دويم قدم کې لږې مهمې غوښتنې پوره کوي.
د بيلګې په توګه: د ډوډۍ اړتيا نسبت څادر ته ډېره ده، د لايق زده کوونکي لپاره د ښه کتاب رانيول نسبت د فلم له ليدو څخه مهم دي.
۵- د غوښتنو تړلتيا   : د انسانانو ځينې غوښتنې يو له بل سره تړلې دي، يوه د بلې د پوره کېدو لپاره اړينې وي.
د ساري په ډول: د ليک ليکلو لپاره د کاغذ او قلم اړتيا يا د موټر لپاره د تيلو اړتيا او داسې نور.
۶- د اړتياوو تر منځ سيالي(competition among wants): د انسان غوښتنې نامحدودې دي، خو له انسان سره د غوښتنو د پوره کېدو لپاره وسايل لږ دي د انسان لپاره د ټولو غوښتنو پوره کېدا ناممکنه ده، نو له دې کبله د هغوی د غوښتنو تر منځ سيالي روانه وي. کومه غوښتنه چې ډېره مهمه وي، هغه لومړۍ او نورې غوښتنې يو په بل پسې د وخت په تېرېدو سره پوره کوي.
۷- موسمي غوښتنې : (Seasonalwants):د انسان ډېری غوښتنې موسمي وي، چې د موسم له بدلېدو سره بدلېږي.
د ساري په ډول: د ګرمۍ په موسم کې يخ ته اړتيا يا د يخنۍ په موسم کې ګرمو جامو ته اړتيا.
۸- د غوښتنو په اهميت کې بدلون(Changes in importance of Wants)  : د انسان غوښتنې د تل لپاره يو ډول نه وي، د وخت په تيرېدو سره په کې تغير راځي. که په يو وخت کې يو شی انسان ته ډېر اهميت ولري، خو د وخت په تېرېدو سره د هغه شي په اهميت کې د انسان لپاره تغير راځي.
د ساری په ډول: د ناروغۍ په وخت کې د ښه غذا خوړل اړین وي، مګر کله چې انسان رغېږي، نو بيا ورته  نسبت د ناروغۍ په وخت کې د ډېر ښه خوراک خوړل اړين نه وي .
۹- د پوهې له کبله د غوښتنو ډېروالی: د پوهې په ډېروالي سره د انسان په غوښتنو کې زياتوالی راځي، زموږ ځينې غوښتنې هغه وخت را پيدا کېږي، کله چې موږ د يو توکي په اړه پوهه ترلاسه کړو او په دې پوه شو چې دغه توکی زموږ کومه غوښتنه پوره کولی شي. د اقتصادي پرمختګ او ساينسي نوښتونو سره د انسانانو په غوښتنو کې هم زياتوالی راځي. که د نړۍ د هېوادونو د وګړو ترمنځ غوښتنو ته پام وکړو، نو  ګورو چې کوم هېوادونه چې پرمختللي دي، د هغوی غوښتنې هم ډېرې دي، په نړۍ کې د ټلېفون ، موبايل، کمپيوټر او نورو وسايلو په رامنځته کېدو سره د انسانانو په غوښتنو کې نور ډېروالی هم راغی.
موخه End:(Goal)ټولې هغه غوښتنې او اړتياوې چې انسان يې پوره کول غواړي، موخې ګڼل کېږي. که يو انسان خوراک، لباس او د اوسېدو د ځای اړتياوې پوره کوي، نو دا ټولې د دې انسان موخې دي. د بېلا بېلو موخو د لاسته راوړلو لپاره بېلا بېل وسايل په کار اچول کېږي، هر څومره چې يوه موخه لويه وي، په هماغه اندازه يې د لاسته راوړلو لپاره له لويو وسايلو کار اخيستل کېږي. د انسان په ژوند کې موخې توپير لري، خو په ټوله یيز ډول په نړۍ کې يو انسان دوه ډوله موخې لري:
۱:اقتصادي موخې(Economic goals)
۲: غيرې اقتصادي موخې(Non-economic goals)
۱:اقتصادي موخې(Economic goals) : هغو موخو ته ويل کېږي چې انسان يې د شتمنۍ د لګښت په وسيله تر لاسه کوي، د ساري په ډول: خوراک، لباس او نور.
۲: غيرې اقتصادي موخې(Non-Economic goals): هغو موخو ته ويل کېږي، چې د شتمنۍ له لګښت څخه پرته ترلاسه کېږي. د ساري په ډول: د هوا تنفس، باران اوبه او داسې نور. خو دا چې د اقتصاد د علم د مطالعې موخه تر ډېره اقتصادي موخې جوړوي نو په دې ډول د غیرې اقتصادي موخو له مطالعې څخه تیریږو.
اقتصادي موخې لاندې ځانګړتياوې لري
۱-نامحدودې(Unlimited): اقتصادي موخې نامحدودې دي، کله چې يوه پوره شي بله رامنځته کېږي او همداسې دوام لري.
۲- د موخو په اهميت کې توپير: د انسانانو موخې يو له بل سره توپير لري، د انسانانو ځينې موخې ډېرې مهمې دي او ځينې نورې يې لږې مهمې  وي چې انسان لومړی ډېره مهمه موخه پوره کوي، په دويم قدم کې هغه موخې پوره کوي چې لږ اهميت ولري.
د ساري  په توګه: که له يو شخص سره سل افغانۍ وي او نوموړی دوه موخې ولري: چکر وهل او د ډوډۍ خوړل، دې انسان ته لومړۍ اړینه موخه د ډوډۍ خوړل دي او دويمه موخه يې چکر وهل دي.
۳- د موخو په اهميت کې بدلون: د وخت په تېرېدو سره د انسان په ځينو موخو کې بدلون رامنځته کېږي، ځکه په يو وخت کې يوه موخه ډېر مهمه وي، خو لږ وخت وروسته بيا د موخې په اهميت کې توپير رامنځته کېږي.
د ساري په توګه: د ژمي په موسم کې تودو جامو ته ډېره اړتيا وي، خو کله چې موسم بدل شي نو بیا ورته ومره اړتيا نه لیدل کېږي.
۴- د موخو په پوره کېدو کې توپير: د انسان ځينې داسې موخې وي چې هغه بايد ډېر ژر پوره شي انسان ورته ډېر انتظار نه شو کولی.
د ساري په توګه: د ډوډۍ خوړل ،اوبه څښل، خو ځينې داسې موخې دي چې ډېر وخت ته اړتيا لري. لکه: ډاکتر کېدل،انجنير کېدل او نور.
۵- موخې د وسيلې په توګه: ځينې وخت يوه موخه د بلې موخې د ترلاسه کولو لپاره وسيله ګرځي.
د ساري په توګه: يو انسان غواړي پوهه ترلاسه کړي چې دا يې لومړۍ موخه وي، خو کله چې عالم شي، بيا له خپل علم څخه ګټه اخلي او پيسې لاسته راوړي چې علم د پيسو د لاسته راوړلو موخه ګرځي.
توکي Goods: ټول هغه شيان چې د انسان د غوښتنو د پوره کېدو قابليت ولري، توکي بلل کېږي. لکه هوا، ډوډۍ او کتاب، دا ټول د انسان اړتياوې پوره کوي او توکي بلل کېږي. انسان چې کوم توکي د خپلو غوښتنو د پوره کېدو لپاره کاروي، ځينې يې په وړيا توګه ترلاسه کوي او ځينې داسې توکي دي چې د شتمنۍ او يا د کار په وسيله تر لاسه کېږي، نو ځکه موږ توکي په دوه برخو وېشلي دي:
۱- غيرې اقتصادي توکي (Non-economic goods): غيرې اقتصادي توکي هغه توکو ته ويل کېږي چې انسان يې په وړيا توګه تر لاسه کوي، داسې توکي انسان نه شي پيدا کولی.
د ساري په ډول : باران، د لمر رڼا او نور. موږ په اقتصاد کې له دا ډول توکو سره سرو کار نه لرو، ځکه چې موږ يې په وړيا توګه تر لاسه کوو. غيرې اقتصادي توکي لاندې ځانګړتياوې لري:
الف-افاده(Utility): په غيرې اقتصادي توکو کې افاديت شتون لري او د انسانانو د اړتياوو د پوره کېدو وړتيا لري.
ب- طبیعي ډالۍ(Natural Gift): غيرې اقتصادي توکي طبیعي ډالۍ ده، د انسان زحمت په کې دخيل نه دی.
د ساري په توګه: د تنفس لپاره هوا، د لمر رڼا او نور چې څښتن تعالی انسانانو ته ورکړي دي.
ت- په زیاته کچه شتون: د غيرې  اقتصادي توکو درېيمه ځانګړتيا دا ده چې په زیاته کچه شتون لري، انسان چې هر څومره وغواړي کارولی يې شي، لکه: د لمر رڼا،هوا...
ج- ملکيت: غيرې اقتصادي توکي د چا ملکيت نه دی او هر څوک ترې ګټه پورته کولی شي.
د- پلورل او پيرودل غيرې اقتصادي توکي انسانان په وړيا توګه ترلاسه کوي، یانې پیر او پلور یې نه ترسره کیږي.
۲- اقتصادي توکي (Economic goods): هغه توکي چې د شتمنۍ او يا د کار په وسيله ترلاسه کېږي، اقتصادي توکي بلل کېږي.او یا  هم دا چې: هر هغه شی چې د انسان د کار په پایله کې رامنځته شوي او د انسان د اړتیاو د رفع کولو وړتیا ولري توکي ګڼل کیږي. چې لاندې دوه ډولونه لري:
الف-مصرفي توکي (Consumer goods): هغه توکي چې انسان يې په مخامخ ډول کاروي او په دې کې ځینې داسې توکي هم وي، چې له لږ کارونې وروسته له منځه ځي او ځينې داسې توکي وي چې د ډېر وخت لپاره کارول کېږي، لکه: موټر، کور او نور. ټول هغه توکي چې انسانان يې د کارونې په موخه پېري، مصرفي توکي بلل کېږي. مصرفي توکي د انسانانو اړتياوې پوره کوي او د نورو توکو په پيدا کېدو کې ونډه نه لري.
ب- پانګيز توکي (Capital goods): پانګيز توکي هغه توکو ته ويل کېږي چې انسان يې په مخامخ ډول نشي کارولی د نورو توکو په توليد او يا د عايدو په تر لاسه کولو کې کارول کېږي. په مطلق ډول موږ نه شو ويلی چې يو توکی تل مصرفي او يا پانګيز وي، ځکه ځيني توکي دواړه کيدای شي لکه يو شخص يو کور د استوګنې لپاره جوړوي چې مصرفي شو، خو بل شخص کور د کرايې لپاره جوړوي، د ده لپاره پانګيز توکي دي. په پانګيز توکو کې لاندې درې ډوله توکي شامل وي:
۱- اومه مواد (Raw Material): اومه مواد هغه موادو ته ويل کېږي چې په کمپنيو کې د توکو د توليد لپاره کارول کېږي لکه لرګي،غنم، وړۍ او نور.
۲- نيم کاره مواد(Unfinished goods): هغه موادو ته ويل کېږي چې تر کار لاندې وي.
۳- بشپړ توکي (Final goods): بشپړ توکي هغه توکو ته ويل کېږي چې په هر لحاظ تيار وي او د نورو توکو د کارونې لپاره ترې کار اخيستل کېږي لکه ماشين الات، کور ،موټر ....
مصرفي او پانګيز توکي يو له بل سره اړيکه لري، کله چې د مصرفي توکو تقاضا ډېره شي ورسره پانګيز توکو ته هم تقاضا ډېريږي، کله چې دواړو ته تقاضا لوړېږي ورسره په هېواد کې کار پيدا کېږي او هېواد ورسره د اقتصادي پرمختګ پر لور حرکت کوي .
  د يادونې وړ ده چې د مصرفي او پانګيزو توکو وېش پرېکنده نه دی، ځکه کله يو توکی مصرفي وي، خو کله بيا پانګيز شي.
د اقتصادي توکو ځانګړتياوې: اقتصادي توکي لاندې ځانګړتياوې لري:
۱-افاديت: د يو توکي هغه قابليت چې د انسان د يوې غوښتنې د پوره کېدو وسيله ګرځي افاديت ګڼل کېږي. لکه اوبه د تندې ماتولو لپاره،ډوډۍ د لوږې د لرې کولو، قلم د ليکلو وړتیا لري.اقتصادي توکي افاديت لري او که افاديت ونه لري بيايې څوک نه اخلي.
۲- کم پيدا(Limited): له کم پيدا څخه موخه دا نه وي چې  توکي کم وي، ليکن د اړتيا په نسبت کم وي، لکه افغانستان هر کال څو مليونه ټنه غنم توليدوي، خو بيا هم کم وي ځکه افغانان نسبت هاغه غنمو ته چې توليدوي يې ډېرو ته اړتيا لري.
۳- د لېږد وړ(Trasportability): په اقتصادي توکو کې د لېږد ځانګړتيا هم شامله ده له لېږد څخه موخه د يو توکي لېږد له يوه ځايه بل ځای ته يا له يو شخص څخه بل شخص ته دی.
۴- طبیعي ډالۍ نه وي: اقتصادي توکي په طبیعي ډول شتون نه لري بلکې د انسان د زیار په پایله کې تولید شوي وي لکه: موټر، کور.
۵- ملکيت(Onwership): اقتصادي توکي د ملکيت ځانګړتيا لري، يانې په چا پورې تړلي وي، نو له دې کبله يې پير او پلور تر سره کېږي.
اقتصادي او غيرې اقتصادي توکي يو له بل سره توپير لري: اقتصادي توکي د طبيعت ډالۍ نه ده، خو غيرې اقتصادي توکي د طبيعت ډالۍ ده، اقتصادي توکي لږ پيدا دي، غيرې  اقتصادی توکي ډېر وي، اقتصادي توکي ملکيت لري او غير اقتصادي له الله (ج) پرته بل مالک نه لري.
وسايل (Means): هر هغه توکی يا چوپړ چې د انسان غوښتنه يا موخه پوره کړي، وسيله ګڼل کېږي.
د ساري په ډول: د کور جوړولو لپاره  سميټو، شګې او انجنير ته اړتيا ده چې دا ټول وسايل ګڼل کېږي او يا کله چې رخت تولیدیږي اومه مواد، ماشين الاتو او کارګرانو ته اړتيا ده چې دا ټول د رخت د تولید وسايل دي، د وسايلو ځانګړتياوې په لاندې ډول دي:
۱-محدود(Limited): د انسان غوښتنې او اړتياوې بې شمېره دي، خو له انسان سره وسايل محدود دي، تر څو خپلې اړتياوې او غوښتنې پرې پوره کړي. کله چې د انسانانو د غوښتنو د پوره کېدو لپاره وسايل کم وي، نو اقتصاد پوهان وسايل محدود نيسي، ځکه د غوښتنو د پوره کېدو وسايل او چوپړتياوې کمې نه دي، بلکې د ټولو انسانانو په پرتله کمې دي. ځکه په نړۍ کې غنم په ملياردونو ټنه توليدېږي، خو چې د انسانانو اړتياوې نه شي پوره کولای، بيا هم موږ وايو چې د غنمو توليد محدود دی، د وسايلو د کمښت په وجه انسانان خپلې اړتياوې ټاکي او فکر پرې کوي چې کومې لومړۍ او کومې په دويم قدم کې پوره کړي.
۲- د بدیل کارول: د وسايلو دويم ښه والی د هغو متبادل کارول دي، يانې یوه وسیله د څو موخو لپاره کارول کېږي.
د ساري په توګه: له اباسین خان سره سل افغانۍ دي، هر ډول چې وغواړې کارولی یې شې. کتاب پرې اخيستلی شې، چکر پرې وهلی شې او داسې نور... همداسې تاسو د ځمکې په يوه ټوټه جوار، غنم، شولې يا نور څه چې وغواړئ کرلی شئ، دا خبره د يادونې وړ ده چې يوه وسيله په يو وخت کې د يوې موخې د ترلاسه کولو لپاره کارول کېږي.
عاید(Income) : په ټوله یيز ډول عاید هغه څه ته ویل کېږي چې انسان يې ترلاسه کوي خو په اقتصاد کې عاید هغه څه ته ويل کېږي چې د کار په بدله کې تر لاسه کېږي. لکه: د مزدور مزدوري او يا د مامور تنخوا. په عايد کې لاندې ټکي شامل دي:
الف- د کار بدله: عايد بايد د کار په بدله کې لاسته راغلی وي.
ب: ټاکلی وخت: په عايد کې وخت ځانګړیوي، لکه: کلنی، مياشتنی او داسې نور... که له عايد سره وخت ذکر نه شي، بيا  هېڅ مانا نه لري.
ج: ناقانونه لاسته راوړنې: په ناقانونه لارو لاسته راغلې بدله په عايد کې نه راځي. لکه: د غلا پيسې، رشوت او داسې نور.
د: خيرات: خوار او غريبو ته د خيرات ورکول، د هغوی په عايد کې نه راځي.
عايد لاندنۍ دوه بڼې لري:
۱-شخصي عايد(Personal income) : شخصي عايد هغه عايد ته ويل کېږي چې يو شخص يې په يو ځانګړي وخت کې ترلاسه کوي، لکه: د مامور مياشتنۍ تنخوا.
۲- ملي عوايد(National income) : د يو کال په جريان کې په يو هېواد کې د وروستیوتوکو او چوپړتياوو څخه لاسته راغلي مقدار ته ملي عايد ويل کېږي چې د پیسو په مرسته ښودل کیږي او یا د یو کال په اوږدو کې په اقتصاد کې د تولید شوو وروستیو توکو او چوپړتیاو پولي ارزښت ته ملي عاید ویل کیږي .
پروفيسور (اورنګ فشر) ملي عايد داسې تعريف کړی: په يو هېواد کې د يو کال په اوږدو کې د توکو او چوپړتياوو څخه لاسته راغلې ټولګې ته ملي عايد ويل کېږي، چې د هېواد وګړي يې لاسته راوړي.
د عايد ډولونه: عايد درې ډولونه لري:
۱-ناخالص عايد(Gross income): ناخالص عايد هغه عايد ته ويل کېږي چې يو شخص او يا کومې کاروباري ادارې تر لاسه کړي وي، چې په دې کې يې ګټه او لګښت دواړه دخيل وي.
د ساري په توګه: کله چې يو مېز په پنځه زره پنځوس افغانۍ پلورل کېږي، نو دغه پنځه زره  افغانۍ ناخالص عايد دی دا ځکه چې: په دغه مبلغ کې د نجار د زخمت اجوره، د رنګ مصرف او نور ټول شامل دي.
۲-خالص عايد(Net income): کله چې له ناخالص عايد څخه لګښت لرې شي، دې ته خالص عايد ويل کېږي.
د ساري په توګه: که یو ميز په پنځه زره افغانۍ تمام شوی وي او ته يې په پنځه زره او پنځه سوه پنځوس پلورې نو پنځه سوه افغانۍ  ستا خالص عايد دی.
یعنې: خالص عايد = ناخالص عايد - لګښتونه
۳-خالص ملي عايد(Net national income): کله چې له ملي عايد لګښتونه لرې کړې، خالص ملي عايد لاسته راځي.
د عوایدو اهميت: د يو هېواد لپاره عوايد لاندې ګټې رسوي:
۱-د ژوند کچه د يو هېواد د وګړو د ژوند کچه سړي سر عايد پورې تړاو لري. (که په هېواد کې ټول عوايد په نفوسو ووېشو نو سړي سر عايد په لاس راځي).کله چې د يو هېواد د وګړو سړي سر عايد لوړ وي، نو د هغه هېواد د وګړو د ژوند کچه هم  لوړه وي.
۲-اقتصادي پرمختګ: د يو هېواد اقتصادي پرمختګ په عوايدو پورې تړلی دی، د عوايدو په ډېر والي سره د سپما سلنه ډېرېږي، په هېواد کې پانګونه ډېرېږي، په هېواد کې نوې کمپنۍ رامنځته کېږي، توليدات ډېرېږي او هېواد ورسره د اقتصادي پرمختګ په لور ځي.
سپما (Saving): د عايد هغه برخه چې له ورځنيو لګښتونه باقي پاتې کېږي، سپما ګڼل کېږي.
د ساري په توګه: که د يو مامور د مياشتې لس زره افغانۍ تنخوا ولري خو دی په مياشت کې اته زره افغانۍ مصرفوي، دوه زره افغانۍ ورسره باقي پاتې کېږي، چې دې دوه زره افغانیو ته سپما وايي. د سپما عناصر په لاندې ډول دي:
 د سپما ځواک(Power to save): د سپما ځواک څخه موخه د سپما د کولو همت او حوصله ده. د سپما ځواک عايد پورې تړاو لري،که په يو هېواد کې د خلکو عوايد ډېر وي، نو د هغوی د سپما ځواک هم لوړ وي او که د خلکو عوايد کم او دوی يوازې خپلې اړتياوې پرې پوره کوي، نو بيا يې د سپما ځواک کم وي، همدارنګه د سپما له ماليې سره هم تړاو لري، ځکه که په هېواد کې د ماليې اندازه لوړه وي، نو د خلکو د سپما ځواک هم ټيټ وي او که ماليه کمه وي، د خلکو د سپما ځواک هم لوړ وي، که د يو شخص عوايد له لګښونو څخه ډېر وي، نو د دې شخص د سپما ځواک لوړ وي او برعکس که عوايد يې کم وي، نو بيا سپما نه شي کولای، که يو هېواد ښه بانکي سيستم ولري، نو د هېواد د وګړو د عوايدو يوه برخه بانک ته ورکول کېږي، بانک دغه پيسې په صنعت او کرنې لګوي، ورسره د خلکو عوايد لوړيږي، سپما هم ډېريږي، همدارنګه که کوم هېواد ډېر کانونه ولري، هلته هم د خلکو د سپما ځواک لوړ وي.
د سپما اراده(Willing to save): د سپما له ارادې څخه موخه د سپما کولو هڅه او غوښتنه ده، خلک ددې لپاره چې په راتلونکي کې له ځينو افتونو سره مقابله وکړي، د سپما اراده کوي، د خپلو ماشومانو د روزنې په موخه د سپما اراده کوي، که په کوم هېواد کې د ماليې کچه ټيټه وي، هلته د سپما اراده ډېره وي، که په هېواد کې کرنيزې، صنعتي او سوداګريزې برخې پرمختګ کوي، خلک د ګټې د تر لاسه کولو په موخه د سپما اراده کوي، ځيني خلک د سپما عادت لري او تل د سپما اراده کوي، کاروباري خلک د ګټې ترلاسه کولو په موخه سپما کوي، کله چې د ګټې ښه فرصت راشي بيا يې لګوي، که په هېواد کې امن او سياسي استحکام شتون ولري خلک د سپما اراده کوي.