مفسد او غله چارواکي به له هليکوپترو وغورځوم


د فيليپين ولسمشر "رودريګو دوترتي" وايې يو ځل يې يو غل حکومتي چارواکی له هليکوپتر غورځولی؛ دی وايې که اړتيا وليدل شوه دا کار به بيا ترسره کړي.
سپوتنيک د رويټرز اژانس په حواله خبر ورکړی، چې د فليپين ولسمشر په يوه تازه مرکه کې ويلي: چې جنايتکاران به ووژني او غله دولتي چارواکي به له هليکوپترو لاندې راوغورځوي. دی وايې کله چې په فليپين کې لوی قاضي وم، يو چينايې تورن مې د هليکوپتر څخه لاندې غوځار کړ!
دی وايې دا مې د کار پای نه دی، که بيا هم څوک د قانون خلاف او په جناياتو شکمن وپيژندل شي. نو له ورته عمل سره به مخ شي. دوترتي دا ګواښ امېزې خبرې څو اوونۍ وروسته له هغه په ډاګه کړي، چې ده ويلي و، د داويو په ښارکې د شاروال په صفت د کار پرمهال به په لارو کوڅو، د مخدره موادو په شکمنو پسې ګرځيدم.
رودريکو ترتي د فليپين ولسمشر د نړۍ په کچه د تندو خبرو او يوه جنجالي سياستوال په توګه مشهور دی.
د بشري حقونو نړيوالې ډلې وايې چې د دترتي د واکمنۍ راپديخوا درې زره د مخدره موادو قاچاقچيان غله او جنايتکاران وژل شويدي.
هغه فليپينيانو ته په خطاب کې وويل: زه له تاسو سره ژمنه کوم، که د کورنۍ غړی حتا بچيان مې د مخدره موادو په قاچاق، توريد، او استعمال کې ګرم وپیژندل شي و به يې وژني.