مرګونې شېبې

شپه ده
دباران څاڅکي په تېزۍ سره اوري
له باراني اوبوډکې ناوې
په شورسره بهېږي
زمادګاونډي په کورکې
لاهم څراغ بلېږي
دلکهنوټول باغونه
دبرسات موسم په خو ب ويني
خو...
ديوه شاعررويايي خيالونه
بې له مايوسۍ اويوازېتوبه
بل څه نه ويني
زماکوټه هم تپه تياره ده
هره خوامرګونې شېبې
پردېوالونومنګولې لګوي
نوراشه !
راشه اشنا
ديادنوڅراغ دې
يوازې يوځل
بيابل کړه
 
سبهاش ملهوترا (هندي شاعر)