
2010-1-5
که چاپي رسنۍ څه خپروي، هغه د لوستونکيو لاسونو ته رسېږي؛ ځکه خو يې لوستونکي په ډېر پام سره لولي، که کومه تېروتنه پکې شتون ولري دابه له هر لوستونکي سره د سند په ډول پاتې شي.
چاپي رسنۍ تر ټولو هغه مهمې او بارزښته رسنۍ دي، چې خپل ابلاغ تر ډېره ژوندى ساتلاى شي.
دا ځکه چې که غږيزې او يا انځوريزې رسنۍ څه خپرونې لري؛ نو هغه هم د سترګو د ليدو او يا د غوږو تر اورېدو پورې وي او بس. که يې څه خپاره کړل او کومه تېروتنه ترې وشي؛ نو دستي په (بښنې سره) ويلو خپل ځان خلاصوي، دا ځکه چې د بيا ځل لپاره هغه برخه چاته نه لولي او نه يې اوروي؛ نو اورېدونکي او يا ليدونکي به پوى شي، چې سهوې سره تېروتنه رامنځ ته شوې، باک نه کوي؛ خو که چاپي رسنۍ څه خپروي، هغه د لوستونکيو لاسونو ته رسېږي؛ ځکه خو يې لوستونکي په ډېر پام سره لولي، که کومه تېروتنه پکې شتون ولري دا به له هر لوستونکي سره د سند په ډول پاتې شي.
همدا لامل دى چې په اسانۍ سره چاپي رسنيو کې تېروتنه نه کېږي او که وشي هم، نو لوستونکي يې کارکوونکي او خپروونکي پړه پر دې ګڼي، چې کله دوى مطالب د چاپ لپاره تيار کړي؛ نو لومړى يې يو پروف (کاپي) د کتنې لپاره اخلي، ترڅو د کتونکيو له نظره تېر او نيمګړتياوې يې سمې کړل شي. ددې لپاره چې په چاپي رسنيو کې سم، کره او پرځاى مطالب خپاره شي او لوستونکيو ته د لوستنې پر مهال څه ستونزه نه وي، نو زياتره چاپي رسنۍ، پر هغې ژبې يو څو برلاسي کسان ګوماري، په کومه ژبه چې د دوى رسنۍ خپرونې کوي.
داچې اوسمهال په هېواد کې تقريباً په سلګونو چاپي رسنۍ په کار بوختې دي، چې په دوى کې له ورځنيو نه نيولې تر مياشينيو او مهالنيو پورې رسنۍ شته، شايد تاسې خپله هره ورځ په خپلو سيمو کې نوې له چاپه راوتلې خپرېدونکي ورځپاڼې او مجلې وګورئ، ډېرې کمې به داسې خپرونې ولري چې ليکدود يې په آره بڼه وي، هغه که په هره ژبه وي، خو که د کتونکيو نومونه يې وګورئ، د سيمې نوموتي او تکړه خلک به يې په کې ليکلي وي او له دې سره به بيا هم غټې غټې تېروتنې ترې شوې وي. په دې اړه يوه په زړه پورې خاطره راياده شوه، يوه ورځ يو ملګري راته وويل: هلکه خبر شوې! ما ويل نه، څه پېښه شوې؟ ويل يې وږ شه نن مې دفتر ته (....) په نوم له ننګرهار څخه خپرېدونکى اخبار راغى. کله مې چې د اخبار په لوستلو پيل وکړ؛ نو په يوه برخه کې يې ډېره غټه تېروتنه شوې وه، لومړى زه د دغې جملې د ليکلو په اړه له لوستونکيو ډېره بښنه غواړم، خو د اړتيا لپاره يې اړينه بولم چې ويې ليکم، جمله داسې ليکل شوې وه (دولس دغوولو لپاره) زما په ګومان ددې جملې اره بڼه داسې وه (د ولس د غولولو لپاره) او ورسره يې دا هم راته وويل چې کله مې اخبار ولوست نو ګورم چې هغه کس، چا چې راته اخبار راوړى و، په ډېره بيړه زما دفتر ته راغى او له ما څخه يې د اخبار د اخيستلو غوښتنه وکړه او ويل يې، چې په اخبار کې يوه تېروتنه شوې زموږ د کتونکيو ورته وروسته له چاپ او توزيع څخه پام شو. اداره غواړي توزيع شوى اخبار راټول او له سره يې بيا چاپ کړي. داسې نورې ډېرې بېلګې هم شته خو په همدې بسنه کوو.
اوس نو تاسې قضاوت وکړئ، چې څوک ګرم دى؟ سره له دې چې دې کتونکې ډلې ته به له نوموړې ادارې څخه معاش هم حواله وي. په هر حال که معاش حواله وي او کنه، په دې پورې زموږ څه کار نشته، زموږ اصلي موخه د دوى د خپلو مسووليتونو پېژندلو کې ده. زه هغه رسنۍ چې په خپلو پاڼو کې د تکړه او پياوړو ليکوالانو او استادانو نومونه په کتونکيو کې ليکي او بيا يې هم په ليکنو کې غټې املايي تېروتنې کېږي، پړې ګڼم. يا خو دا چې نوموړي کسان نوم غواړي (شهرت) طلبه دي، ځکه دوى له هېڅ څه خبر نه وي. کله چې مجله يا اخبار له چاپه راووځي؛ ايله د يوې ګڼې په ور رسېدو خبرشي، هغه هم که چا د مطالعې لپاره ورولېږله، کنه نو خبرېږي هم نه، چې دوى پورې اړوند مجله يا اخبار چاپ شوى اوکنه؟ بس دې ته خوشحاله دي چې نومونه يې په کتوونکيو کې شمېرل کېږي او يا بله دا چې خلکو ته ځانونه مهم او بوخت ښـيي، چې موږ والله له ډېرو رسنيو سره ملتيا لرو.
هو که چېرته رسنۍ د دوى په پټه دا کار کوي؛ نو بيا په کار ده چې لومړى نوموړې رسنۍ ته چې دوى ترې خبر نه دي او په کتونکې ډله کې يې نومونه ليکل کېږي، ووايي چې نومونه يې لرې کړي او يا که د دوى خوښه وي، نو ورته دې ووايي چې تر چاپ دمخه دې ورته مطالب راوړي ترڅو يې له نظره تېرکړي. که بيا هم پر خپل سر د دوى نومونه ليکل، نو دوى دې خپل غږ پورته کړي، تر څو د خلکو له ملامتيا خلاص شي.
محب الله- الله يار