
د غندنې پيغام
په ډير خواشينۍ سره بايد ووايو چې د کلتور وزارت يو ځل بيا د پښتنو قسم خوړلويو دښمنانو ته په لاس ورغی .
مخدوم رهين چې د ايران سره په وفادارۍ او د پښتنو سره په دښمنۍ کې ډير زيات شهرت او مقام لري ، يو ځل بيا د کرزي په وړانديز د پارلمان دخرڅ شويو وکيلانو له لوري دغه مقام ته ورسيده .
د کرزی په دغه شاه شجاعي او کارملي نظام کې ددغه خاموش اکثريت پر وړاندې دزرګونو جنايتونه ترڅنګ د رهين بيا ټاکنه يو بل ستر او نه بښونکی جنايت دی .
کرزی چې تل د پښتنو پر رايو او ککريو د خپل بقا لپاره ډيرې لوبې کړي دا يې بله خطرناکه لوبه ترسره کړه .
د رهين ټاکنه لکه پر مظلومو فلسطينيانو د يهودې رژيم د جنايتونو مشابه اعمالو په څير غندو ، د کلتور په وزارت کې د ايراني پلوه اشخاصو لخوا د افغان ژورنالست احمد ضيا بوميا سپکول په سختو ټکو غندو ، فاشيست رهين ته د ننګرهار د اطلاعاتو کلتور رييس درباري چاپلوس اورنګ صميم د مبارکۍ پيغام د ننګرهار د ولس سره ستره جفا بولو، د کرزي او د پارلمان د خرڅ شويو وکيلانو دغه اعتماد د تاريخ د پاڼو توره دوره بولو او د پښتنو د اتحاد او اتفاق غوښتنه کوو .
مننه
د ننګرهار غيرتي او پر پښتو ولاړ ځوانان
جلال کوټ
م ( عمرخيل)