
زمونږ ګران هیواد افغانستان تر پنځه زرو زیات کلن تاریخ لري . کله چي د افغانستان تاریخ مطالعه کوو دا مونږ ته څرګند کیږی چي له دیر پخوا راهیسي په افغانستان کي جګره روانه ده او هر ځواکمن هیواد پر افغانستان باندي برید کړی او خپل پوځ یی افغانستان ته استولی دی . لومړنۍ امپراطور چي پر آریانا باندي برید وکړ ، سکندر مقدونی وو .کله چي سکندر خپل پوځ افغانستان ته را ولیږل دیر سخته ماتی وخورل . افغانستان په جيواستراتيژیک موقعیت کي قرار لری . د افغانستان ګاوندیان ټول اتمي وسلو سره سمبال دی او هر هیواد د یو واکمن هیواد څخه طرفداری کوی . او په همدا دول هر هیواد چي غواړی خپل موخی ته ورسیږی کوښښ کوی چي لومړی پلان له افغانستان څخه پیل کړی . مونږ په تاریخ کي لوستلۍ دی چې کله انګلیسان هیوادونو باندي حکومت کول ؛ نو بلاخره هغه هیواد ويشل کړی دی . انګلیسان له دیرو پخوا څخه دا پلان درلود چي افغانستان وویشل شی، دوی په خپل پلان کی کامیاب نشول . مګر بیا هم دوی افغانستان تجزیه کړ د پښتنو خاوره وويشل شوه . انګلیسان دا مفکوره خپل ځان سره درلوده که چیړی پښتانه وویشل شی دوی کولای شی چي په افغانستان کي جګره تر دیره زیاته کړی او یو افغان بل افغان ووژنی . د افغانستان جګره لامل دیورند کرښه ده چي په 1893 کال کي د عبدالرحمن خان په واسطه په تحمیلی شکل باندي لاسلیک شوی دی . او مونږ ګورو چي هره ورځ هاخوا هم افغانان وژل کیږی او ديخوا هم افغانان وژل کیږی ؛ ځکه چي زمونږ سرحدات معلوم ندی او هاخوا هم دیرو خلکو تر اوسه دا ندی منلی چی دوی پاکستانی دي . د افغانستان د جګره حل لاره دا دي چي هاخوا په پښتونستان کي ریفراندوم ترسره شي چي په هغه کې معلوم شی چي دوی افغانستان غواړی یا پاکستان که بیا دواړه نه غواړی هغه تول پښتانه باید مستقل هیواد ځان ته جور کړی چي زموږ مرز معلوم شی . همدا اوس ټول ابرقدرتان د افغانستان پر سر باندي جګره کوی . که چيری افغانان یو موتې نه شی دا هیواد په کلونو کلونو کي نه جوریږی .