
لکه څرنکه چې پوهیږو لومړنۍ سړه جګره وروسته د دویمې نړیوالې جګړې څخه پیل شوه، چې په هغه کې په غیر مستقیم ډول دوه ځواکمنو هیوادونو يو له بل سره په ټکر کې وو . او په معاصر نړیوال تاریخ کې دا جګره د دوه بلوکو ترمنځ یاد شوې ده . په لومړنۍ سړه جګره کې دوه هیوادونه (امریکا او روسیه) په مستقیم ډول باندې جګړه نده کړي، مګر د هغوی پایلو په څو نورو هیوادونو باندې آغیز وکړ . لکه د شمالی او سویلي کوریا جګړه ، د پخوانی شوروی اتحاد یرغل پر افغانستان باندې ، برلین دیوار او د ویتنام جګره چې په دا ټول جګرو کې دو هیوادونو خپلو پلویانو څخه ملاټر کولو . بلاخره سړه جګره کله پای ته ورسیدل کله چې روسان په 1991 کال کې په افغانستان کې ماتې وخوړه . څرنګه چې ما مخکې د لومړنۍ سړې جګړې په اړه ستاسو سره مالومات شریک کړی وو او اوس غواړم چې خپل لیدلوری د دویمې سړې جګرې په اړه شریک کړم . د سوریی جګره خپله مونږ ته څرګنده وی چې دا هم سړه جګره ده چې د امریکا او روسیی ترمنځ جریان لرې . په سوریه هیواد کې همدا اوس دوه هیوادونه مخامخ جنګیږی . امریکا د بشارالاسد په ضد د هغوی پلویانو ته وسلې ورکوی او روسیه د بشار الاسد د حکومت پلوی کوی. لکه څرنګه چې د ویتنام په جګره کې دواړه سره مخامخ شول . که په سیاست کې ښه سوچ پری وکړو پوهیږو چې دواړه خوا همدا اوس یو بل سره په ټکر کې دی . ایران ، روسیه ، چین دا دری هیوادونه د بشارالاسد پلوی کوی او د امریکا او ناتو سازمان د بشارالاسد په ضد جنګیږی . دا ځلې دا جګره سبب کیږی چي دریم نریوال جګره پیل شی . پرون روسان افغانستان سره لس زره کلاشینکوف مرسته وکره دا ښایی چې دوی داسې آمادګی نیولای چې یو ځل بیا افغانستان د کوړني جګرو خوا ته لارشی ځکه چې د دوی هدف افغانستان دي او روسان په هیڅ ډول نه غواړی چې امریکا په افغانستان کې پایګاه ولری . په پای کې غواړم ووایم چې زموږ هیواد دیړ په یو ستراتیژیک موقعیت کې قرار لرې که چیری زمونږ سیاسیون په دی هکله باندی ښه کp د کورني جګرو ته ځي.