پوتين جعلي راووت؛ حقيقي پوتين پخوا وژل شوی

 
حقيقي پوتين پخوا وژل شوی، ډيلي سټار ورځپانې ادعا کړيده، چې د روسيې جمهور رئيس پخوا ترور شويدی او، اوس د پوتين همقواره قدرت په لاس کې لري، ورځپاڼې لېکلي هغه څوک چې د جعلي پوتين د شتون ادعا کوي شواهد يې هم په اړه لري؛ ورځپانې د خپل مطلب په دوام کې لېکلي چې پوتين. په ۲۰۱۴ کال کې د برطانيې دMI6 استخباراتي ادارې په واسطه ووژل شو؛ او ده ورته کس يې د هغه ځايناستی کړ.

ډيلي سټار ورځپانه زياتوي هغه څوک چې د جعلي پوتين ادعا لري شواهد يې هم وايې. د پوتين په پخوانی او اوسنی څېره کې د بدلون نښې، خپلې پخوانۍ مېرمنې ته طلاق ورکول، په الماني ژبه کې ګونګی، ګونګی کېدل هغه څه دي چې د جعلي پوتين ادعا کوونکي يې وړاندې کوي، ويل کېږي ا وسنی جعلي پوتين د برطانيې د ايم ای 6 ، او د امريکا متحده ايالاتواستخباراتو ( سي ای اې ) په ولکه کې دی. د ورځپاڼې په باور ولاديمير پوتين د روسيې جمهور رئيس په ۲۰۱۴ کال کې هغه مهال ترور شو، چې د کريميا په مسله کې يې د خپل حکومت دريځ په ډاګه کړ.
 


ځينې نور بيا په دې باور دي چې پوتين په ۲۰۱۵ کال کې د يوې پټې کودتا په پايله کې وژل شوی؛
ورځپاڼه زياتوي (Patrick Scrivener) روسي تاريخ دان او ځيني نور بيا وايې چې پوتين په کريملين کې وژل شوی او مېرمنې ته يې طلاق ورکړی دی.
دې ورځپاڼې د پوتين د طلاق شوي ميرمنې په نقل قول سره ويلي: چې پوتين زما خاوند په ۲۰۱۵ کال کې وژل شوی زه نشم کولای هغه څه چې د ده په نيابت کې ويل کېږي وزغمم!
روسي تاريخ پوه اتريک اسکرايور وايې ولاديمير پوتين چې په سن پترز بورګ پوهنتون کې زده کړې کولې په الماني ژبه په پوره ارامۍ غږيدی شو، خو اوس په الماني ژبه پوره قادر نه دی.
همداشان د "جيم استون" په نوم يو خبريال وايې: د پوتين پخواني او اوسني عکسونه بيخي سره متفاوت دي؛ واقعي پوتين ګرد سر " تندی" اوږده پوزه، پلني شونډې، او لويه خوله درلوده. همداشان ډيلي سټار ورځپاڼه ليکي چې ولسمشر پوتين پخوا د دې شايعاتو په ځواب کې ويلي و، چې ژوند بې شايعاتو اساس نه لري.
ژباړه: فيض الله غمخور خوست