عجيب تلويزيون جوړ شوى!!!

ليکنه:نوراحمد عايل
داسې تلويزيون جوړ شوى چې :
که ورته ګورې درته ګوري _ که ورته نه ګورې پروا دې نه لرينه
د هيټاچي شرکت داسې تلويزيون جوړ کړى چې ورته ګورې روښانه وي او چې کله دې نه ورته کتل بندېږي، په دې تلويزيون کې د څېرې دتشخيص لپاره يو کوچنى دوربين نصب دى ، د دوربين کار دادى چې کله تاسو تلويزيون ته ګورئ، نو تلويزيون به روښانه وي.او چې کله مو ترې مخ په بله کړ تلويزيون په اتومات ډول بندېږي
 

په واقعيت کې دداسې تلويزيون جوړول څخه د جوړونکو موخه د برېښنا کم مصرف دى،
ددې تلويزيون کمپنۍ کې ډېر تلويزونونه توليد کړي واقعاً به د برېښنا په کم مصرف کې ډېر په زړه پورې وي، په ځانگړي توگه دهغو کسانو لپاره چې د تلويزيون بندول يې عادت نه دي،يا ستړى وي له وسه يې نه کېږي او يا نه غواړي چې تلويزيون بند کړي.