ستا پرېښودل زما لویه بدبختي!


ما د دې لپاره چې ځان ورته وښایم، زه څومره له هغه بهتره شوي یم، څومره جوش او ولولې لرم، څومره ښکلا او څومره د هغه بغېر ښکلی ژوند لرم.
هغه سره کوچنۍ ماشوم په لاس، امساء یې لګوله او شاته پسې یوه چادري لرونکي ښځه هم روانه وه، د سړک له غاړې تېریدل.
ما یو څو نور قدمونه هم د هغه خوا ته واخیستل داسې چې په پوره توګه مې وګوري او حیران شي چې څومره په زړه وړونکي او څومره ښايسته شوي یم، د څومره خلکو خوښه یم، او څومره غواړي زما د یوې مسکا لپاره ځانونه له تېغ تېر کړي.
هغه زما خواته ګوډ ګوډ راروان و، کوچنۍ ماشوم ته یې په مسکئ خوله یو څه ویل، هغه رانیږدې شو، ما د سترګو په کونجونو کې د هغه رفتار، مزل او د هغه سترګو ته کتل، هغه راورسید، ما باندې یې داسې نظر تېر کړ لکه یو بازاري ښځه چې یې تر مخه تېره شوي وي، مخکې تېر شو، ماته یې هیڅ داسې خاصه پاملرنه ونه کړه، زه حیرانه شوم، زما غرور، زما حیا، زما پرده، ټول راته مخامخ ودرېدل، څومره مې ځان یوه بایلونکې احساس کړ، څومره خفه شوم، څومره احساس راته وشو د هغې خبرې چې کاش ما ته نه وې پریښئ، ته څومره زما لپاره ګټور وې، کاش تا راته دا موقع نه وای راکړي چې بهر دنیا وګورم، کاش تا لږ شان په ما غوسه شوئ وای اوس به زه کومه بې نومه انجلۍ نه وای، اوس به زه یوازې نه وای، اوس به زما عزت لیلام شوی نه وای، اوس به هيڅکله رانه داسې نه تېرېدې، اوس به ما افسوس نه کاوه، اوس به یوازې تا نه وه ګټلي بلکې دواړه به د ټولنې ګټونکي غړي وای.
اخ ته څومره ښه وې.
د موټر دروازه یې په شړک سره خلاصه کړه، په زوره یې وويشته، هغې همداسې پسې کتل ترڅو له نظره یې پناه شو.