په بدو ( سوز ) کې ورکړه

د ژمي یخې شپې
یوه توره تیاره کوټه، په منځ کې یو څوک چاودې، خیرنې پښې او سر په زنګون ناسته ده، له پښو څخه یې لاسونه تاو کړي دي، د پایلو په ځای یې ځنځیرونه شرنګیږي، د بنګړو په ځای یې حدکړیو لاسونه شنه کړي، سترغلي یې پړسیدلي او تور رنګ یې خپل کړی، د نوي او ښکلي جامو په ځای یې شکیدلې او پرې پرې جامې په نازک بدن اغوستې دي..!
له بلې کوټې د خندا اوازونه راتلل، د هغوی ظلم، سختو یې زړه کې څړیکه تېره کړه، د جینۍ له سترګو اوښکو لارې جوړې کړې، افسوس یې وکړ،
په سوړ اصویلي کې یې یوازې یوه غوښتنه کوله:
یا خدایه پاکه! ما نور له دې ظلمې دنیا څخه ستا خواته در وغواړه، نور مې له دې ظالمو خلکو خلاصه که، ددې زولنو څخه مې روح واخله..
د سهار په خړه کې چیغه شوه، دا چیغه د یوې بې وسې مور وه، ځان یې ځمکې ځمکې له وهه او خپله لور یې په اوښکو سره رخصت کوله.
پای