صندوق!

د ژوند خوږې شيبې مې،
تا سره پاتې شوي احساسات مې،
د زړه په دریڅو ولاړ پاتې شوي دي،
ستا د مخ حسن داسې راته ښکاريده لکه نقاش یې زه پخپله وم، ستا په لوپټه کې د ځان رانغاړلو وروسته به مې دا احساس کاوه چې کاش همدا مې کفن هم شي، ستا د بنګړو شور راته په سپین سهار کې د توتکیو خوږې او زړه وړونکې زمزمې رایادولې، ستا غږ راباندې ډېر دروند او خمارونکی لګيده، زه به یې بې سیکه کړم او د ټول ځان واک به مې تاته وسپاره او تا سره خوږې شیبې مې ټولې د یاد په یوه صندوق کې بندې ایښي، ډېر کله یې را اخلم او یو ځل بیا پرې ځان مئینه وم.