د بودجې د نه (کم) مصرف عوامل:

 
۱.غیرواقعي (خیالي) بودجوي پلانونه د مربوطه وزارتونو له خوا.
۲. د وزارتونو له خوا د لوړې (زیاتې) بودجې غوښتنه؛ وزارتونه کوشش کوي چې زیاته بودجه لاسته راوړي چې داکار هم سم ندی باید د ضرورت وړ بودجه څومره چې مصرفولای شي و یې غواړي نه ترحد زیاته او نه هم ترحد کمه.
۳ . غیر واقعي تدارکاتي پلانونه وړاندې کول د مربوطه وزارت خانو له خوا، خپل تدارکاتي پلانونه په داسې  ډول وړاندې کوي چې کله یې د عملي کولو وخت راشي پکې جام پاتې وي لاره ترینه ورکه وي چې څنګه یې اوس عملي کړي.
۴. د وزارتونو د کارکوونکو د ظرفیتونو کموالی، او د لوړ پوړو چارواکو ضعیف نظاارت د بودجې د نه مصرف لامل کیږي، که چېرې وزارتخانې په منظم ډول په هره اونۍ مالي او تدارکاتي مسئولینو ته دنده وسپاري ترڅو خپل کارونه لست او په لیکلي ډول ورڅخه تعهد واخیستل شي ترڅو لست شوې کارونه به ترراتلونکي تعهده خلاصوي که خلاص یې نه کړل همدا لست شوي کارونه جمع د نوې اونۍ لست بیا په لیکي ډول تعهد که چیرې پدې سلسله وزارتونه خپل کارونه تعقیب کړي بودجه به له غوښتنې سره سم مصرف شي.
۵. په دولتي ادارو کې کاغذ پراني او نامنظم حالت هم د بودجې په مصرف باندې بده اغیزه کړي.
۶. فساد د بودجې په نه مصرف باندې په پوره ډول اغیزه لري.
۷.امنیتي ستونزې هم د بودجې په نه مصرف باندې اغیزه لري.
لیکنه: حمید مایار