توره ورځ او تور ببری: (د جاسوسي، مکر او فریب ګوډی ببرک کارمل)

 
تور ببری (ببرک) د افغانستان د ویاړلي تاریخ په روڼ جبین یو تور داغ دی. کارمل د روسي یرغلګرانو د وخت د جمهور رییس حفیظ الله امین په وژلو پسې سم قدرت ته ورساوه.
تور کارمل زبون، ډارن او د رواني عقدو نه ډک د چل او فساد ګوډی و. د روسانو په قدرت یې داسې باور درلود لکه موږ مسلمانان چې د الله قدرت لا یزال ګڼو. د روسانو هر مشر چې به په واک کې و، ده به یې د عبادت تر کچې ستاینه او لمانځنه کوله او په مړو به یې درودونه ویل.   د افغانستان په نوم کوم شي سره یې هیڅ ډول روحي  تړون نه درلود او د امین په مقابل کې د کمترۍ د عقدې له مخې یې ټول افغانان بد ایسیدل. روسانو ته به یې ویل دا ټول افغانان  اشرار دي او ټول باید ووژل شي. ده به خپلو ملګرو ته په ویاړ ویل چې روسان پخپله نه دي راغلي، بلکې دا هغو په بوجیو بوجیو کاغذونو راوستي دي چې ده د امین په خلاف روسانو ته تورول.  ده له دې کمزورۍ نه چې د امین په مقابل کې یې هر وخت ماته خوړلې وه د روس د راتلو شرم او بلنه په ویاړ سره منله. کله چې روسانو له کاره ګوښه کړ او روسیې ته یې بیوه له الوتکې یې خپلو ملګرو ته را غږ کړ (دوستی اتحاد شوروي را محکم نګاه کنید، که یګانه راه نجات ماست). دی پوهیده چې  خاینان یوازې د بادار رحم ته تمه کولای شي او بس.
(انسان شرافتمند و افغان واقعی کسیست که به دوستي افغان ـ شوروي وفادار باشد) ده  دا ډول خبرې هر چیرې  په ډیر طمطراق کولې او (مرد شوروي) به یې د بشریت ناجي ګاڼه، برژنف ته به  یې (برژنف ګرامي) اود لینن یاد به یې  هر کله د (درود بر لینن) په کلیمو پیل کاوه ده به لینن ته( ناجي، خلاق، رهبر، رفیق، نابغه، دوست) او ډول ډول لقبونه ورکول. ده به ویل چې: (اګر اتحاد شوروي بزرګ نمیبود اکنون افغانستان در هسته ګیتي وجود نمې داشت). خلکو به خندل او ویل به یې چې ولې افغانستان به په بخار بدل شوی وای؟دې احمق غلام د علامه اقبال وینانه وه اوریدلې چې لکه غرونه چې به تل هسک وي،  افغانستان به تل ژوندی وي، او ثابته شوه چې افغانستان د الله تعالی په فضل  ژوندی دی او دا یرغلګر شوروي و چې د ځمکې له مخ نه ورک شو.
د افغانانو په مرګ یې تل ډیره خوښي کوله او له شوروي پوځمشر  نه به یې مننه کوله، دومره کورمغز و چې یوازې (سپاسیبه شوروي – یعني مننه شورویه) یې زده کړې وه. په هرات کې یې  نجیب ته د خلکو د وژنې امر کړی و، او کله چې ورته روسي جنرال تلیفون وکړ چې نجیب له دې قساوته منع کړي، نو د کارمل ځواب دا و چې دا ټول اشرار دي او مرګ یې بد کار نه دی، یوازې هغه وخت یې د خاد بې رحمه مشر ته د بې ګناه خلکو د وژنې د بندیدو امر وکړ چې روسی جنرال مایوروف ورته په قهر شو او ده  بیا هم د (سپاسیبه شوروي – یعني مننه شورویه) په ویلو امر تعمیل کړ. دده په منحوسه دوره کې روسانو  ۱۵۰۰۰۰۰ (یو نیم میلیون) افغانان شهیدان کړل، خو دې به په اخرو ورځو کې چې له کاره ګوښه شوی و ګرځیده او خلکو ته به یې د مکرویانو په لارو کې د خبرو بلنه ورکوله او ویل به یې چې ده خو روسان نه دي راوستي، روس یو ابر قدرت دی او پخپله راغلی دی، خود خلکو د  شعور او احساس کچه تر ده لوړه وه او ورته ویل یې چې موږ نه غواړو ستا سره د خبرو ملامتیا په خپل وجدان بار کړو.  که روس یو ابر قدرت دی او پخپله راغلی دی  نو ستا د درودونو او د افغانانو په مرګ د خوښۍ جزا څه شوه. ده لا دا هم ویلي وچې کمونست نه بلکې (ناسیونال – دموکرات) دی اوله دې ناخبره چې ټول پوهیږي چې ناسیونال – دموکرات خو میوندوال و چې دده او دده د دډلې د دسیسې په نتیجه کې د داود له خوا شهید کړل شول.
ددې ټولو رذالتونو سره سره هم خپلې ډلې ته ډیر ګران و او کله چې په واک کې و او لږ به یې رنګ په تلویزیون کې روښانه نه و نو ده ته نژدې  کسانو به ویل (رنګ کارمل عزیز چرا زرد ګشته؟). دا یو کمال یې درلود چې د پرچم کوچنۍ ډله یې دومره وروزله چې ۵۰۰۰ پرچمیانو ۵۰۰۰۰ خلقیان منحل کړل، ده خپل بااستعداده کسان روزل او هر وخت یې نوی کادر وړاندې کاوه چې تر اوسه په حساسو پوستونو کې ناست دي، خو اوس هم ملت ته نه بلکې خپلو بادارانو ته کار کوي او د هر ملي، افغاني او اسلامي سمون په مخالف لوري کې ودریږي.
کارمل ملت ته تر ټولو بدوروستنی یادګار دا پریښود چې د ملي نفاق  اور یې وکاره. د نړۍ د ګارګرانو مدافع وروسته د داسې اقلیتونو د حقوقو مدافع شو چې دې په یوه پورې هم مربوط نه و او هیچا او هیڅ قام هم دغه منفوره او وطنپلورې څیره،چې نه یوازې د افغانیت، بلکې د ټول انسانیت په ټنډه د شرم یو تور داغ دی، خپل ونه ګاڼه او نه یې ګڼي. 
 وروستۍ ورځې یې په ډیر ذلت تیرې شوې او په دې نړۍ یې ددوزخ ځینې صحنې ولیدې، د مکرویانو په پارکونو کې د افغانانو په تمسخر پسې ځینو پرچمیانو هم ترې لاس واخست او ویل به یې چې له بدن نه یې ډیر بد بوی ځي، رښتیا هغه په یوریمیا اخته شوی و او له  بدنه به یې د موږکانو بوی ته.
دې د یوې سرطاني حجرې په شان ددې هیواد د هرې تباهۍ سبب شو: هر افغان چې به په  خدمت ته شروع وکړه، ده به د ک. جې. بې په مرسته هغه یا په ژوند او یا په مرګ له صحنې ایسته،  مجید زابلي او عبدالملک عبدالرحیمزي ته پخوا روسانو د دولت په دننه کې د خپلو عمالو له خوا دروازې بندې کړې وې او شهید میوند وال، شهید موسی شفیق او شهید سردار داود ته ده. دا چې په امین یې زور ونه رسیده، نو د ۱۵۰۰۰۰ (یوسلوپنځوس زره) روسی لښکرو مسولیت یې هم په غاړه واخست، خو تر خپلې عقدې تیر نه شو.
 دې هیواد ته یې وروستنۍ ضربه هغه وخت ورکړه، چې د ملګرو ملتونو د پلان له مخې موقت بې پلوه حکومت ځای پر ځای کیده او سوله ټینګیده، خو دروسانو په دستور او د مسعود په مرسته یې د شر او فساد یو داسې حالت رامځته کړ چې د هیواد ټول بنسټونه یې ونړول.
 مارشال فهیم د حاجي قدیر په فاتحه کې دوه خبرې غیر ارادي افشا کړې: ده ویل چې (همی داکتر نجیب هم خوب ادم بود، مه وقتیکه او در زندان ملل متحد بود پیشش میرفتم. یکروز برایم ګفت، او برادر همین نام وطن را زیاد نګیرید، مه در همینجا ازین خاطر بندي هستم که در اواخر نام وطن را زیاد می ګرفتم. بله ورځ یې راته وویل (از حکمتیار نترسید، از کارمل بترسید، این ادم لعین از ظاهر شاه ګرفته تا داود خان و تره کې وامین الی خودم را به عذاب دچار کرده اند، اګر این حشره مضر را از بین نبردید، حتما شما را نیز تباه مسیازد.)، خو فهیم او ډله یې طالعمن وو او مخکې له دې چې دا سرطاني حجره ددوی په خوړلو پیل وکړي، مړه شوه!!!
تور ببرک به د افغانانو د لعنت وړ وي. زوی یې واسټوک ویلي وو چې پلار یې په افغانستان کې یو کور هم نلري او دا یې د ده د وطن دوستۍ نښه ګڼلې وه. افغانان لدې لعنتي نوم څخه دومره کرکه لري، چې دده منحوس مړی یې په حیرتاتو کې له ګوره وایست او د امو په سیند د لاهو کولو پر مهال یې پرې غږ کړ چې:
ورځه د خپل بادار پر لوري ورځه!!!