
تېره ورځ د طالبانو د یوه مشر ملاعبدالسلام ضعیف پرکور په کابل کې ناپیژاندو وسلوالو برید وکړ چې په پایله کې یې د ملي امنیت د هغو ساتونکو له جملې څخه هم یو تن په شهادت ورسېدی کوم چې د ښاغلي ضعیف د کور د حفاظت په موخه شپه او ورځ د هغه دروازې ته ناست وي.
که څه هم د ملي امنیت د ساتونکو پرمرګ طالبان یو بل ته مبارکۍ سره ورکوي، مردار یې بولې ، په جنازه او فاتحه کې یې خلګ له ګډون څخه منعه کوي او قاتل یې په سترو انعاماتو نازوي، خو داځل کیسه هماغسي نه ده.
د ملي امنیت دغه سرتیري ته نه یوازې داچې طالبانو د شهادت سرټیفکټ ورکړې بلکې په جنازه او فاتحه کې یې په ګډون هم څوک نه دي ګواښل شوي او ملایان خپله هم په ډلو ډلو فاتحې ته ور روان دی.
د ښاغلي ضعیف، د هغه د کورنۍ، ناحسابه شتمنۍ ،عالیشان بلډنګ اوکوټیو ساتنه له کلنو راهیسي د ملي امنیت سرتیري کوي او څو تنه خو یې آن شپه هم په ويښه ورته تېروي تر څو دده ښاغلي و یوه تار ويښتو او د بنګلې و ښکلي ډيزاین ته د یوې زرې زیان هم ونه رسیږي .
موږ نه وایو چې د ښاغلي ضعیف ساتنه دې حکومت نه کوي بلکې دا د حکومت فرض دي چې باید د هر افغان په څېر د ښاغلي ضعیف د مال او ځان ساتنې ته پاملرنه وکړي.
خو افسوس د هغو مټکورو او پوچ مغزو پرحال چې لاهم د امنیتي ځواکونو مقدسې دندې ته د کفر په سترګه ګوري او قاتل یې ورته غازي ښکاري .
امنیتي ځواکونو خو د ټولو ملي شتمنیو او ملي ارزښتونو پاسبانان دي ، ولې د مقدسو اماکنو ، مدارسو ، روغتونو او آن د مساجدو د ساتنې او خوندیتوب پرمهال په نښه کیږي ؟ ، ولې یې هماغه مهال قاتل غازي او مقتول مردار بلل کیږي؟
ایا ښاغلی ضعیف، ترمسجد، معبد، خانقاه او مدرسه هم مقدس دي؟
ایا ضعیف ، ترپول ، روغتون، سړک او ښوونځۍ هم ارزښتمن دی چې دهغو د ساتونکو پرمرګ خوښۍ کیږي او د ضعیف د ساتونکي پر هغه ویر.
د ضعیف پرکور تربرید یوه ورځ مخکې د همدغه ضعیف د وطن د یوه وکیل پرکور برید وشو، ښځې او ماشومان یې ووژل شول ولې یې طالبانو مسئولیت پرغاړه واخیست.؟
ولې د فیسبوک مذبذبه دبړه مارانو دغه وحشت ونه غانده او ولې یې د ښځو او ماشومان پرمرګ یو بل ته مبارکیانې سره ورکولې.
ټول پوهیږو چې غوا توره شیدې یې سپیني خو افسوس چې بیاهم د حق ویلو جرئت نلرو.
الله پاک د ښاغلي ضعیف او ټولو افغانانو ساتونکی شي.