موخه لرونکي کسان څه وکړي؟

 
موخه هر ډول ټاکل کېدای شي او هر څوک کولای شي موخه وټاکي، خو د ځینې ورته ځان رسولای شي او ځینې نه.
موخو ته ځان رسول یوه تر ټولو پیاوړې وړتیا ده، چې هر کس ترې برخمن دی او د اړینو کارونو په نظر کې نیولو سره هر کس کولای شي ځان ورته ورسوي.
موخې ته رسېدل اصول او لارې لري، چې ترې په ګټې اخیستنې سره کولای شو بریالي او خپلې ټاکلې موخې ته ورسېږو، چې ځینې یې په لاندې ډول دي:
د تل لپاره تر ټولو د مخه باید دا خبره په یاد ولرو او له ځان سره ووایو؛ زه یوه داسې موخه لرم، چې ورته د رسېدو په لاره کې له هېڅ ګواښ، خنډ او ستونزې څخه نه وېرېږم، که هر څومره لوی لوی خنډونه، ګواښونه او ستونزمې مې مخې ته راشي زه به په دې ټولو باندې پښه ږدم او ځان به مې بریا ته رسوم!!!
بله دا خبره، چې له تجربه لرونکو کسانو څخه باید زده کړو، چې هغه په څه ډول خپلو موخو ته رسېدلي دي. د هر چا د بریا ترشا یو راز شتون لري، چې همغو رازونو ته په کتو سره موږ هم کولای شو د دوی په څېر خپلو موخو او بریاوو ته ورسېږو.
بل دا، چې باید له ناهیلو او منفي کسانو سره سلامشورې پرېږدو. له ناهیلو او منفي فکر لرونکو کسانو سره، چې هرڅه شریک کړئ ترې زړه توري کوي مو او خپلې بریا ته رسېدل مو درته ناشوني کوي، مثبتې او ښې خبرې نه کوي یوازې او یوازې په منفي خبرو او فکرونو یې سر شوی وي.
بریالي کسان له یادو خبرو سره نورې په زړه پورې او بریا ته رسوونکې خبرې په نظر کې نیسي، چې د بریا لامل یې ګرځي.
محمداکبر حقمل M Akbar haqmal