ولې وروسته پاتې یو؟

 
د بریالیو دولتونو تر شا حتماً د یوه متحد، ژمن او یو موټي بریالي ملت لاس وي؛ هېڅ بریالی دولت د یوه بریالي ملت له شتون پرته نه شي رامنځته کېدلای. بریالی ملت په دې معنا چې ملي ګټې ورته ارزښت ولري، خپله ګټه او تاوان پېژني، له نظام ملاتړ کوي، د حکومت له ښو چارو ستاینه او له ناوړو چارو یې مخنیوی کوي. په خپلو رایو ښه او وړ کسان ګوماري او امانت یې اهل ته سپاري.
د همدې لپاره هم دولتونه خپلو ملتونو ته ښه خدمات عرضه کوي. د ملت خبره د دولت لپاره تر ټولو مهمه وي او دولتمردان ځانونه د ملت خادمان بولي.
خو په یوویشتمه پېړۍ کې له بده مرغه موږ نه پياوړی ملت رامنځته کړای شو او نه د یوه پياوړي دولت پر جوړېدو وتوانېدو. زموږ د وروسته پاتې والي یو لامل دا دی چې موږ زر د نورو په لومه کې لوېږو یا په شعوري او یا غیر شعوري د پردیو دسیسې په خپله عملي کوو.
زموږ د ناپوهۍ او ناکردګۍ له امله موږ ټول عمر په تېرو ویاړ کړی دی؛ د دې لپاره د ځان لپاره کارنامې خلق کړو، ټولې هڅې مو د پخوانیو هغو تر ستاینو او ویاړلو محدودې کړې دي.
موږ هېڅکله د خپلې ټولنې عیني واقعیتونه نه دي درک کړي، بلکې د راتلونکې او اوس لپاره مو فکر او هڅې له پامه غورځولې، لکه ګویا موږ چې په اتلسمه پېړۍ کې اوسېږو.
د همدې لپاره موږ نه ملي اتل لرو او نه ملي خاین، بار بار موږ لیدلي چې په یوه قوم پورې تړلی اتل بل هغه ته خاین دی. د پردیو د دسیسو او زموږ د زاړه تفکر له امله ده چې موږ ملت نه شو. د پردیو دسیسې پلې کوي چې په هېواد کې د قومي او مذهبي نفاق رامنځته کول دي. په کومه لاره چې روان یو هغه لاره ترکستان ته تللې ده.
نن موږ په ښکاره داسې کړنې ترسره کوو چې له ځانه سره خپل راتلونکی نسل هم د جهالت په دوره کې ساتو او د پرمختګ له کاروانه یې شا ته پرېږدو.
هغه ورځ زرداد له بنده ازاد او کابل ته يې ډيپورټ کړ، یو شمېر د هغې هرکلي ته د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته ورغلي وو او له ځانونو سره يې داسې شعار هم وړي وو چې زرداد یې په کې خلکو ته اتل معرفي کاوو. حال دا چې زرداد چې کوم ظلم او بربریت پر دې مظلوم ولس کړی دی، په هېڅ یو دین او مذهب کې د توجیه وړ نه دی.
له بلې خوا څو ورځې پس د مسعود پلویانو په کابل کې مظاهره وکړه، د مسعود عکسونه يې له ځان سره لېږدول، هغه يې قهرمان باله، خو د حکمتیار عکسونو ته يې اور ورکړ او ت پښو لاندې یې وغوځول.
زموږ دا تول جهالت د دې لامل شوی چې دولت مو سوال ته پاتې شي او ګاونډیان مو په چارو کې په ښکاره ډول لاسوهنې وکړي.
راځئ چې لږ په حال شو، نور یو بل وزغمو او د دغه خوار ملت پر برخلیک لوبي ونه کړو.
موږ کې لویه بدختي تعصب دی، که موږ سره یو ځای شو او هرې موضوع ته د ارزښتونو له مخې وګورو، هرو مرو به مو ژوند په کې مو مثبت بدلون راځي.
د افغانستان ټول ملیتونو ته په کار ده چې د یوې مور تر څادر لاندې داسې په ورورولۍ ژوند تېر کړي لکه څرنګه چې سکه وروڼه په کور کې ژوند تېروي.
ښه ته ښه ووایو او بد ته بد، د ښو کړنو په بدل کې وګړي وستایو او ورسره لاسنیوی یې وکړو او د بدو په بدل کې سزا ورکړو.
الله تعالی جل جلا له په قران کریم کې هم فرمايي چې ما په فرقو او ډلو د دې لپاره وېشلي یاست څو یو بل ښه وپېژنئ او تاسې کې ښه او بهتره هغه څوک دی چې تقوا او پرهېزګاري ولري.
که موږ لږ راویښ شو او خپل برخلیک په خپله وټاکو او د قران پاک پر احکامو اتکا وکړو انشاالله هم به مو حال ښه کېږي او هم به مو د اخرت ګټه وي.
د همدغه نفاق له امله ده ـ دا نفاق هم د پردیو دسیسه ده چې زموږ له ناپوهۍ ورته ګټه پورته کوي چې په دې پرمختللي عصر او زمان کې موږ اوس هم د تاجکستان برق ته ناست یو. د نړۍ ملتونه پر ځمکې کې هرې کانې خلاصې کړې دي، اوس د فضا په فکر کې دي چې فضا کې د ژوند کولو زمینه برابره کړي، خو موږ اوس هم په ځمکه کې د ژوند کولو پر اصولو برابر نه یو.
په نظامي برخه کې هره ورځ د نړۍ نور ملتونه یو یو پیاوړی او پرمختللی توغندی ازمايي، خو زموږ امنیتي ځواکونه اوس هم مصري کلاشینکوف او د امریکې زاړه او وراسته شوي شل ډزو ته لاس په سوال ناست دي.
اړتیا ده چې موږ د خپلې ټولنې اوسني عیني واقیتونه درک کړو، د پردیو دسیسې کشف او د روښانه سبا لپاره د پلان پر جوړولو پیل وکړو؛ خو له دې هر څه وړاندې باید کور په کور د علم ډیوې روښانه کړو.