د طالبانو پر تندي يو بل تور داغ!


په كابل كي وړمه شپه پلورل شوو وحشي جگړمارو يو بل ستر جنايت وكړ، لېون وزمو، بدمستو خو بې دينو او بې غيرتو جنگياليو د يوه نوميالي مجاهد پر كور بريد وكړ، هغه ستر مجاهد چي د شوروي ځواكونو په خلاف تېر جهاد كي د ده د سيالانو شمېر ډېر لږ وو، د پليتو طالبانو په ټول تحريك كي به د ده سيال ونه مومئ، بدمستو بريدگرو پر يوه داسي غير محفظ كور بريد وكړ چي يوازي دوه ساتونكو ئې ساتنه كوله، ماشومان او ښځي ئې په خپلو وينو كي ورغړول، په ډېر غرور او مستي سره ئې اعلان وكړ چي بريد پيل شوى او روان دئ، تفصيلاتو ته ئې انتظار وكړئ!!! گواكي ستر كار ئې كړى، داسي لكه چي د بهرنیانو پر كومي ستري اډې ئې بريد كړى وي، كوم بهرنی ئې وژلى وي، خو نه په دې بريد كي كوم بهرنی وژل شوی، نه كوم كمونست او نه كوم ملحد!! بلكي د قرآن يو حافظ، دوه مجاهد ساتونكي، يو ماشوم، ... شهيدان شوي، اوه تنه د ښځو په شمول ټپيان شوي. حاجي ميرولي د حزب اسلامي نوميالى قومندان او د ولسي دجرگې غړى هم په ټپيانو كي دئ، دا بريد په داسي حال كي ترسره شوى چي حزب اسلامي همدا طالبان د سولي او ورورولي لوري ته رابلي او هغوى ته ئې ويلي: كه تاسو هره شرعي او اسلامي غوښتنه ولرئ؛ حزب اسلامي به په هغې كي ستاسو حمايت او مرتړ كوي!!
طالبانو!
ستاسو د غلطي او غيراسلامي تگلاري له كبله يوازي د همدې كال په تېرو نهو مياشتو كي تر لس زره زيات افغانان وژل شوي، خو لس بهرنيان هم نه دي وژل شوي، او كه وژل شوي نو دا هغه بهرنيان دي چي يا كوم كارگر وژلي او يا د اردو كوم سرتېري، هغه سرتېري چي تاسو ئې واجب القتل او مباح الدم گڼئ!! ستاسو مأموريت او تگلاره د افغانانو وژل دي او له امريكايانو غوښتل چي بيا مو ارگ ته ورسوي!! په افغانانو كي هم تر نورو وړاندي د هغو د وژلو لپاره تلواري يئ چي مجاهد، حاجي، مولوي، د قرآن حافظ، معلم، انجنير او د قوم مشر دئ!! آبله ورځ مو مظلوم انجنير فيض الرحمن شهيد پانسۍ كړ او وړمه شپه مو د قرآن حافظ؛ حفيظ الله باركزى شهيد كړ!! او دا په داسي حال كي چي كله ستاسو پخواني ملگري د شيعه وو په كومي غونډي كي چاودنه وكړي نو تاسو د ايران د خوشحالولو لپاره ډېر ژر او د رسنيو له لاري داسي بريدونه په كلكو الفاظو وغندۍ!!
ځيني افغانان دا وحشي جنګیالی د خوارجو په نامه يادوي چي دا يقيناً غلطه نومونه ده، دوى خوارج نه بلكي خارجيان او د خارجيانو ذليل نوكران دي، خوارجو پر دوى ډېر شرف درلود، هغوى كه له دين غلط تعبير او تفسير درلود، د عثمان، علي او عمرو بن عاص رضي الله عنهم په څېر شخصيتونو ترور ته ئې ملا تړله او د همدې ستر جنايت له لاري ئې جنت ته د رسېدو طمع درلوده، جاهل ول؛ خو د خارجيانو مزدوران نه ول، خو طالبان له پيله د جهاد او مجاهدينو په ضد زېږول شوي، د دوى اصلي مأموريت له جهاد سره دښمني، د افغانانو خلع سلاح كول او د امريكايي يرغل ته لار آوارول وو.
دوى كټ مټ هغو ايراني شيعه وو ته ورته دي چي كله بهرنیان د موصل او حلب پر تاريخي او سني مېشت ښارونو بمونه وروي او ښځي، ماشومان او بوډاگان تر چتونو لاندي كوي نو دوى له خوشحالۍ نڅاگاني كوي، هوائي ډزي كوي، د الله اكبر خامنه ئي رهبر شعارونه وركوي، په داسي حال كي چي موصل او حلب د اسلامي امت ستر تاريخي ښارونه او د عزت څلي دي، نن موصل، حلب، فلوجه او د عراق او سوريې نور سني مېشت ښارونه په كنډوالو بدل شوي، د عراق او سوريې ملحدو حكومتونو او د هغوى بادارانو هيڅ روغ ښار نه دئ فتح كړى، يوازې په وينو سرې كنډوالې ئې فتح كړې. همداسي كله چي خارجي طالبان كوم مجاهد شخصيت په بې مروتۍ سره ترور كړي نو د دوى بې علم او بې سواد فيسبوكيان ايرانيانو ته ورته شعارونه وركوي!! اى مرگ مو مېلمه شه، كور مو همداسي وران شه لكه چي د حلب د اوسېدونكو وران شوي، خداى مو بيا داسي ذليل كړە لكه چي تر دې وړاندي د خپلو امريكايي بادارانو په لاس سپك او ذليل شوئ. الله تعالى به له دغو قاتلانو او د دوى له ذليلو مزدورانو حتماً او سخت انتقام اخلي، حلب او موصل كي هومره جنايتونه شوي، دومره بمونه، د توپونو، ټانكونو مرمۍ او راكټونه پرې ورېدلي چي بېلگه ئې يوازي په دوهمي نړۍ والي جگړي كي موندلى شو، خو تاسو هغو ته لمن غوړولې او سوالونه ترې كوئ چي پر موصل او حلب ناپالم او كيمياوي بمونه وروي، د عراق او سوريې په لكونو مسلمانان ئې وژلي او په مليونونو ئې هجرت ته اړ كړي!!
طالبانو! ستاسو نه اميرالمؤمنين له ستر او نوميالي مجاهد ميرولي خان سره برابري كولى شوه او نه د هغه ځاى ناستي، ميرولي خان د دوى په څېر په لسگونو مجاهدين درلودل. كه په كابل كي د حزب اسلامي حكومت وى نو يوازي همدا ميرولي خان او مجاهدين ئې كافي ول چي تاسو تر مشهد او زاهدان پوري وزغلوي. دا بريدونه نه ستاسو كمال او هنر دئ او نه د مېړاني نښه، دا د جهالت او وحشت نښه ده، دا د هغو كمال او هنر دئ چي تاسو د تورو شيشو موټرو كي د بريد تر ځاى رسوي، د عملياتو پلان هم هغوى جوړوي، معلومات هم هغوى دركوي، وسلې هم هغوى په واك كي دركوي او د عملياتو په دوران كي ستاسو امنيت هم هغوى ساتي. كله چي د دولت امنيتي ځواك د دښمنانو مورچل وي نو هر بې غيرت انسان كولى شي ستاسو په څېر بريدونه وكړي!! له تاسو پوښتم: دا ولي ستاسو كابل او كندهار مېشت طالبان نه وژل كېږي؟ آيا ستاسو مخالفين وسله نه لري كه پر ماشې د گوتي راكاږلو هنر؟! وجه ئې دا ده چي هغوى له خپل عقل او ايمان سره مشوره كوي او تاسو له خپل شيطان او هوس سره.
آيا ستاسو په سترگو كي شرم او په سينه كي غيرت او همت شته؟! آيا تر دې زيات ذلت او سپكاوى شته چي تاسو امريكايانو ته سوال كوئ چي خبري درسره وكړي، د قطر دفتر مو په رسميت وپېژني او له تور ليست ستاسو د مشرانو نومونه حذف كړي!! او امريكا يوه مياشت وروسته ځواب دركوي چي كه خبري كوئ نو له خپلو افغانانو سره ئې وكړئ!!
امريكايانو خو لا ډېر د مخه ويلي وو چي طالبان زموږ دښمنان نه دي، مشران ئې زموږ تر تعقيب لاندي نه دي، ستاسو نوى اميرالمؤمنين خو لا په تور ليست كي نه دئ نيول شوى!! د قطر دفتر خو د امريكايانو په وينا دركړى شوى، له چا غواړئ چي په رسميت ئې وپېژني او په دې پېژندني سره به څه ترلاسه كړئ؟!! موږ او هر هوښيار افغان پوهېږو چي تاسو له امريكا غواړئ يو ځل بيا مو ارگ ته ورسوي!! او باور لرو چي كه د ارگ يوه گوښه هم دركړي نو د هغوى دائمي حضور به هم ومنئ!! خو دا كچه ارمان به مو هيڅكله ترسره نشي، باور وكړئ چي تاسو ته ډېري بدي او توري ورځي انتظار كوي!! فانتظروا إنا معكم منتظرون.
څوك چي ځان ته اميرالمؤمنين وايي خو د عراق او سوريې د مظلومو مسلمانانو قاتلانو ته لمن غوړوي او پناه وروړي او د غازي ميرولي خان په څېر شخصيتونو باندي بريدونه كوي هغه امير المؤمنين نه بلكي عدو المؤمنين دئ!!
آیا په ټول افغانستان کی به داسی داعش غړی وښیی چی پرون ستاسو خوږ ملګری نه وو؟!! تګلاره ئی ،شعارونه ئی،ببر ویښتان ئی. د نصوارو بوی ئی،په جوماتونو کی چاودتی ئی،د مجاهدینو ،مومنانو او علماوو وژنی ئی، هر څه ئی ستاسو په څیر وو او دی!! یعنی دا چی طالبان حتی د خپلو پرونیو ملګرو په خلاف هم له کافر،ملحد،یهودی او رافضی سره ملګرتیا ته چمتو دی!!
مولوی سلیم