اقتصاد پېژندنه

بسم الله الرحمن الرحيم
د کتاب ځانګړنې :
د کتاب نوم:  اقتصاد پېژندنه
ليــــــکوال :محمد داود نیازی
برېښليک:dawood1919@gmail.com
اړيکه:0093782381717
چمتو کوونکېټولنه: جهان پوهنتون
خپرندوى:
چاپشمير:1000
چاپ ځل: دویم
چاپ نېټه:2016/1395
 
 
 
ډالۍ
 
باچا خان، فخر افغان، فخر ايشياء، فخر هند، سرحدي ګاندي، سرتور بابا، لوړ بابا ، رئيس الاحرار" د صبر،زغم،حوصلې،خواخوږۍ،مهربانۍ خاوند او د نه تاوتریخوالي  د مبارزې سر لاري اروا ته !
م.د. نيازی
 
 
 
فهرست
لومړی څپرکی
بنسټيز مسايل ، غيرې اقتصادي غوښتنې، اړتياوې، اسانتياوې، تجملي توکي، موخه  ، توکي، وسايل ،عاید، سپما، متغیرات، تابع، تعادل، سمبول، د اقتصاد تعريف، اقتصاد د شتمنۍ علم دی، اقتصاد د مادي هوساينې علم دی، په محدود وسايلو د نامحدودې غوښتنې پوره کول، د اقتصاد د علم لمن،اقتصاد د علم لار،د اقتصاد د علم موضوع، د اقتصاد د علم اړيکه له نورو ټولنيزو علومو سره، اقتصادي قوانين، د اقتصاد د علم ګټې، نړيوال اقتصادي  سيستمونه، د بازار اقتصادي نظام، آزاد بازار، ټولنيز بازار  ، دچاپيريال ساتنې ټولنيز بازار، د سوسياليزم  اقتصادي نظام، اسلامي اقتصادي نظام.
دویم څپرکی
د مصرفونکو چلند  ، افاده تګلار، لومړنۍ افاده، وروستی افاده، ټوله افاده، مثبته افاده، صفر افاده، منفي افاده، د وروستی افادې د کمښت قانون، د وروستی افادې د مساوات قانون، بې توپيرې کرښې تګلاره یا د نیوکلاسیکو ښونځي، بې توپيره کرښه ، دوروستي تعویض نرخ، د لګښت رسونکي مخکې والی، بودجې کرښه یا د قیمت کرښه  ،د مصرفونکي مازاد، د مصرفونکي مساوات، عاید او دمتبادل  اغیز ، د مخکې والي د ښودنې نظریه،
دریم څپرکی
توليدنظريه، تولید لنډ مهاله او اږدمهاله تابع، ټول تولید،منځني تولید، وروستۍ تولید،یو شان تولید یا مساوي تولید، د تولید خطي تابع، تخنيکي تعویض، د توليد قوانين  يا د حاصل قوانين، د حاصل  د ډيرښت  اويا د لګښت د کمښت قانون،دحاصل يا د لګښت د استقرار قانون،د  حاصل د کمښت يا د لګښت ډيرښت قانون، سره کرښه ، مساوي لګښت شننه ، د پراختیا لار، د لګښت  شننه، محاسبوي او اقتصادي لګښت،موقیز لګښت، خصوصي لګښت او ټولنیز لګښت  ، لنډ مهاله لګښتونه، ثابت لګښتونه، متغیر لګښتونه،ټول لګښتونه ،وروستۍ لګښت .
څلورم څپرکی
د تولید عوامل طبیعي وسایل ، بشري سرچينې، د کار ويش،کار، نفوس، د نفوسو نوې نظريه، پانګیزې سرچېنې، پانګه او شتمنۍ، پانګه او ځمکه،پانګه او پیسې ، په اقتصادي پرمختګ کې د پانګې ونډه ، متشبث  د متشبث او اجير ترمنځ توپير، په اقتصادي پرمختګ کې د متشبث ونډه، کارخانه، شخصي کاروبار، شراکت، ګډې پانګې کمپنۍ،
 
 
 
پينځم څپرکی
تقاضا، په تقاضا او غوښتنې کې توپير، په تقاضا او اړتيا کې توپير ، د تقاضا قانون، د تقاضا راټوليدل او پراخيدل، د تقاضا لوړيدل او ټيټيدل، د تقاضا ارتجاعيت، ډيره ارتجاعيت لرونکې تقاضا،کمه ارتجاعيت لرونکې تقاضا،برابره ارتجاعيت لرونکې تقاضا، د تقاضا د ارتجاعيت اندازه ګيري، د يو برابر ارتجاعيت،له يو څخه کم ارتجاعيت،له يو څخه ډير ارتجاعيت ، د سلنې طريقه، عرضه ، عرضه او زيرمه، بازاري عرضه، لنډ مهال عرضه، اوږد مهاله عرضه، د عرضې قانون، د عرضې پراختيا او راټوليدل، د عرضې لوړيدل او ټيټيدل، په عرضې  کې د تغيراتو سببونه، د عرضې ارتجاعيت، ډيره ارتجاعيت لرونکې عرضه، لږه ارتجاعيت لرونکې عرضه، برابره ارتجاعيت لرونکې عرضه، د عرضې د ارتجاعيت  اندازه ګيري ، د عرضې د ارتجاعيت  اندازه ګيري :
شپږم  څپرکی
بازار،ډولونه ، و خت په لحاظ،د ځای په لحاظ،د توکو په لحاظ،د سودا پر اساس،د سيالۍ په سبب د مکملې سيالۍ بازار، نامکمله بازار، د بازار توازن، د تقاضا د تغير اغيزې،د عرضې تغیر اغیزې،قیمت د تغیر غیزې، په  بشپړه  سیالۍ  لرونکي  بازار کې د کمپنۍ  او صنعتتعادل، د ډیرې ګټې فکر، عادي ګټه، د کمپنۍ توازن ( یانې د قیمت او تولید ټاکل )، په لنډ مهال کې د کمپنۍ د تعادل حالتونه  ، د اوږد مهاله مفهوم، د صنعت تعادل، لنډ مهاله او اوږد مهاله تعادل ، په بشپړې  سیالۍ لرونکي  بازار کې د قیمت ټاکل، بازاري دوران یا ډیر لنډ وخت، لنډ مهال، اوږدمهال کې د قیمت ټاکل، تخنيکي پرمختګ، انحصاري سیالۍ،انحصار، انحصاري تعادل، په انحصار  کې د کمپنۍ تعادل  ( تولید او د قیمت ټاکل )،عادي ګټه ،غیرې عادي ګټه ، اوږد مهاله تعادل  په   انحصار  کې  ، تبعضي قیمت، دوه اړیخیزه انحصار، څو ګونی انحصار  ،د عرضې انحصار،
اووم څپرکی
د تولید د عواملو قیمت ټاکل ، د شتمنۍ د ویش عمل، نهايي مولدیت نظریه،د تولید د عامیلینو د بدلې د ټاکلو نوی نظريه، کرایه، خالصه یا اقتصادي کرایه، د ریکارډو د کرايې نظریه، بې کرايي ځمکه، د کرايي د پیدا کیدو اصلي سبب، کرایه او قيمت، د کرايې نوې نظریه، متفرقه کرایه، کمښت کرایه، مشابې کرایه، موقعیت او کرایه، اجوره ، اسمي  اجوره  ، حقیقي اجوره  ، د ډيرې اجورې امکان، د اجورې ډ ټاکلو نظريه، د اجورې د ټاکلو نوې نظریه، د کارګرو ټولنه، د چنې بازی کمښت، د کارګرو ټولنه او غونډه چنه بازي  ، نسبتي اجورې، د لږ تر لږو اجورو ټاکل، سود، خالص سود، مرکب سود، د خطر بدله، سود ولې ورکول کيږي  ، د انتظار نظریه، د نغدوالي د مخکی والي نظریه، مولدیت نظریه، د سود اندازه ټاکل،د پور وړ  فنډ، د پور وړ فنډ لپاره تقاضا، د سود د نغدوالي د برترۍ تیوري، د صفر ي سود مفهوم، ګټه، خالصه ګټه ، نا حالصه ګټه، ګټه او نامعین حالت، د ګټې خوځنده  نظریه، د نوښت نظریه، د ګټې په اندازه کې توپير، ګټه ولې ورکول کيږي،
اتم څپرکی
هوساينې اقتصاد،ناخالص داخلي تولید کې زیاتوالی،- بیهتم نظریه،-کارډینل فکري ښونځي نظريه،-پار يټو  نظریه، په تبادله یا لګښت کې ګټورتوب، په تولید کې معیاري ګټورتوب، په تبادله او تولید کې معیاری، بشپړه سیالۍ  او د پرايتو موثریت، د انحصار  شتون : انحصار  او پریټو، بهرنۍ اقتصادي اغیزې، عامه توکي، پیګو مالیه،د الودګۍ حقوق، بیرته پیدا کول، د کالدر ـ هکس د ورکړې نظریه، برجن سن نظریه،د نامعلوم (ویره) حالت اقتصاد،
اخځلیکونه
 
سريزه
اقتصاد يو داسې علم دی چې په نړۍ کې انسان ته  لارښونه کوي  څو خپل  موجود وسايل څنګه وکاروي؟ د يوې ټولنې په ټولو مسايلو کې اقتصادي مسايل ډير مهم او برخليک ټاکونکي دي ، اقتصاد د ټولنې په ټولو برخو (سياسي،فرهنګي، ټولنيزه ) کې  ډير لوړ اهميت لري ،د يوې ټولنې خپلواکي او د طبيعي پيښو سره مقاومت په اقتصادي ځواکمنتيا پورې اړه لري ،د اقتصادي مسايلو په اړه ښه پريکړه کولای شي چې ټولنه د پرمختګ لوړو څوکو ته ورسوي. که په نړۍ کې اقتصادي مسايلو شتون نه درلودای  نو  نړۍ  به دومره پرمختګ نه وای کړی همدا اقتصادي مسايل دي چې انسان پرمختګ ته هڅوي ، په همدې ډول که  په نړۍ کې ټولو مسايلو ته پام وکړو او په اړه يې څيړنه تر سره کړو نو ريښه يي اقتصادي مسايلو پورې رسيږي او د هر پېښې تر شاه اقتصادي  مسله شتون لري . د دې تر څنګ که د نړۍ هيوادونو ته ځير شو  نو هغه هيوادونه چې بډايه دي ،  ښې اقتصادي سرچينې لري  او  خپلې سرچينې يې په  ښه توګه کارولي د وګړو د ژوند کچه يې لوړه ، د ژوند ډيرې اسانتياوې لري  دژوند اړتياوې يې په ښه توګه پوره کيږي خو هغه هيوادونه چې ښې سرچينې نه لري او يا بډايه نه دي وګړي يې ښه ژوند نلري ، د ژوند کچه  يې لوړه نه ده او د ژوند اړتياوې په ډيره ستونزمنه توګه پوره کوي . چې له بده مرغه زموږ هيواد هم  سره  ددې چې ښې اقتصادي سرچينې لري خو بيا يې هم وګړي په بيوزلۍ کې ژوند تيروي ، ډيری  وګړي خپلې ټولې اړتياوې نشي پوره کولای  يو لامل يې د هيواد د اقتصادي سرچينو څخه ښه ګټه نه پورته کول دي . لکه څرنګه مو چې ولس بيوزله دی همداسې مو  ژبه هم بې وزله ده او  د نثري ليکنو  له کمښت سره مخ ده .په دې ډول ژبه کې د  کتاب ليکل ستونزمن کار دی ځکه هغه الفاظ چې  په نورو ژبو کې وي او يا په دې برخه کې ورته کار شوی وي نشته نو له دې کبله  په دې ډول ژبو کې د الفاظ او يا د هغه لغاتونه چې دقيقه مانا ورکړي نه وي او پيدا کول يې ستونزمن وي . زه هم  د دې کتاب په ليکلو کې له  همدې ستونزې سره مخ وم تر يو بريده مې  هڅه کړې تر څو ډير معياري او دقيق لغات پيدا کړم .
خو د ستونزو سره سره ما هڅه کړې تر څو درنو لوستونکو ته داسې په زړه پورې معلومات برابر کړم چې  ګټور تمام شي او هغه لوستونکي چې غواړي د اقتصاد د علم په اړه معلومات حاصل کړي ښه ګټه ترې واخلي . د دې کتاب په ليکلو کې مې هڅه کړې  چې له معتبرو کورنيو او بهرنيو ماخدونو ګټه واخلم او يو داسې کتاب برابر کړم تر څو  لوستل يې د هر انسان لپاره په زړه پورې وي . د اقتصاد پيژندنې تر عنوان لاندې کتاب په لومړی ځل د لیسانس تر کچې  چاپ شوی و..خو دویم ځل چاپ چې ستاسو په لاس کې دی د ماسټری تر کچې دی او هغه نسبي ویش چې د اقتصاد علم یې په کوچني او لوی اقتصاد ویشلی  اقتصاد پيژندنه یې کوچنی اقتصاد رانغاړي اقتصاد پيژندنه دویم چاپ کتاب ټول اته څپرکي لري  په لومړي څپرکي د اقتصاد علم اړوند بسټيز مسایل دي او د اقتصاد دعلم پيژندنه ده ، په دویم څپرکي کې د مصرفوونکو چلند،په دریم څپرکی کې د تولید نظریه، د لګښت شننه، د کمپنۍ د عوایدو  څېړنه، په څلورم څپرکی کې د تولید عوامل ،په پنځم څپرکی کې تقاضا او عرضه، په شپږم څپرکي کې بازار،د بازار تعادل ، انحصار،دوه اړخیز انحصار،څو ګونی انحصار د تقاضا انحصار ، په اووم څپرکی کې د تولید د عواملو قیمت ټاکل اوپه اتم څپرکی کې هوساینې اقتصاد  څيړل شوي دي . د اقتصاد پيژندې دوم ټوکه هم تر کار لاندې دی که خدای کول هغه به هم ډیر ژر چاپ شي چې د د اقتصاد د علم دویمه برخه یا لوی اقتصاد به راونغاړي .
په ځان فرض بولم چې له هر ملګري  دننګرهار پوهنتون استاد  ښاغلي پوهیالي عبدالرحمان درد، ښاغلي امان الله ورین، ښاغلي فیاض حمید،ښاغلي جاويدافتاب او ښاغلي محمد اکبر نیازي  مننه وکړم  چې  د کتاب په تخنیکي او پښتو ژبې په سمون کې له ماسره پوره پوره مرسته کړی د ټولو د کور ودان وي څښتن تعالی دی خوشاله ژوند ورکړي .
په پای کې له ټولو قدرمنو لوستونکو څخه هيله کوم که د کتاب په کومه برخه کې له ما څخه  تيروتنه شوی وي  راته بخښنه وکړي او د بيا غبرګيدو د مخنيوي لپاره يې راته په ګوته کړي .د اباد خپلواک ،لوی افغانستان په هيله .
محمد داود نيازی
کابل ،احمد شاه بابا مېنه
1395/07/15
 
 
لومړی څپرکی
بنسټيز مسايل (Basics issues):
 انسان په نړۍ کې له نامحدودو غوښتنو سره راغلی، چې دغه غوښتنې له انسان سره تر مرګه مل وي، په پخوانيو زمانو کې دا غوښتنې ساده او لږې وې، مګر د تهذيب او تمدن د پرمختګ سره غوښتنو زیاتوالی وموند او په ډولونو کې يې هم توپير رامنځته شو، په بنسټيز ډول انسان د خوراک لپاره خوړو ته، د پوښاک لپاره جامو ته، د اوسېدو لپاره کور او د ناروغۍ د علاج لپاره درملو ته اړتيا لري، خو د دې تر څنګ انسان يو شمېر نورو شيانو ته هم اړتيا لري چې ژوند يې ورسره هوسا کېږي. د بېلګې په ډول : ټلېفون( لرغږی)، موټر، برېښنا او نور... د دې غوښتنو د رفع کولو په موخه انسان تل بېلا بېلې کړنې ترسره کوي او شتمنۍ پرې لاسته راوړي. موږ او تاسو په خپل چاپېريال کې ګورو، چې انسان په نړۍ کې په بېلا بېلو کارونو بوخت وي سوداګر سوداګري، کاريګر کار، روغتيا پال روغتيا پالنه، انجنير انجنيري او نور... څو عوايد لاسته راوړي او د خپلو عوایدو سره سم خپلې اړتياوې پوره کړي.
په حقيقت کې د انسان غوښتنې ډېرې او د رفع کولو لپاره یې شته  سرچينې  کمې دي، نو ځکه انسان تل په دې هڅه کې وي، چې څنګه خپلې ډېرې غوښتنې د لږو سرچينو په وسيله په ښه ډول رفع کړي، دغه غوښتنې دوه ډوله دي: غيرې اقتصادي او اقتصادي غوښتنې.
۱- غيرې اقتصادي غوښتنې(Non-economicWants): غيرې اقتصادي غوښتنې هغو غوښتنو ته ويل کېږي، چې د رفع کولو  لپاره یې د شتمنۍ لګښت ته اړتيا نه وي، يانې دا ډول غوښتنې په وړيا ډول انسان رفع کوي، د غيرې اقتصادي غوښتنو د پوره کېدو لپاره د شتمنۍ لګښت او هڅو ته اړتيا نه وي.
د ساري په ډول: د هوا تنفس، د لمر له رڼا ګټه پورته کول، باران او نور... دا چې د اقتصاد د علم اړيکه له اقتصادي غوښتنو سره ده، نو له دې کبله موږ د غيرې اقتصادي غوښتنو له لوستلو ډډه کوو او نه غواړو دلته پرې بحث وکړو.
۲- اقتصادي غوښتنې(Economic wants): ټولې هغه غوښتنې چې انسان يې د شتمنۍ د لګښت په وسيله رفع کوي اقتصادي غوښتنې بلل کېږي. د بېلګې په ډول: د خوراکي توکو د رانيولو يا د کورونو د پېرلو لپاره پيسو ته اړتيا ده، که موږ او تاسو د پورتنيو توکو د رانيولو لپاره شتمنۍ ونه لرو، نو موږ پرې خپلې پورتنۍ اړتياوې نه شو پوره کولی. انسان تل په هڅه کې وي چې خپلې غوښتنې پوره کړي. د اقتصاد علم هم له اقتصادي غوښتنو سره اړيکه لري، موږ او تاسو چې کومې غوښتنې د شتمنۍ د لګښت له لارې تر لاسه کوو، اقتصادي غوښتنې بلل کېږي. اقتصاد پوهانو د انسان اقتصادي غوښتنې په درې برخو وېشلې دي:
۱- اړتياوې(Needs) : اړتياوې هغه غوښتنو ته ويل کېږي، چې د انسان په ژوند کې بنسټيز اهميت لري، يا انسان پرته له هغو خپل ژوند ته دوام نه شي ورکولی.
د ساري په ډول: خوراک، اوبه، لباس، د اوسېدو ځای، درمل او نور ...
۲-اسانتياوې(comforts) : هغه غوښتنې چې د انسان په ژوند کې اسانتياوې رامنځته کوي او په ترلاسه کولو سره يې د انسان ژوند اسانېږي، انسان پرې ډاډ او سکون ترلاسه کوي، د انسان ژوند ورسره هوسا کېږي.
د ساري په ډول: ټلېفون (لرغږی)، د لېږد وسايل، برېښنا، تلوېزيون او...
۳-تجملي توکي(Luxury goods): په تجملي توکو کې ټول هغه توکي شامل دي، چې د انسان په ژوند کې د عيش عشرت لپاره کارول کېږي، دا ډول توکي زموږ له غوښتنو سره هېڅ تړاو نه لري، ځکه د دا ډول توکو په تر لاسه او نه ترلاسه کولو سره د انسان په وړتیاوو کې کوم توپیر نه راځي.یوازې د انسان ژوند زړه راښکونکی او رنګينوي او په حقيقي ژوند کې هېڅ ډول ارزښت نه لري، يوازې د شان او شوکت لپاره وي، د ساري په ډول: د لوکس(عصري)موټر درلودل يا د ماڼيو جوړول او داسې نور...
ګڼ شمېر خلک تجملي توکو ته جواز ورکوي او دا دليل راوړي، چې د دې ډول توکو کارول د انسان په وړتيا کې ډېروالی راولي، د دا ډول توکو د لاسته راوړلو لپاره ډېرې وړتيا ته اړتيا ده.
د غوښتنو پورتني ډولونه ثابت نه، بلکې نسبي بڼه لري، ځکه ډېر داسې توکي شته چې د يو انسان لپاره اړتيا، خو بل ته اسانتيا او کيدای شي د درېیم لپاره تجملي وي.