
مسعود د K. G. B په خدمت کې:
احمدشاه مسعود له آره په دې ګروهه ؤ چې دی به له روسانو سره هېڅ کله دښمني نه کوي، چې د نوموړي د دا ډول نیت په اړه، تورن جنرال الکساندر اناتولیویچ لیاخوفسکي چې په افغانستان کې د شوروي په پوځ، په وروستيو پړاوونو کې دندې ترسره کړي داسې وایي:«... د دې تر څنګه هغه(مسعود) په دې باور دی چې په افغانستان کې هېڅ یو رژیم نه شي کولې د شوروي اتحاد له ملاتړ او له هغه سره له دوستانه اړیکو نه پرته ژوند او دوام وکړي.» (د افغان میړانه او غمیزه، ۴۵۳، مخ)
دا وجه وه چې مسعود د اسلام او مجاهد په جامه کې له روسانو سره هر ډول همکاریو ته چمتو ؤ، په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد څلوېښتم لښکر قوماندان جنرال بوریس ګروموف د احمدشاه مسعود سره د خپلو پوځي استخباراتو د اړیکو په اړه وایي:« د څلوېښتم نمبر لښکر د استخباراتي مرکز هڅو په پای کې ټاکلي نتیجې ورکړې، په ۱۹۸۲، میلادي کال کې موږ خپل لوی مقصد ته ورسیدو، له احمدشاه سره مو داسې ټینګې اړیکې پیدا کړې چې آن له افعانستان څخه د شوروي پوځونو د وتلو تر وخته په خپل حال پاتې شوې. په افغانستان کې زموږ د پوځي حضور په ټولو کلونو کې له مسعود سره زموږ اړیکو بریالۍ وده موندله، خو له دې سره سره د محدودو پوځي ټولګیو قوماندانۍ د ده د وسله والو بانډونو فعالیت له نظره نه غورځاوه. په ۱۹۸۲، کال کې د څلوېښتم لښکر د استازو او شخصاً د مسعود له خوا یو تړون لاس لیک شو، چې د هغه له مخې مسعود ژمنه کړي وه چې په جنوبي سالنګ کې به چې د ده د بې رقیبه بادارۍ سیمه وه، پر شوروي پوځي قطارونو یرغل ته اجازه نه ورکوي ... د مسعود سره د لاس لیک شوي تړون له مخې، مسعود خپلو وسله والو بانډونو ته امر وکړ چې د حکومتي عسکرو خلاف دې له جګړې څخه لاس واخلي او خپل ټول ځواک دې د مخالفې ډلې اسلامي حزبد بانډونو پر خلاف جګړې ته اړم کړي.» (سرې لښکرې په افغانستان کې ۲۶۶-۲۶۷، مخونه)
تورن جنرال الکساندر اناتولیویچ لیاخوفسکي د مسعود سره د جاسوسي کړنو په هکله لیکلي دي: «... د مسعود ډلې پر خلاف لومړي عملیات په کال ۱۹۸۰،زیږدیز، په اپریل کې تر سره شول ... او یاغیانو ته یې د سر ډېر غټ زیان ورسولو او همدې کار مسعود دې ته اړ کړ چې د شوروي لږ شمېر پوځي ټولګیو له قوماندانۍ سره یو پټ خوښاوی لیک لاس لیک کړي. نوموړي په دغه خوښاوي لیک کې ژمنه کړي وه چې دشوروي او حکومتي پوځونو پرخلاف به له دښمنۍ نه ډک عملیات نه تر سره کوي. د دې کار په بدل کې له هغه سره لوظ شوی ؤ، چې پر پنجشېر به هوایي بمبارۍ نه کیږي، د هغه کاروانونو ته به درې ته د ننوتلو او له هغې نه د وتلو اجازه ورکول کیږي او دغه راز د افغانستان اسلامي ګوندله سیالو ډلو ټپلو سره د احمدشاه د ډلو د وسله والو نښتو پروخت به د هوایي بمیاریو او توپچي ګوزارونو له لارې له نوموړي نه ننګه او ملاتړ کیږي.» (دافغان میړانه او غمیزه ، ۴۵۴مخ)
جنرال لیاخوفسکي وړاندې لیکي: «شوروي پوځي څارګره اداره هم لاس تر زنه نه وه ناسته او په دې پړاؤ کې د مسعود سره د خپلې همکارۍ په ټینګولو او لا پیاوړتیا باندي بوخته وه. د ساري په توګه (ډګرمن اناتولي)خورا اوږ وخت د احمدشاه په استوګنځي کې تېر ګړ او په دې ترڅ کې یې له هغه سره اړونده کار پر مخ بیوه، دغه راز یې نوموړی دشوروي ژوند له بڼې او د مارکسیزم د بنسټ ایښودونکو له لیکنو سره هم بلداوه، ... .» (د افغان میړانه او غمیزه ، ۴۵۴مخ)
په دې اړه امریکایی لیکوال سټیوکول هم په زړه پورې معلومات وړاندې کړي دي وایي: «مسعود د شورویانو سره د یوې معاملې کولو پریکړه وکړه د (۱۹۸۳،ز) کال په پسرلي کې یې د یوه بې ساري اوربند اعلان وکړ، تر اوربند لاندې شورویانو [منلي وه] چې که مسعود افغان پوځ ته اجازه ورکړي چې د درې د سهلي برخې په پای کې اډه جوړه کړي، ... دا اوربند له درو کالو پټو خبرو وروسته منځ ته راغلی ؤ. له پنجشېر درې څخه په بهر کې افغانان د دې خبرې په اوریدلو، چې مسعود د شورویانو سره د جګړې پر محال په خبرو بوخت ؤ، شوک)اریان( شول دا خبرې مخکې هغه وخت پېل شوې کله چې په مخکینیو کرښو کې یې له شوروي قوماندانانو سره د لیکونو تبادله شوي وه، په دې لیکونو کې د مسعود او د غلیم سیالانو تر منځ داسې بحث شوی ؤ لکه د همکارانو تر منځ، ورپسې هغوی بیا مخ په مخ خبرې وکړې، د خبرو په وروستیو دوه ناستو کې مسعود پخپله شرایط کېښودل، له مسکو څخه په یوه لیک کې د(K. G. B) پخوانی مشر او وروسته د برژنف ځای ناستی د کمونست ګوند عمومي منشي(یوري اندروپوف) لخوا هغه تړون په رسمي توګه لاسلیک شوی ؤ. د افغانستان په د ننه او بهر کې ډېرو کسانو دې اوربند ته د (بې غېرته تسلیمي)په سترګه کتل ... .» (د پیریانو جګړې ، ۱۶۸مخ)
د مسعود د هغو خدمتونو په باب چې نوموړی څه ډول د شورویانو په خدمت کي ؤ، د روسیې د پوځي استخباراتو د یوه مشر مامور ایګورباریسوویچ د روسۍ یوې ورځپاڼې سره په کال ۱۹۹۴،ز، کې په یوه مرکه کې د خبریال، د دې پوښتنې په ځواب کې ویلي دي:
خبریال: ... ستاسې مقصد دا دی چې ګني احمدشاه مسعود د شوروي پوځي استخباراتو جاسوس ؤ؟
ځواب: نه، خو که ټیک خبره رانه غواړې نو هغه زیاته موده په موږ پورې تړلی او زموږ د نفوذ عامل و، نږدې یو کال زموږ مامورینو له ده سره لیده کاته کول، بیلابیلې موضوعګانې یې ورسره څېړلې او ګډې پریکړې مو سره کولې او هغه به زیات وخت هغه څه کول چې موږ ورته ویل.(د د اؤد جنبش سریزه؛ سرې لښکرې په افغانستان کې)
دوکتوراناتولي سودوپلاتوف) د شوروي اتحاد د استخباراتي موسسې (K. G. B) مامور او اوس په مسکو کې د تاریخ پروفیسور له بروس ریچارډسن سره په یوې مرکې کې د ( اګست په ۱۴/۱۹۹۵م) کې ویلي ؤ: «مسعود زموږ لپاره د افغانستان د شا لوري ته دروازه وه.» (سمسور افغان؛ دویمه سقاوي، ۱۶۸مخ)
ښاغلی ډاکټر رحمت ربي زیرکیار د بروس ریچارډسن له قوله داسې لیکلي دي: « د شوروي اتحاد یو افسر چې پټ نوم یې ویکټور سووروف دی او غرب ته تښتیدلی ؤ، په ۱۹۸۴،ز،کال کې یې په خپله مرکه کې وویل:«د مجاهدینو یو غوره قوماندان انتخاب او(حاضر) شوی دی، چې په افغانستان کې د شوروي اتحاد د ګټو نمایندګي وکړي، له هغه سره نظامي او اقتصادي مرستې کیږي او سربیره پردې د ټول شوروي اتحاد استخبارات له هغه سره مرستې کوي. د هغه رول دا دی چې د خپلو خلکو لپاره د یو اتل نقش لري او زموږ لپاره د دوه طرفه ایجنټ رول نقش لوبوي. دغه پلان دومره پټ دی چې د شوروي اتحاد لوړپوړي چارواکي او د افغانستان خلقي رژیم له هغه څخه به خبر نه شي.» ( آمرصاحب وپادشاه سابق در جنګ با ارواح؛ د کاندید اکاډمیسسن سیستاني ژبارهwww.afghan-german.com :
دا شان، جنرال لیاخوفسکي د مسعود د بې مزده مزدورۍ په تړاؤ وایي: «سره له دې چې دغه مهال له مسعود سره(بل نوی) هېڅ ډول ژمنلیک نه ؤ لاسلیک شوی، خو بیا هم هغه د ۱۹۸۷، کال د جنوري پر ۱۸ مه د افغانستان اسلامي جمعیت د پنجشېر ټولو ډلو ته لارښوونه وکړه چې د شوروي او حکومتي ځواکونو پر خلاف دې له لمسوونکو پوځي عملیاتو څخه ډډه وکړي ... د هغه دا شان چلند او سیاست په رښتیا هم د شوروي پوځي قوماندانۍ په ګټه ؤ... له همدې امله زموږ قوماندانۍ مسعود د دې شان چلند لا زیات دوام ته هڅاوه. خو له بلې خوا دې کار په کابل کې د چارواکو کینه راپاروله او هغه ته یې د احمدشاه او شوروي پوځیانو تر منځ د یوې پټې معاملې او چلوټې په سترګه کتل. ... افغان مشرتابه هڅه کوله چې په هره بیه وې باید(د روسانو په مرسته) د مسعود پرخلاف عملیات ترسره شي، آن تردې چې دا خبره یې څوځلې د افغانستان لپاره د شوروي اتحاد د کمونیست ګوند د مرکزي کمیټې د سیاسي بیورو د کمیسیون په وړاندې هم راپورته کړه... .» (د افغان میړانه او غمیزه،۴۵۸-۴۵۹،مخونه)
له بل پلوه، صالح محمد ریګستانی چې په تاجکستان او روسیه کې د ربابي د خانه بدوش حکومت نظامي اتشه ؤ او د (مسعود و آزادي) کتاب یې، د مسعود په مشوره او د ده تر نظر لاندې لیکلی دی، د مسعود او شورویانو ترمنځ د اړیکو په تړاؤ پخپله د مسعود او نورو اړونده کسانو له خولې، په پراخه کچه غیږیدلی او اقرار یې کړی دی او وايي چې په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د څلوېښتم لښکر، د (کې، جې، بې)د نظامي استخباراتو سره د مسعود د لومړنيو اړیکو په باب لیکلي دي: «جنرال اناتولی ایوانویچ تکاچوف، چې په افغانستان کې د شوروي اتحاد د ټولو پوځونو د کشف مسؤل او شخصاً د شوروي اتحاد د کمونسټ ګوند مشر، یوري اندروپوف لخوا ټاکل شوی ؤ، د میرداد پنجشېري په منځګړيتوب باندې، چې د خلق ډموکراتیک ګوند غړی ؤ اړیکي ټينګ کړل.» (مسعود و آزادي؛http://massoudism.persianblog.ir)
د نوموړي کتاب په یوه برخه کې پخپله مسعود د یوې مرکې په ترڅ کې، د شورویانو سره د اړیکو په هکله، سره د مبالغې داسې ویلي دي: «موږ په پنجشېر کې شورویان تر سخت فشار لاندې نیولي وو، ځکه خو شورویان اړ شول چې پخپله د سولې غوښتنه وکړي.» (صالح محمد ریګستاني؛ مسعود و آزادي)
دا شان په یاد کتاب کې رغلي دي چې د مسعود او شورویانو تر منځ لیدنې کتنې تر هغې پورې پټې وې چې افغان حکومت یې په اړه معلومات نه درلودل او له دوی څخه زموږ لیدنې کتنې پټې ساتل شوي وې، وايي چې موږ څو ځله له شورویانو سره د سولې تړونونه لاس لیک کړل، چې لوموړۍ تړون مو د پنجشېر د بازارک د برکلي د خان محمد غوث په کور کې په شفاهي توګه ومنلو او کوم سند تبارله نه شو. (د صالح محمد ریګستاني کتاب؛ مسعود و آزادي)
لیکوال صالح محمد ریګستاني له ډګروال اناتوليسره په مسکو کې لیدلي او د مسعود سره د لومړۍ مخامخ لیدنې او اوربند په باب اوږده مرکه کړي ده، چې موږ یې یوازې د مرکې ورستنۍ خبرې راخلو:«په زړه پورې خو دا ده چې دغو عملیاتو(۱۹۸۴،ز،کال ناکام عملیات) حتیَ په ما باندې په مسکو کې هم اغېز درلود، د K. G. B کسانو له ما څخه هم تحقیق پېل کړ، په دې توپیر سره چې د K. G. B په اداره کې نه، بلکه زما پخپل دفتر کې، د تحقیق په نوم نه، بلکه د خبرو اترو په نوم، خو زما دوستانو او همکارانو لپاره ناوړه برخلیک په انتظار کې وو، زما ژباړونکی، امیرمحمد سمرقندي هم د پوښتنو او ګرویږنو سره مخ شو او کور یې د دې پخاطر وپلټل شو چې ګواکې له مسعود څخه یې د جواهراتو خنجر په تحفه اخسیتی دی او میرداد یې(په افغانستان) کې زندان ته واچولو اوه کاله یې په بند کې تېر کړل.» (د ډېرو معلوماتو لپاره ولولئ د صالح محمد ریګستانی: مسعود و آزادي؛http://massoudism.persianblog.ir)
میرداد او د ده ملګري داؤد او ګلداد د افغان حکومت د استخباراتو لخوا د کې جې بې د اجنټانوپه تور ونیول شول، ګلداد خان په ۱۸،کلو حبس او داؤد په ۲۰ کلو بند باندې محکوم شول.
او لیاخوفسکي دا هم څرګندوي چې: ... باید ووایم چې د تېرو څلورو کلونو په ترڅ کې د مسعود پرخلاف له څو ماتو ګوډو ګوزارونو نه پرته نور هېڅ ډول ستر عملیات نه دي تر سره شوي. (جنرال لیاخوفسکي؛ د افغان میړانه او غمیزه، ۴۷۳، مخ)
له مسعود سره شورویانو هر ډول مرستې لکه: خوراکي توکي نظامي وسایل او د اسلامي حزب پر خلاف یې هوايي او توپچې بریدونه ترسره کول، ترهغې چې ده به هم د شوروي پوځيانو لباس اغوسته، سټیو کول یې په اړه لیکي: «د دې په نتیجه کې ټول هغه څه چې د مسعود ځواکونو لرل، د مسعود د خپلو جامو په ګډون، له دښمن څخه یې ترلاسه کړي وو، مسعود د سره پوځ یونیفرم او د افغان پوځ بوټونه په پښو کول.» (د پیریانو جګړې ۱۷۶ مخ)
(د کې، جې، بې جاسوس، میرداد پنجشری او زوی یې خسرو) (مسعود د روسانو د سترجنرالۍ په یونیفورم کې) له ګوګل څخه
نور بیا