غزل

بـيګا لـكـه چـې سـترگـې جـنـگـول دې زده كـول
د مـيـنـې پـه زانـگـو كـې زنـگـيـدل دې زده كـول
سهار نـه تـر ماښام دې نـن بـل كار لكه چې نه وْ
زمــا پــه مــــــيـن زړه راوريـــدل دې زده كـول
ايـله بيله چــې ته د ځان بايـلـلـــو ته تيار شـــــوې
زړگـيـه ! لـه سـيـنـې نـه الـوتـل دې زده كــول
ريښتيا ووايه څنګه په ما خوار دې مينه راغله؟
كـه هـسـې د سـاده زړه غـولـول دې زده كـول
ژړا ســره بـلـد د ولـــــولې زهـــــيـر زړگـــــــيه !
د چـا لـه تـنـكـو شـونـډو خـنـدېدل دې زده كـول
ولوله ( لالهاند )