د استعدادونو د موندنې لپاره اته لارې!

 
اته لارې ستاسو د ځانګړو استعدادونو د موندنې او د هغه څه لپاره، چې جوړ شوي یاستئ شتون لري، چې په لاندې ډول دي.
۱ـ تاسو معمولاً د هغې دندې یا کار له تر سره کولو څخه ډېر خوند او خوشاله کېږی، چې د ترسره کولو مینه یې لری تر دې، چې که اړینه وي حاضر یاستی پرته له کوم حق او حقوقو څخه یې ترسره کړئ، د دې دندې تر سره کول تاسو ته د رضایت احساس او یو ځانګړی خوند در بخښي.
۲ـ دغه دنده یا کار په ډېر ښه توګه تر سره کوی او یو طبعي وړتیا د دې دندې په تر سره کولو کې ستاسو په ځان کې تر سترګو کېږي.
۳ـ د ژوند له پیله مو ډېرې بریاوې، بریالیتوبونه او خوشالۍ د دې دندې په تر سره کولو کې لاسته راوړې دي. د ژوند په لومړنیو کلونو کې مو د دې دندې له ترسره کولو څخه خوند او له نورو څخه یې په ترسه کولو کې بریالي وئ.
۴ـ د دې دندې یا کار په مخ وړل او ترسه کول تاسو ته اسانه دي دومره، چې هېڅ به په یاد نلرئ، چې څه وخت او څه ډول مو زده کړی دی، یوازې یوه ورځ مو ولیدل، چې په ښه توګه یې ترسره کولای شئ.
۵ـ دغه دنده یا کار ستاسو پاملرنه ځان ته راګرځوي. دغه دنده تاسو ځان ته جذب او خپل لوري ته مو راکارږي مطالعه، غږېدل او په اړه یې فکر کول تاسو ته خوند درکوي په هماغه توګه، چې د شمع وړانګې پتنګ ځان ته جذبوي دغه دنده تاسې هم د ځان په لور راکاږي.
۶ـ تاسو د دې دندې په زده کولو باندې مین یاستی او ورځ په ورځ یې په تر سره کولو کې ښه کېږی او اعلی درجې ته رسېدل پکې ستاسو هيله ګرځي.
۷ـ په تر سره کولو يې د وخت تېرېدو ته مو پام نکېږي او دا هم شونې ده، چې په ساعتونو پرته له خوراک، څښاک او ویده کېدو دوام ورکړئ. لامل یې هم همدا دی، چې په ټول وجود د دې دندې په تر سره کولو بوخت یاستئ.
۸ـ هغه وګړي، چې ستاسو په دنده کې يې ښه پرمختګ کړی پرې ویاړی او درناوی یې کوئ. تاسو غواړی، چې د هغوی په څېر شی، ناسته ولاړه ورسره کوی او په هره برخه کې ورسره سیالي کوی.
که پاسني تعریفونه د هر ډول دندې، چې اوس مهال یې ترسره کوی او یا مو پخوا ترسره کړې وي د پليکېدو وړ وي، نو مه زړه نا زړه کېږئ.
دغه تعریفونه کولای شي تاستو ته د هغې دندې لپاره لارښوونه وکړي، چې د تر سره کولو لپاره یې دې نړۍ ته راغلي یاستی او د زړه هيله مو ده.