منفي احساسات د پرېښودو وړ دي!

له نیکه مرغه کوم مثبت ټګی، چې د وېرې او زړه نازړه توب احساس لپاره شتون لري هغه دا دی، چې همدغه دواړه احساسونه د لاسته راوړلو وړ دي.
آيا تر دې دمه مو کوم منفي فکر کوونکی ماشوم ليدلئ؟.
ماشومان ټول پرته له وېرې او زړه نازړتوبه دې نړۍ ته پښه ږدي. هر هغه څه، چې د زدکړې او لاسته راوړلو وړ وي، هغه د مشق او تمرین، زیار او کوښښ له امله د هېرېدو وړ هم دي.
د وېرې او زړه نازړه توب لومړني لمنځه وړونکي، زړورتیا او په نفس اعتماد او باور دی، هرڅومره، چې ستاسو زړورتیا او په نفس اعتماد او باور ډېر وي د منفي احساساتو؛ وېرې او زړه نازړه توب کچه او د هغوی اغېزه به هم ستاسو په کړنو او ستاسو د بریالیتوب په لار کې ټيټه وي.
په اصل کې دغه منفي احساسات زموږ په وجود کې شتون نلري او موږ خپله د دې احساساتو د پیدا کېدو لپاره لار هواره وو ځکه، چې زموږ زړورتیا او په نفس اعتماد کم دی.
کله مو، چې په نفس اعتماد او باور پیدا کړو نو کولای شئ دغه منفي احساسات، چې ستاستو د بریا مخه نیسي په ډېره ښه او اسانه توګه لمنځه یوسی.