جادویي ونه / لنډه کیسه

یو ستړی ستومان مسافر، چې له لرې لارې څخه راتلو یوې ونې ته ورسېد او دا پرېکړه یې وکړه، چې د ونې سیوري لاندې لږ دمه وکړي او یده شي.
نا خبر له دې څخه، چې هغه جادویي ونه وه هغه ونه، چې کولای یې شوی هر څه یې، چې په زړه کې تېرېږي ورته پوره یې کړي.
کله چې مسافر په ځمکه د ونې لاندې کېناست له ځان سره یې دا فکر وکړ، چې څومره ښه به وو، چې یو نرم تخت وی او هغه کولای شوی، چې لږ پرې آرام وکړي، سمدلاسه د هغه تخت یې، چې هیله کړې وه تر څنګ یې ښکاره شو.
سړی په ډېر حیرانتیا سره په تخت اوږد څملاست او له ځانه سره یې وويل: کاش چې یو ځوان دلته وای او زما رنځورې او ټپي پښې یې لږ چاپي کړې وای ناڅاپي یو ځوان پيدا شو او هغه څه یې، چې غوښتل په ډېره ښه توګه ورته تر سره شول.
مسافر له ځان سره وویل: څومره وږی شوی یم کاش، چې خوندور خواړه مې درلودای، سمدلاسه یو ډک مېز له رنګ رنګ او خوندورو خواړو څخه یې مخې ته پیدا شو، سړي په خوشحالۍ سره وخوړل او ویې څښل.
وروسته له خوړو یې سر لږ ګنګس شو او سترګې یې له ستومانۍ او د هغه خواړو له امله پرې درنې شوې، خپل ځان یې د تخت په لور خوشې کړ.
د هغه ورځ په حیرانوونکو پېښو یې په حیرانتیا سره فکر کاوه، له ځانه سره یې وويل: لږ ويده کېږم، خو که یو وږی ببر له دې ځای څخه تېر شي بیا؟ او ناڅاپي ببر پیدا شو او هغه یې وخوړ.
هر یو زموږ په خپل ځان کې جادویي ونه لرو، چې زموږ له خوا د سپارښتونو په تمه ده، خو ډېر فکر مو وي، چې دغه ونه منفي فکرونه، وېرې، ربړې او تشویشونه هم پوره کوي، او دا هم شونې ده، چې د دغو فکرونو په فشار او زیاتوالي ټپي او یا هم لمنځه لاړ شو، چې دغه تګلاره د وېرې او تشویش وړ ده.
ډېره هڅه وکړئ، چې ځان له دغو منفي فکرونو څخه وساتی.