
له کومي ورځي چي د رسنیو بازار تود شوی له هغې ورځي تر ننه ئې داسي موضوعات وړاندي کړي چي اکثریت ئې د انسانانو ترمنځ د اختلاف سبب شوي، تل داهڅه شوې چي غیرضروري او د فحش او فساد موضوعات خپاره کړي، ځوانه طبقه ئې داسي بوخته ساتلې چي د ژوندانه له اصلي مقاصدو ئې غافله کړې، هرځوان د رسنۍ هر خبرته د زړه په تل کي ځای ورکړی اوځانته ئې معبود ګرځولې! که ئې څوک د خبري مخالفت وکړي دومره به جدي شي لکه د قرآن د یوه آیت تکذیب چي ئې کړی وي او سمدستي به د تنګ نظري او له حقائقو دسترګي پټونکي خطاب وکړي! درسنیو په لړ کي اکثریت داسي دي چي له سترو سترو حقائقو سترګي پټوي، له سترو سترو پېښو به نظر واړوي او یوې وړې پېښي ته به دومره هوا ورکړي چي د کتونکو په زړونو کي به نقش جوړ کړي، د هر مجلس او غونډي دبحث موضوع به ترې جوړه کړي، ځوان، سپین ږیری، ماشوم او ښځه به د هغې موضوع باربار تذکیر کوي او د ژوند خوږې لمحې به د بې فائدې او خوشي موضوعاتو په بحث تیري کړي. رسنیو تل د مظلومانو غږونه دپ ساتلي، نه ئې پرېږدي ترڅو ئې غږ تر نړیوالو ورسیږي، یوې خواته د ملالي موضوع دومره په زور او ښور سره د هر کانال د سرټکی!!! خو بل خوا ته ئې د برما د مظلومو او بې وسو مسلمانانو پرعام وژنه یوه ورځ هم راپور تیار نکړ!!! یوه ورځ ئې هم د برما د حکومت له ظلم او وحشت پرده پورته نه کړه!!! یوه ورځ ئې دا ونه ویل چي پر سوریې وحشیانه بمبار دمظلومو سوریانو ژوند اخلي او باید په کلکه ئې مخه ونیول شي!!! هیڅکله ئې هم ونه ویل چي په افغانستان کي د امریکائي طیارو ړندو بمباریو د بې ګناه افغانانو کورونه په لوټو بدل کړل!!! ماشومان، سپین ږیري، ښځي او ځوانان ئې ترتېغ تېرکړل!!! هیڅکله ئې ونه ویل چي د بشر دحقوقو مدافعین دي محاسبه شي چي د نړۍ په ګوټ ګوټ کي ئې تش په نوم د انسانیت او همدردۍ آوازې خپرې کړي!!! هیڅکله ئې د ظالم د ظلم پر خلاف ولسونه ندي پاڅولي!!! هیڅکله ئې د واقعي امن پیغام ندی خپور کړی!!! رسنیو تل همداسي کړي، ولسونه ئې ویده ساتلي، له حقیقتونو ئې ناخبره او بې پروا کړي، دومره ئې په غلط فهمۍ کي اچولي چي حتی خپل عقائد ئې ورته سپک کړي!!!. د رسنیو په لړ کي بي بي سي پښتو راډیو ډېره دپام وړ ده چي خصوصا افغان ولس پرې زیات اعتماد کوي، داسي ړوند اعتماد چي تور ئې سپین او سپین ئې تور ورته معرفي کړي، خو هیڅ ندي پوه شوي چي سپین ته تور او تور ته سپین څنګه ویل کېدای شي؟! بي بي سي راډیو که څه هم ډېر تعارف ته اړه نده خو لنډي پېژندګلوۍ ته ئې ستاسو پام را اړوو. د بي بي سي پښتو راډیو د بنیاد خښته په ۱۹۸۱م کال د آګست په میاشت کي په انګلستان کي کېښودل شوه او لمړنی مشر ئې نبي مصداق وټاکل شو. نبي مصداق په قوم ځاځی او د پکتیا ولایت اوسېدونکی دی. نوموړی د لوړو زدکړو لپاره لندن ته ولاړ چي په اقتصاد کي ئې د دکتورا سند ترلاسه کړ. نوموړي څو مختلف کتابونه لیکلي او د پښتو انګلیسي د لغت یو قاموس ئې هم بشپړ کړی، نبي مصداق د پښتو ټوکو ټکالو یو کتاب هم په انګلیسي ژبه ژباړلی. نوربیا...