د سرو بانجانو زړي په بدن کې د وینې جریان ثابت ساتي

څېړنو ښودلې ده چې د سرو بانجانو دانې کولی شي د یوه طبیعي درمل په توګه د اسپرینو په څېر ګټورې تمام شي. څېړونکو د سرو بانجانو په دانو کې داسې مواد کشف کړي چې د وینې د لخته کېدو مخنیوی کوي، په بدن کې د وینې له جریان سره مرسته کوي او د اسپرینو په څېر کار ورکوي.
همدا اوس ګڼ شمېر کسان د نړۍ په ګوټ ګوټ کې اسپرین کاروي، څو د وینې له لخته یا ټینګېدو یې مخینوی کړی وي، په داسې حال کې چې اسپرین له خپلې ښيګڼې سره سره ځیني جانبي عوارض هم لري او په معده کې د وینې بهېدنې لامل کېږي.
روغتیا پالان وایي، د سرو بانجانو د دانو له خوړو درې ساعته وروسته په بدن کې د وینې جریان خپل نورمال حالت ته راځي او دغه چاره تر ۱۸ ساعتونو پورې دوام کوي.
یوه څه ته مو باید پام وي چې د سرو بانجانو د دانو په کارولو سره پر خپل سر د اسپرین کارول پرې نه ږدئ، بلکې له خپل معالج ډاکټر سره هرو مرو مشوره وکړئ.