![د پيسو انکشاف او تکميليدو مرحله په افغانستان کې](https://rohi.af/assets/uploads/old/noimage.jpg)
اخيستل شوي معلومات : پول او کريدت او د پيسو تاريخچه
زما په فکر دا بحث بايد زيات اوږد نه شې خو بايد ووايم چې د امير امان الله خان تر وخته پورې د فلزي پيسو سيستم موجود ؤ چې په دې سيستم کې د سروزرو، سپين زرو، ميسو او داسې نور فلزات د عامه خلکو د تبادلې قبول وړ ؤ .
دا په د مانا ده چی موږ د ۱۹ پيړۍ پورې هم د فلزي پيسو سيستم چې د هغې محور سره زر او سپين زر و درلودو .
د دې مورد اساسي ټکي دادي چې په کال ۱۲۹۸ ه.ش او ۱۹۱۹ ز.ږ کال په مطابق زموږ په هيواد کې خاص جهش (حرکتونه) رامينځ ته راغلل .
سره زريز او سپين زريز مسکوکات په هغه زمان کې په لاندې ډول ؤ
سره زريز مسکوکات :
نوم وزن
يوه امانۍ ۶ګرامه
نيمه امانۍ ۳ګرامه
سپين زريز مسکوکات :
يوه افغاني ۱۰ګرامه
نيمه افغاني ۵ګرامه
اماني دولت ددې لپاره چې يو نوی مډرن پيسيز سيستم او هغه هم د بانکڼوټ نشر کيدو دپاره د لاندې دليلونو په اساس يې د بانک ڼوت د نشر کيدو پيل وکړ:
ـــــ د هيواد د پيسو سيستم تکميلول د زماني د غوښتنی په مطابق
ــــــ په هيواد کې ميلی وحدت ایجاد کول ديدی وسيلی په واسطه
ــــــــ او همداسی د قيمتی فلزاتوذخايرو کمښت مخنيوی کول
د بانک ڼوټونو په چاپ کولو سره په ټول هيواد کې د يو نوی دور پيل شو او ديدی سره د فلزی سيستم پای ته وريسدو .
دولت د د وويم هدف ته په رسيدنی سره د پيسو نوم افغانی کیښدو تر څو د هغی بياځلی (تکرار ) سره ملی وحدت نوره هم ټينګ شي.
ټولی فلزی پيسی د نوی پيسو په مقابل کې په يو معيار سره په لاندی ترتیب په تبادله کیښدل شوی وی:
نوم وزن نرخ
الف : يوه امانۍ ۶ ګرام سره زر ۲۰ افغاني
ب : نيمه امانۍ ۳ګرامه سره ز ۱۰افغاني
ج : يوه افغانیګی ۱۰ ګرامه سپين زر ۱۰۰ پيسی
د : نيمه افغانیګی ۵ګرامه سپين زر ۵۰ پيسی
او همداسی نوری پيسی لکه سناری او عباسی د تيرو معياراتو په اساس په بازار کی تبادله کيدلی او په د ترتیب سره وې
۱ ــــ يوه سناری ۲۰ پيسی
۲ ـــــ يوه عباسی ۲۰ پيسی
لکه چې ليدل کیږی چې په هغه زمانه کې په دريو افغانيو موږ يو ګرام سره زر(طلا) اخيستله شوه او په اساني سره موږ د د خپلو پيسو مقايسه د هغی ورځی او د نن ورځی سره کولي شو چې په کوم اندازه قرار درلوده.
بايد په ياد ولرو چی د بانکوت دچاپيدو سره هم دوه فلزه هم تر هغه زمانه پوری په چلند کی یی خپل ځای یی ژغورلی و.
نو ويلی شو چی په افغانستان کې د پيسو د تکميلدو مرحله په لاندی درو مرحلو سره تقسيم کړو :
۱ــــــــ تر۱۲۹۸ ه .ش سره په مطابق د فلزی پيسو سيستم خپله ازاده کارایی درلودله
۲ــــــــ تر ۱۹۱۹ – ۱۹۳۳ ز.ږ کال پوري د بانک ڼوټ چاپيدو سره د فلزي پيسو مخدوديدل
۳ــــــ وروسته د ۱۹۳۳ ز.ږ کال څخه د بانک ڼوټونو رواج کيدل او د سره زريزو او سپين زريزو سکو عوض کيدل او تاريخ ته د فلزی پيسو سيستم پای سپارښتل
راځي چي د هری مرحلی نه په لنډه توګه مکث وکړو.
اوله مرحله :
دا مرحله په حاصه توګه روشنه نه ده خو تر ټولو وياړترينه مرحله د هيواد د پيسو ده
ديدی دوري کومی سپين زريزی او سره زريزی سکی چې ديدی دوری نه پاتی دی د دهيواد د ښی دوری ښودنکی دی
دغزنويانو ،هخمانشيانو،غوريانو، او وروسته بيا د هرات مغولو دوره ديدی دورو نو څخه دی
د غزنويانو دوری سکی چې پاتی شوی دهغه دتبادلی لوړه کچه په هيواد کې ښایی او ديدی دوری پيسی معمولا دهغی د امپراطوری په مرکز کې ضرب کيدی يا چاپ کيدی لوی غزنی ديدی صحنی نه هيرودونکی غټ مر کز ؤ. او همداسی هرات ،بلخ،ننګرهار ، لویه پکتيا ،کابل د پيسو په جريان اچولولوی مرکزونه و.
د پيسو د جريان اچولو او ضرب وهلو د لاندی غواملو په اساس ؤ:
۱ــــــ دهيواد پرمختيا (وسعت)
۲ـــــــ د لښکرو دفاعی مصرفو تمويليدو دپاره
۳ـــــــ د دربار مصارفو زياتوالی
څنګه چی ليدل کیږی دا دوره تر ټولو اوږده دوره ده. ديدی دوری په اخيرو ورځوکی د بانک ڼوټ منځ ته راتلو سره هم نور فلزات د سره زرو او سپين زرو په مقابل کې لکه ميس اوسپنه او برونز تبادلی روند ته شاميل شول ديادونې وړ ده چې طلایی او نقره یی سکی اساسی مغيار د نورو سکو ضرب وهلو ایجاد سبب شو .
او داسکی کومی چې د طلایی او نقره یی سکو پواسطه مينځ ته راغلی د صرفانو به چاپ او ضرب وهلی .
په دی دوره کی سره زر او سپين زر په موازی توګه په تبادله کی شاميل ؤ .
د هغی ټولو دورو د پيسو څخه يواځی دی آريايانو طلایی سکی نښانی نیشته
دوهمه مرحله :
په دی مرحله کی د فلزی پيسو سره د بانک ڼوټونه هم تبادلی ته داخيل شول ا و ۷۰۰ کاله مخکی د نن ورځی څخه دمغولو په حاکمیت دوره کی يو ډول کاغذی پيسی (چاومبارک) جريان لرولو او يو ډول نغدی چک موجود و او په ((فضايل بلخ)) کې د ی چکونو د خرڅلاو بازار موجودیته نه ياد ونه شوی.
د امير عبدالرحمن د سلطنت نه مخکی په دريو نقطو کې (کابل،هرات ،قندهار) کې پيسی ضرب کيدی چی هر يوی یی ځانته اجزاوی او اهداف درلول تر ټولو مهم اقدام چی اميرعبدالرحمن خان وکړو په هغه وخت کې هغه دمسکوکاتو يوځای کول و چې وروسته تجارت دپاره یی ډيره هوساينی سهولتونه راوړل او هغی د سکو ضرب مرکز ی کړ (يواځی مرکز کړای شی چی سکی ضرب کړی) او د هغی اجزاوی یی په عباسی او شاهی پيسو تثبیت کړې .
او د هغی دوری دتبادلی اسعارو نرخ په دی ډول و چې يوه کابلی روپی د دوو انګليسی شلينګو سره برابر وي.
د امان الله خان د سلطنت په دوره کی د فلزی مسکوکاتو لکه طلا او نقره او کاغذی بانکوتونه په کار اچول شو.
لمړی بانک ڼوټ د لاټری ټکیت شکل درلودو .او د کندې شکل یی درلودو اودا به د ماشين پواسطه جدا کيده .
کندې او نوټونو به يو شان شميری درلودی خو د لږ کیفیت او په اسانه توګه جوړيدو په علت په کال ۱۲۹۹ ه.ش دوباره ديدی بانک ڼوتونو د جمع کولوسبب شو او په دی کال کی د تبادلی دروند نه یی وباسلی او دی په ځای یی نوی بانکنوټونه چاپ او جرايان ته واچول شول.
او په همدی کال د برطنيا وی هند له طرفه د جعلی نوټونه په نشررسيدلی و
دا پيسی لمړی (روپیه) او بيا (افغانی) په نامه وناميدی .
په امان جريده کې د ۱۰۰ ،۵۰، ۵، افغانيو تصويرونه په چاپ واچول شول .
او داپيسی د کابل ماشينځی کی به چاپ او نشر کيدی او دهغی ډيزاين دعلام محمد خان رسام پواسطه شوی وی او شاه امان الله خان د پيسو د نشر او مراقبت او دطرحو ورکړه او همداسی د پيسو چلند په حاصه توګه ديدی ده دلاس لاندی وی .او دا د پيسو چلند په عامه توګه نه ؤ.
د حبیب الله کلکانی په سلطنت دوره کی د پيسو چاپ بند او متوقف شو او دا چاپ شوی پيسو ارزښت څلورمرتبه کم د هندی کلدارو څخه ؤ.
دريمه مرحله :
په کال ۱۳۱۷ه.ش دولت د افغانيو د پيسو کنترول د خارجی اسعارو په مقابل کی يوه لایحه صادر کړه چی په د لایحه کی د افغانيو تبادله د اسعارو په مقابل د تبادلی په مقابل کی او د هغی انتقال او همداسی او همداسی ټول معاملی یی په ملی بانک پسی انحصار کړی .
او په کال ۱۳۱۸ د ملی بانک تاسيس سره د پيسو طرح او ديزاين او سياست په دافغانستان بانک پوری انحصار شوی او په ۱۳۱۹ کال کی افغانی کاغذی پيسی په دوران کی وې او په کال ۱۳۲۶ د هر ۵۰۰ نوټ په مقابل کی يو مثقال طلا او نقره د پشتوانه په ډول موجود وی او په کال ۱۳۲۷ ه .ش کال کی ملی شورا د ۶۰ مليونو افغانيو چاپيدو او نشر کيدو امر ورکړ
او په همدی کال کی ۷۵ سلنه د پيسو پشتوانه طلا او نقره وه او په کال ۱۳۳۳ ه ش ديدی دپاره چی د پيسو خرابيد و نه مخنيوی وشی نو ۵ او لس افغانی یی بازار ته په نشر ورسولی او په کال ۱۳۳۵ ه ش ۴۰۰ مليونه افغانی چاپ شولی وروسته د اوم د ثور ۱۳۵۷ ه ش کال نه پدی خوا د ملی منابعو په فلج کيدو سره د بهرنيو منابعو اتکا وشوه او دا ديدی سبب شو چی افغانستان دخرابيو سره مخامخ او په همدی زمان کی يو امریقایی ډالر د ۵۸۳ افغانيو په تبادلی سره افغانستان د په تاریح کی د تورو ورځو سره مخامخ کړ او داسی انفلاسيون مينځ تخ راغلو چی بيا به په هیڅ هيواد کې تکرار نه شی
خو رووسته بيا په ۱۳۷۱ه ش کال د دوامدارو د قدرت دپاره جنګونه او مرکزی سيستم دمينځه تلل او همداسی دمحتلفو مرکزونو ایجاد ديدل او همداسی په عمومی صورت سره په دوو خوزه نو کی د پيسو چاپ موجودیت درلودو يو یی د ربانی ليخوا او بل یی د دوستم ليخوا چی د ۵۰۰۰ نه تر ۱۰۰۰۰ زريز نوټونو چاپ او نشر شول او دا دهغی دوری محصولات دی
په کال ۱۳۸۱ ه ش د پيسو ریفورم د نړيوال کومکونو په اساس د افغانيو چاپ د ډالرو په تناسب سره رامنیځ ته شو .
او دا ریفورم زياتره نمایشی او سياسی ؤ . په اخير کې به ووايم چی په ارزو ديدی چې يو ورځ بيا داسی وخت راشی چې خپلو همسر خده بی فرهنګه هيوادونو ته وښايو چی دا خیړی افغانستان هم يو څه شي ده
د افغانستان د پيسو حاص واحدونه:
روپی غيرن ټېنګه
۱روپی: دوه غيرينه
۱يوه روپی :۴ څلور ټينګي
او يو غيرن : دوه ټينګی
کیږی