موږ دغه (وسطیت) غواړو نه هاغه!

 
افراط او تفریط دوه هغه پدېدې دي چې اسلامي امت ترې په هر عصـر او زمان کې کړېدلی دی او نن یې هم د ناوړه کړنو او چارو قیمت اداء کوي، دغه دواړه د انحراف او له اصلي جادې نه کږې شوې دوه کرښې دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپلو تعلیماتو او لارښوونو کې امت د کږیدلو له دغه دواړو صورتونو نه منع کړی او توازن، اعتدال او منځلارۍ ته یې را بللی دی.
د اسلام ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایي ( په دین کې له غلو او سختۍ نه ډډه وکړئ، ځکه چې پخواني امتونه هم په دین کې له غلو نه تباه شوي دي).
په بل حدیث شریف کې فرمایي ( له تنطع نه ځان وساتئ، ځکه چې تنطع کوونکي هلاک شوي دي) د علماوو په اند (تنطع) په دین کې سختۍ، د محرماتو او واجباتو دایره له خپل طبیعي حالت نه پراخولو او په دین کې له موجودو رخصتونو نه ډډه کولو ته وایي.
افراط ، امت تشدد او توندلارۍ ته هڅوي، هغه څه چې په وړو وړو مسایلو خلک تهدیدوي او خبره تردې رسېږي چې د ګناه په اساس پرګناهکار د کفر ټاپه وهي، بیا یې پر ضد د جګړې اعلان کوي او تر نیولو وروسته یې په مرګ محکوموي.
تکفیري ډلې د اسلام د بدنامۍ سبب ګرځي، د دوی د کړنو له امله د اسلام د رحمت او عاطفې اړخ تت او د نړیوالو له نظره پټیږي او هغه د عذاب، تکلیف او مشقت دین معرفي کېږي، یا هم د خلکو په ذهن کې دا خبره ځای نیسي چې اسلام د څو سزاګانو او تعزیراتو مجموعه ده او د بشریت د چارو د سمبالتیا، رفاه، پرمختګ، سوکالۍ، خوښي، او تفریح لپاره هېڅ نلري.
افراطي فکر د اسلام په پیل کې هم د یو شمېر وګړو په ذهن کې پیدا شوی ؤ چې د خوارجو په نوم یادیدل، هغه چې په شخصي او فردي تقوا کې پورته وو، خو فهم او له دین نه پوهه یې دومره سطحي او ټیټه وه، چې آن د اسلام څلورم خلیفه حضرت علي رضی الله عنه او ګڼ نور صحابه یې په شهادت ورسول.
عن يُسَيْرُ بْنُ عَمْرٍو، قَالَ قُلْتُ لِسَهْلِ بْنِ حُنَيْفٍ هَلْ سَمِعْتَ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم يَقُولُ فِي الْخَوَارِجِ شَيْئًا قَالَ سَمِعْتُهُ يَقُولُ وَأَهْوَى بِيَدِهِ قِبَلَ الْعِرَاقِ ـ يَخْرُجُ مِنْهُ قَوْمٌ يَقْرَءُونَ الْقُرْآنَ لاَ يُجَاوِزُ تَرَاقِيَهُمْ، يَمْرُقُونَ مِنَ الإِسْلاَمِ مُرُوقَ السَّهْمِ مِنَ الرَّمِيَّةِ (متفق عليه)
یسیر بن عمرو وایي چې ما له حضرت سهل بن حنیف نه وپوښتل: آیا تا د خوارجو په اړه له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه څه اوریدلي دي؟ هغه وویل: هو، ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه واوریدل چې له دغه لوري نـه ـ اشاره یې د عراق لوري ته وه ـ داسې خلک را وتونکي دي چې قرآن کریم به لولي، خو له ستوني څخه به یې نه ښکته کېږي، له اسلام نه به داسې ژر وزي، لکه غشی چې له لیندۍ نه وزي.
دا حدیث، امام بخاري او امام مسلم، دواړو روایت کړی دی.
ددې برخلاف بیا بله انحرافي جاده او کرښه، د تفریط کرښه ده، چې هغه امت د دیني احکامو او عباداتو له التزام نه وباسي او د شکلي او تش په نوم انتماء او تابعیت په یوه قالب کې یې دروي، د دین بېلابېل احکام تر سوال لاندې راولي، هغه اضافي او د یوه قوم او سیمې کلتور او یا د یوه خاص ماحول او چاپیریال اغېز او تأثیر ګڼي، دین د ټولنې د ژوند له بېلابېلو ډګرونو څخه وباسي او هغه کرار کرار د جومات دننه په څو رکعتونو کې خلاصه کول غواړي او هغه ته د الله (جل جلاله) او بنده ترمنځ فردي اړیکې نوم ورکوي، چې په پایله کې د دین او سیاست، د دین او قضاء، د دین او اجتماع، د دین او بازار، د دین او بانک، د دین او پوهنتون، د دین او جګړې، د دین او سولې او د دین او ټول ژوند او معاملاتو ترمنځ جلا والی او فاصله راولي، معنا دا چې ټول ژوند د دین له تأثیر، سلطې، واک او ادارې نه وباسي.
سرسیداحمدخان د تفریط او سیکولریزم یوه بېلګه ګڼلی شو، چې په برتانوي هند کې یې د نوي (ماډرن) اسلام نسخه پلې کوله، هغه فکر درلود، چې مسلمانان تر کومه د غرب په سیستم تعلیم حاصل نه کړي، نو پرمختګ نشي کولی.
غلام احمد قادیانی هم د تفریط او اسلام نه د انحراف یوه بله بېلګه وه، چې د غربیانو په اشاره یې د جهاد د حکم او اصل د لمنځه وړلو او د اسلام د حقیقت د بدلولو په موخه د نبوت او پیغمبرۍ دعوه وکړه.
اوس هم په نړۍ او افغانستان کې د نوګرایانو او عقل ګرایانو په عنوان څه خلک مؤظف شوي دي چې د نوي او ماډرن اسلام، لپاره تبلیغ او ذهن سازي وکړي، هغه اسلام چې له سیکولر ارزښتونو سره تضاد ونلري، هغه اسلام چې جهاد، واکمني، سیاسي او اقتصادي سیستم ونلري، دلته رواج کړي، دوی د همدې کار لپاره پریمانه بودجه لري، ټلویزیونونه او رسنۍ یې په واک کې دي، رسمي او سیاسي پشتوانې او ملاتړ لري، غربي مؤسسې یې د لیکنو لپاره ویب پاڼو ته پریمانه پیسې ورکوي، سیمینارونه ورته جوړوي، لیکنې او مقالې یې په پښتو او دري ژبو په لوړ تیراژ کې خپروي.
دوی اسلام د اوداسه او لمانځه دین ګڼي، نور نو چې د قرآن کریم دننه څومره آیتونه د احکامو په اړه راغلي دي، هغه یوازې اخلاقي لارښوونې ګڼي، چې د تنفیذ او اجراء لپاره یې حکومت، تنفیذي قوت هېڅ اړتیا نه وي.
یو شمېر ځوانان چې په ناخبرۍ کې له دغه غلط تصور نه اغېزمن شوي دي، په ټولنیزو شبکو( فیسبوک) کې د حج عبادت تر سوال لاندې راولي، هغوی دا پوښتنه مطرحوي، چې ولې دغه پیسې په غریبانو نه وېشل کېږي؟ ولې دغه لګښت په نورو خیریه او خدماتي چارو نه لګول کېږي؟ حال دا چې د حج فریضه د مراسمو اداء کول دي، په چا چې حج فرض شو، نو بیا یې تر هغه غاړه نه خلاصیږي، تر څو یې اداء نه کړي، د خدماتي چارو او غریبانو سره د مرستې په موخه خو اسلام د زکات، صدقې او انفاق فی سبیل الله سیستم لري، چې باید فعال واوسي.
په داسې حال کې چې د اسلام دین دغه د افراط او تفریط دواړه کرښې ردوي، نه هغه توندلاري مني، چې د انسان فطرت، فطري کمزورۍ او ضعف او د هغه حالات او ظروف په نظر کې نیولو پرته، د دین ناسم او غلط برداشت او فهم په خلکو مني او د رحمت او مهربانۍ اړخ پکې ورک شي او په نتیجه کې دین هغه اور شي، چې یوازې سوځول کوي او نه د تفریط دغه لیدلوری مني چې پای یې په سیکولریزم دریږي او له اسلام نه د غرب له ارزښتونو سره سر لګوونکی فکر جوړوي.
اسلام د عبادت، حکومت، اقتصاد، معاملاتو، قضاء، پوځ، پارلمان، تعلیم، روغتیا، ورزش، جګړې او سولې، زراعت او مالدارۍ، ښادي او تفریح، سیاحت او لوبو ته شامل د ژوند قانون دی، چې د ټولو ترمنځ د تعادل او توازن غوښتنه لري، که یو اړخ هم پکې کمزوری کېږي، نو دا د اسلام له نظره نا درسته ده، چې باید تدارک یې وشي.
اسلامي حرکت د نورو اسلامي ډلو سره همدغه توپیر لري، چې د اسلام جامع تعریف او تصور وړاندې کوي، هغه یوه تمدن بولي چې پر نورو تمدنونو باید په ټولو ډګرونو او برخو کې برلاسه وي او نه یوازې دا چې د تعریف او تبلیغ په مجال کې یې کار کوي، څو یې نړیوال له ځانګړینو او مزایاوو نه خبر شي او قناعت یې پرې حاصل شي، بلکې په عملي ډګر کې یې هم د پلي کیدو په موخه هلې ځلې او کوښښ کوي.
له همدغه ځایه ده چې لویدیځ چې پر نړۍ برلاسی لري او حکومت او واک یې په لاس کې دی او د نوي نړیوال نظام تر عنوان لاندې په بشریت یو داسې تمدن واکمن کړی دی، چې د ساینسي انکشافاتو او پرمختګونو پرته بله هېڅ لاس ته راوړنه نلري او برعکس ډېرې بدمرغۍ يې زېږولې دي، لکه نا امني، جګړې، ظلم، بې عدالتي، لا قانونیت، بدماشي، سود، ښځه له خپل فطرت او فطري مسئوولیت نه ویستل، الحاد او دین دښمني او همداسې نور…
د اسلامي تمدني حرکت سره اساسي مخالفت او کشمکش لري، هغه پوهېږي، چې که دغه حرکت کار ته پرېښودل شي، نو بشریت به د غرب په خلاف پاڅون وکړي، د نړۍ اختیار او واک به مسلمانانو ته په لاس ورشي او هغوی به د الله(جل جلاله) په زمکه د الله(جل جلاله) نظام واکمن کړي.
غرب د دغه حرکت د مخنیوي لپاره په ټولو وسایلو هلې ځلې کوي، د سیاست په میدان کې یې د اسلامي حرکت واک ته نه پرېښودو په موخه خپل سیاست ته تغییر ورکړ، نور نو په اسلامي هېوادونو کې ډېموکراسي، د ولس رایه او آزادې ټاکنې نشته، بلکې هلته جګړه تأیید ده او باید پراخه شي، تر څو سولییز ادلون بدلون ته زمینه جوړه نشي، هلته باید جنرالان او دیکتاتوران تأیید شي چې خپله وظیفه ـ د پولو او سرحدونو ساتنه ده ـ یې پرېښې او د ټوپک شپېلۍ یې خپلو ولسونو ته نیولې ده، او تر لسیزو باید د هغوی برخلیک او خپلواکي په خپل لاس کې واخلي.
غرب په میډیا کې هم تبلیغ او پروپاګند کوي، مسلمان یې په تروریست ونوماوه او دوه لسیزې یې په نړۍ کې نیول او تړل وکړل، څه خلک یې ووژل او زیات شمېر یې زندانونو ته واچول، خو چې څه تغییر را نغی، نو د افراطیت اصطلاح یې را وویسته، تبلیغي مراکز او مؤسسې یې جوړې کړې، چې د همدغې اصطلاح لپاره بازار پیدا کړي، هغوی ته یې د وسطیت او منځلارۍ اصطلاح هم ورکړه، چې مخالف ته د افراطیت او موافق ته د معتدل او منځلاري نوم ورکړي، او بیا د همدغو ټاپو او مصطلحاتو پر بنسټ له هر یوه سره د تعامل طریقه وټاکي، یو ورټي او بل ونازوي.
غرب چې د وسطیت لفظ کاروي، له هغه نه خپل برداشت او تعبیر لري، له هغه نه یې مراد هغه تعادل او منځلاریتوب نه دی چې اسلام یې غواړي، بلکې هدف یې هغه انحراف او بې لاریتوب دی، چې دوی یې غواړي، پر اسلامي تمدن بې باوره کیدل او هغه د غربي تمدن اصلي ځای ناستی نه بلل، د دوی له نظره وسطیت دی او کوم مسلمان فرد او اسلامي جریان چې پر اسلامي تمدن باور ولري، د غربي تمدن په نیمګړتیا او خامیو پوه وي او اسلام د هغه د غوره بدیل په توګه پېژني او د واکمنولو لپاره یې هر اړخیزه هڅه کوي، د غرب له نظره افراطي او بنسټ پال دی، چې باید مخه یې ونیول شي.
غرب د شوروي ضد افغان جهاد پر مهال هم هغه تنظیمونه، چې اخواني فکر ته یې ځانونه منسوبول او د غرب او غرب پلوه اشخاصو سره یې مخالف شعارونه ورکول او د اسلامي نظام د واکمنۍ تصور یې درلود ـ هغه چې پکې پاتې راغلل ـ بنسټپال او سخت دریځي ویل او هغوی یې چې شعارونه یې نسبت نورو ته نرم وو، له لویدیځ سره یې هم ښې او نرمې اړیکې درلودلې، ملت پاله او معتدل بلل.
په افغانستان کې د غرب په پیسو تمویلیدونکي مرکزونه او رسنۍ، چې نیغ په نیغه له هغوی نه تګلاره او پالیسي اخلي، هم هغه اسلام ته چې د نظام، حاکمیت او واکمنۍ دعوه لري او تر نورو ایزمونو او دینونو ځان پورته ګڼي، افراطيت وایي، په دې اړه یو شمېر تحقیقاتي مرکزونو، او رسنیو لکه سرخط، ۸ صبح، محور، هم جمعیت اصلاح په همدې تورنه کړه چې افراطیت خپروي، حال دا چې ددغه معتدل او منځلاري خوځښت ټولې برنامې د قرآن کریم د تفسیر او ترجمې، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند او سیرت د تدریس او د منځلاري فهم د تعلیم او تفهیم په محور څرخیږي، او کړنې او خدمات یې هم د ملت د مصالحو په خدمت کې دي، خو بیا هم د هغه په اړه دغه ډول ناوړه تبلیغات په ډاګه کوي چې غرب دغه راز جریانونه نه خوښوي او نه هم له دغسې اعتدال او منځلاریتوب سره جوړ دی.
یو شمېر جریانونه چې د دین او سیاست په جلا والي ډاګیز اعتراف لري هم د اسلام منځلاری فهم او د اسلام نه د ژوند د قانون او نظام په توګه تعبیر، افراطیت بولي، د بېلګې په توګه (ودان افغانستان ګوند) چې په رسنیو کې په جمعیت اصلاح او په پوهنتونونو کې د اسلامي ثقافت مضمون خلاف لیکنې او پروپاګند کوي.
یو بل بد تصور چې په افغانستان باندې د غرب د شامل او هراړخیز یرغل نه وروسته د هغو ځوانانو سره چې ځان ورته ترقي پلوه او پرمختللي بریښي او یا هم بهرنیو هېوادونو کې د تحصیل په دوران کې متأثره شوي، پیدا شوی هغه دا دی چې کوم ځوان چې اسلامي شعایرو ته پابند وي، او نور هم پرې هڅوي، یا هم کومې اسلامي ډلې سره تړاو لري او له غربي ارزښتونو سره مخالف وي، هغه ته افراطي او توند لاري وایي.
زمونږ دنده څه ده؟
موږ ددې زمانې د مسلمانانو په توګه دنده لرو چې دین په سمه توګه زده کړو او بیا پر هغه عمل وکړو، نه افراط او سختي وکړو چې خلک له دین نه نفرت پیدا کړي او فاصله ترې ونیسي او د خپل توند طبیعت او مزاج له مخې د دین او بشریت ترمنځ واټن شو او نه هم تفریط غوره کړو چې د شیطان په دام کې ونښلو، د دین فرایضو او مکلفیتونو ته شا کړو، د عزیمت په ځای رخصتونه وپلټو، د ټینګ دریدو په ځای کې ضعف او سستي وښایو، د خپلو شهواتو او نفساني غوښتنو په اتباع او پیروي کې د دین د طبیعت د بدلولو او د داسې تعبیرونو او تفسیرونو د را ویستلو په لټه کې شو چې هغه نه په خیرالقرون کې وجود درلود او نه یې هم ددې عصر علماء تأییدوي.
مونږ باید د دین د فهم هغه نسخه له ځان سره واخلو، چې د امت د پوهانو او علماوو، اکثریت یې تأییدوي، نه د هغه افرادو او اشخاصو نظرونه چې د علماوو د قاطع اکثریت په خلاف وي، دغسې نظرونو ته د علماوو په اصطلاح شاذ نظر ویلی شي او ارزښت نلري.
زمونږ علماء او پوهان هم باید متوجه وي چې د هغوی تفکیر، تصور او خطاب هم باید په وسطیت او منځلاری بناء وي، نه د افراط څرک پکې وي او نه د تفریط، د اسلام په شمول باندې بناء وي، نه په جزئیت، چې یوازې یو اړخ اسلام ګڼي او بس، دغه راز دوی باید اسلام د انسان د ټول ژوند نظام معرفي کړي، او ټول هغه علوم تأیید کړي، چې انساني ژوند ورته ضرورت او اړتیا لري، دوی باید په خپل خطاب کې خلک په کلیاتو اتفاق او په جزئیاتو او فروعي اختلافي مسایلو کې زغم او متبادل احترام ته راوبولي، داعیانه حکمت او عالمانه بصیرت مراعات کړي، ځکه چې دوی د منبر او محراب له لارې ټولنه توجیه کوي او ولسونه د دوی په فتوا او وینا عمل کوي او ځوانان د همدوی له وینا او خبرو نه ذهنیت اخلي او یوه قناعت ته رسېږي او بیا دریځ نیسي، که هغوی بیا د دین د غوښتنې سره سم ګام اخلي او که ناسم، نو همدغه علماء او پوهان ورسره په ثواب او وبال کې شریک دي.
اړینه او ضروري ګڼم چې دلته د مسلمانو عالمانو د نړیوال اتحاد ( اتحاد العالمی لعلماء المسلمین ) یادونه وکړم چې د څو کلونو را پدېخوا یې د اسلامي نړۍ د وتلي او مشهور دیني عالم شیخ یوسف القرضاوي په مشرۍ کې فعالیت شروع کړی دی او د افراط او تفریط په خلاف او د اسلام د اصلي او منځلاري فهم او پوهاوي په رڼا کې د امت له قضایاوو او پېښو سره تعامل کوي، لیکنې او کتابونه خپروي، فتواوې ورکوي او د نړۍ په سطحه د ( اهل سنت والجماعت) د علماء او پوهانو ګډې علمي ناستې او سیمینارونه ترتیبوي، څو امت د یوه او موحد دیني مرجعیت ترشا ودروي او هغه تفرقه او ګډوډي کنټرول کړي، چې امت یې په فروعاتو کې د اختلاف له امله سره ویشلی او په نړۍ کې یې د یوه مؤثر او پیاوړي قوت له دریځ نه کوز کړی دی.
زمونږ د هېواد دیني علماء او پوهان او په پوهنتونونو او دیني مدارسو کې د دیني مضامینو تدریسوونکي استاذان باید له همدغه اتحاد سره اړیکه ولري، د هغوی ناستې تعقیب کړي، د هغوی لیکنې ولولي او نظریات یې مطالعه کړي، هیله لرو چې مونږ به د فتوا او دیني توجیه په برخه کې په یوه ښه راتلونکي ودروي او د فتوا او نظر ورکولو له موجوده بحران نه به مو وباسي.