دوستم څنگه دوستم شو؟

کله چی د ۱۳۹۳ کال د ورییا حمل میاشتی ولسمشری ټاکنو لپاره د نوم لیکنی پروسه پیل شوه محمد اشرف غنی چی وړاندی  لدی یی تخلص احمدزی و منصرف شو، خو امکان لری چی خپل تخلص نه د دی ټکی په خاطر چی ګویا په یو خاص قوم پوری محدود پاتی نشی او ځان  ملی او  افغان شموله او د ټول هیواد نمائنده هیوادوالو ته معرفی کړی منصرف شوی وې، په دی دلیل چی د ولسمشری کرسی ته د یو قوم او یا هم یو سمت په مټ ځان رسول د امکانه لری خبره ده نو ولسمشر همدی  مقصد ته درسیدلو په خاطر د خپل تخلص یعنی احمدزی نه چی د یوه مشخص قوم نمائندګی یی کوله تیر شو،  که زما په اند دا کار یی د افغانانو د یوالی او ښه انسجام  په خاطر کړی وی  شخصا یی ددی کار ستاینه کوم، په هر حال  ولسمشر غنی د ټاکنوکمیسون ته ورغی او ځان یی رسما د ولسمشری ټاکنو لپاره نوماند کړ، د نافذه قوانینو سره سم یی  خپل دواړه معاونین چی لمړی او دوهم  معاون دی، د ټاکنو خپلواک  کمیسون ته ور وپیژندل چی د لمړی معاونیت لپاره یی عبدالرشید دوستم د ازبیک او ترکمن قوم سر لښکر په  دی دلیل چی د اکثریت رایه تر لاسه کړی و ټاکو، او دوهم معاون یی هم د هزاره  قوم ته منسوب دانش د همدی مقصد دلا پیاوړتیا په خاطر وګماره، خو ولسمشر د دوستم  سیاسی شالید ته چندان توجه ونکړه او د خپل مایکرسکوپ دوربین یی هم ورتاو نکړ سرسری پری تیر شو، غنی خو لا دا هم په یاد نه وه چی دوستم څوک و او څنګه دوستم شو. دهیواد پخوانی ولسمشر چی ستا د قوم  ( احمدزی ) و  خدای بخلی داکتر صاحب نجیب الله یادوم داکتر صاحب هم اشتباه وکړه دوستم نه یی شین پړانګ جوړ کړ چی ورسته یی بیا په کابو کولو کی پاتی راغی  دوستم یو بیچاره او مسکین او غریب شخص و چی خپلی فقیری په سر اخیستی و هغه خو زدکړی هم نه وی کړی ایله یی تر شپږمه مکتب لوستی وه په ځمکو کی یی د پلار (عبدالرحیم ) سره په کرهڼی بوخت و چی وروسته یی د جوزجان ولایت دکانونو په ریاست  کی د برمه کاری دنده ترلاسه کړه،  تمامه ورځ به یی شاکه او سخت کارونه کول، دهمدی ځایه ده چی عبدالرشید مخ په وړاند ځی هغه هم د دیموکارتیک ګوند د پرچم شاخی لخوا، د ګنجه نومی پرچمی په مرسته چی په جوزجان ولایت کی د پرچمیانو نماینده وه لمړی په خاد کی د یوه عادی سرباز په توګه جذب کړ،  ورسته بیا دلا ښه تشویق او خلکو د جذبولو لپاره د یوه نظامی ټولي او وروسته د کندګ قومندان وګمارل شو،  دریمه وظیفه یی په نظامی چوکات کی  د پلی (پیاده) فرقی مشری وروسپارل شوه  او همدارنګه د ډیموکارتیک ګوند د پرچمیانو د شاخی پیاوړي غړی سید اکرام لخوا دجنرالی رتبه لپاره پشنهاد او د پرچمیانو دمرکزی کميټی لخوا ورته د جنرالی رتبه د داکتر صیب نجیب الله په مټ تفویض شوه، پوهیږی چی د دوستم لقب څنګ ورکړل شو؟ عبدالرشید چی د ډیری کمزوری حافظې درلودنکی و  په مهمو پوستونو کی دګمارنې له برکته یی ارتباطات پراخ او پیاوړی شوی و  د نوموړی ډلی دلوړ رتبه چارواکو او امرینو سره به یی ډیری وخت ناستی  پاستی کولی خو هر کله به یی چی د امرینو ملاقات ته وردانګل نو دوستم نه به یی د خپلو امرینو نومونه او تخلصونه د یاده وتی و  نو بیا به عبدلرشید خپلو امرینو ته د دوستم دوستم کلمه کاروله چی ورسته دهمدی ډلی لخوا په همدی لقب یعنی دوستم و پیژندل شو، دلته وه چی داکتر نجیب ورباندی پوره اعتماد پیداکړی و،  دوستم ورته دملیشی جوړولو پشنهاد وکړ چی د پخوانی ولسمشر نجیب الله لخوا  منظور شو، سره د لوړو امتیازاتو او امکانانو،  دوستم نور نو هغه دوستم  نه و پاتی شوی کله به چی د دوستم خبره د وخت حکومت له طرفه ونه منل شوه عینا  لکه اوس خپل پلارنی ټاټوبی جوزجان ته به تلو او د هغه ځایه به یی  حکومت ته ګواښونه او ګوت څنډنی کولی نور د دوستم سترګه دچا نسوه ځکه چی دقوم ملاتړ تر څنګ یی د وسلو ذخیری هم ترلاسه کړی وی همدا و چی دوستم د داکتر نجیب الله په تقابل کی واقع شو نور نو ناوخت  و  داکتر صاحب هم ګوته په غاښ شو، خو اوبه وختی له ورخه تیری وې، هماغه و  چی د داکتر صیب نجیب الله د حکومت پایه په خوازیدو راغله، خو اوس دی خدای خیر کړی، د دوستم کارنامی ټول ملت ته روښانه دی  اړینه نده چی دهغه د تیرو کړنو په را یادولو مو سر په درد کړم، خو داکتر غنی د داکتر صاحب د تیروتنو هیڅ پند وانخیست، محمد اشرف غنی هم  اعتماد پری وکړ خو جنرال یی بیاځلی اعتماد مات او ملت یی د رایو په ورکولو سره وجدان ته خجل کړ، پخپل سر یی یوځل بیا ملیشه سازی وکړی، وحشت، فحشا  ته یی ملا وتړله، بلاخره جنرال داسی ریکاډ د افغانستان په نفع په هیواد او نړی کی ټینګ کړ چی فکر نکوم بل هیڅ  طاقت د دوستم ریکارډ چی د هیواد په نفع یی دنړی په تاریخ کی  ټینګ او ثبت کړی مات کړی.
 
په درنښت ننګیالی زرین ځاځی