د کوچنیانو ژمنۍ رخصتۍ

که ما واک او صلاحیت درلودای افغانستان کې چې مې د کوچنیانو اوځوانانو د ښوونځيو او پوهنتونو اوږدې رخصتي له منځه وړلې.
له لومړۍ او دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د نړۍ خلکو کې ستر بدلون راغی. موږ کولای شو یوازې د المان او جاپان مثلاونو باندې بسنه وکړو، جاپاناینو دیرش کال رخصتی ونه کړه، دوی د خپل هېواد، د رغونې لپاره شپه او ورځ کار وکړ، هیچا د دمې کولو هڅه نه کوله. المانیانو چې د یوې ډوډۍ لپاره په لاس ګاډو کې پیسې ور وړې، د خپل هېواد، د بېرته ابادۍ لپاره د عامو خلکو، ښځو او نارینه وو نوکان د ډیر او مسلسل کار له امله بار بار لوېدل.....ځکه خو اوس د نړۍ د غوره او پرمختللو هېوادونو له ډلې حسابیږي... نن د جاپان کوچنیان ربوټونه جوړوي او نن همدا جاپان دی چې د امریکا د ولسمشرۍ ماڼۍ کې جاپاني تلیفون او.... اېښي دي.
خو موږ چې د څلورو لسیزو جګړو کې خپله ټوله شتمني، فیزیکي او معنوي شتمني له لاسه ورکړې، د زده کوونکو په ګډون ان مامورین هم د هرې اوونۍ رخصتیو ته شېبې شماري. شاید همدا لامل وي چې د وروسته پاتې هېواد ملت ګڼل کېږو.
د ښوونځیو او پوهنتونو اوږدو رخصتيو باندې هیڅ ډول فکر نه دی شوی. چې ایا دا زموږ د پرمختګ او هوساینې لپاره دي او که  زموږ د وروسته پاتې والي او شاتګ لپاره...
ایا موږ دې کچې ته رسېدلی یو چې میاشتې، میاشتې رحصتي وکړو؟ یا هم هره اوونۍ په یو او بل نوم رخصت ورکول کېږي.
زه د یوه عادي فرد په توګه نشم کولای چې د افغان حکومت دا پرېکړه بدله کړم خو د دغې ستونزې د حل لپاره لږ تر لږه وړاندیز مې حق دی او کولای شم چې خپلو کوچنیانو ته داسې مهال وېش برابر کړم چې له دغې مودې نه ګټه واخلي....
که تاسو هم غواړئ کولای شې چې د خپلو کوچنیانو لپا عملي او اسانه مهال وېش جوړ کړئ...
ـ خپل کوچنیان د رسامۍ، نقاشئ، خطاطۍ او نورو هنري کورسونو ته ولیږئ.... نن سبا نړۍ کې د ( هنر درماني) په مرسته هغه کوچنیان چې له روحي او رواني ستونزرو سره مخامخ دي د هنرونو د زده کړې په وسیله یې درمنه کېږي. هنر کوچنیانو ته  شخصیت ورکوي، هغوی کولای شي چې د هنرونو په مرسته خپل احساسات او عواطف بیان کړي، هغوی ته اعتماد پر نفس ورکوي، هنر د کوچنیانو د ذهن په پیاوړتیا کې مرسته کوي او....
ـ سپورټي کلپونه... هغې برخې ته یې ولیږئ چې ورسره مینه لري، سپورټ له روغتیا سره، او روغتیا له زده کړې سره نژدې اړیکې لري. هغوی درسونو کې تکړه وي چې ښه روغتیا ولري او په نظم ډول سپورټ کوي.
ـ خپل کوچنیان نندارتونو، ته بوځئ... د نقاشیو، تاریخی اثارو په هکله ورته مالومات ورکړئ، هغوی به د دې سیاحت نه هم خوند واخلي او هم به عمومي مالومات زده کړي. د خپل هېواد له تاریخ او لاسته راوړنو، تاریخی اثارو، نقاشیو پر ارزښت به پوی شي...
ـ کوچنیانو مو تاریخي ځایونو ته بوځئ: د تاریخي ځاینو په لیدو به ستاسو په کوچنیانو کې د هېواد پالنې حس پیدا شي. هغوی به د خپل هېواد پر ارزښت پوی شي او مینه به یې ورسره پیدا شي. څوک چې له وطن سره مینه ولري هغوی ورته هیڅ کله زیان نه رسوي...
ـ کوچنیانو مو د چکر او تفریح لپاره بوځئ. تفریح لکه خواړه د کوچنیانو غوښتنه ده. هغوی به د لا زده کړو لپاره حوصله پیدا کړي.
ـ کوچنیان مو خپلو خپلوانو او دوستانو کره بوځئ: له دې سره به مو کوچنیان ټولنیز شي. له نورو سره به سلوک زده کړي. د دوستۍ او ملګریتا په جوړلو کې به مهارت پیدا کړي، د هغوی له تجربو به زده کړه وکړي. د دوستانو او خپلو وانو په لیدو کوچنیان فکر کوي چې ډیر ملاتړي او دوستان لري دوی پرې خوشالیږي...
ـ له خپلو کوچنیانو سره وخت تېر کړئ: نن سبا ځینې پلرونه دومره بوخت دي چې له خپلو کوچنیانو سره د وخت تېرولو وخت هم نه لري. ډیری ملګري مې شکایت کوي چې د جمعې له ورځې پرته خپل کوچنیان په ناست او ولاړه نه ویني، سهار ویده وي چې له کوره ځي او د شپې ویده وی چې کور ته راځي. دا ډول ژوند د کوچنیانو په روح او روان خورا بده اغېزه کوي. نو له رخصتیو نه ګټه واخلئ او له خپلو کوچنیانو سره وخت تېر کړئ. لوبې ورسره وکړئ، خبرې او احساساتو ته یې غوږ ونیسئ، د ستونزو په حل کې یې ملاتړ وکړئ...
 که د ژمي په رخصتیو کې کوچنیان له درس نه لرې پاتې شي له یوې خوا به هغه د درس لړۍ وشلېږي او له بل پوله به یې زده کړه، درس او سبق هېر شي چې راتلونکي درسي کال کې به له ستونزو سره مخامخ شي او له ښوونځي به زړه توري شي...
لا هم پیل دی، که مو په دې هکله فکر نه وي کړی لاس په کار شئ او د خپلو کوچنیانو د غوره راتلونکې لپاره د هغوی لاس نیوی وکړئ، څو غوره کورنۍ، غوره ټولنه او غوره هېواد ولرو...
 
 په درنښت
آرش ننګیال
کابل، د ډسمبر ۱۷ـ۲۰۱۶