راشئ چیغې ووهو

 
فوتبال یوه له هغو لوبو ده چې نړۍ کې ډېر لیدونکی لري. په وروستیو کلونو کې کرکت هم ډېر لیدونکي پیدا کړي دي.
سره ددې چې پرمختللو هېوادونو کې خلک ډېر بوخت دي خو له ټولو بوختیاوو سره سره، د هرې لوبې لیدو لپاره لسکونه زره خلک راټلولېږي او له دیرشو نه تر پځوسو او سلو ډالرو پورې د نفر سر ټکټ اخلي. شور کوي، چیغې وهي، خوشالي کوي، خفګان کوي، روح او جسم یې په ستډیوم کې وي.
خو پوښتنه داده چې دا کار د وخت او پیسو ضایع کول دي؟؟
که زه ولسمشر شم نو مخکې له دې چې سړکونه، پلونه، برېښنا او د ابادۍ نور کارونه وکړم امر کوم چې له هرڅه لومړنۍ په هرې ولسوالۍ کې ورزشي ستډیومونه جوړ کړئ، لوبې او ټورنمنټونه پکې جوړ کړئ، اعلاونه وکړل، خلک راخبر کړئ او وړیا یې پرېدي چې لوبه وګوري، چیغې ووهي، خوشالي وکړئ، بیرغونه ورپوۍ، د بامونوپه سرونو ورپورته شي.
شاید تاسو ددې جملې په لوستلو سره خندلي وي خو زه د خپلې خبرې لپاره ډیر دلایل لرم.
ـ ستډیوم  کې خلک اړ کېږي چیغې ووهي.
زما په فکر موږ او تاسو کې به داسې څوک نه وي چې چیغې یې نه وي وهلی، موږ په کافي اندازه دردونه او غمونه لیدلي دي او تر هرچا موږ چیغو وهلو ته ډېره اړتیا لرو ځکه چې د هر فرد په زړه کې بلا غمونه پراته دي.
که مو امتحان کړی نه وي امتحان یې کړئ. که کله ډېر خفه شوئ او زړه مو ډک وي، داسې سیمې ته لاړ شئ چې له تاسو پرته بل څوک نه وي، څومره مو چې زړه غواړئ چیغې ووهئ، د زړه له تله چيغې ووهئ، څو شېبې وروسته به حتما متوج شئ چې زړه مو څومره تش شوی دی. نو دا چیغې بې ارزښته منه ګنئ.
ـ ستډیوم کې خوشالي وي.
ستډيوم ته له ورتلو نه زموږ موخه د خوښۍ لاسته راوړل دي، غواړو چې ځان خوشاله وساتو ځکه چې دا مو زړه غواړي.
خوښي او خوشالي په ژوند کې ډېر ارزښت لري، موږ او تاسو د خپلې یوې شیبې د خوشالۍ لپاره څومره زحمتونه باسو او څومره لګښتونه کوو. خو ستډيو کې په ډېر لږ لګښت خوشالۍ اخیستلی شو.
ارواپوهان وايي: که په طبیعي ډول ځان خوشاله نه شۍ ساتلی نو لږ تر لږه د خوشالۍ او خندا تقلید او نکل خو وکړئ، که تاسو دا تمرین وکړئ خفګان به مو لرې شي.
ـ ستډيوم کې تلوسه، کله خفګان کله اندېښنه او بله شېبه خوشالۍ او خندا وي. موږ کولای شو چې د خپلو اندېښنو او خواشینۍ د لرې کولو لپاره منطقي ځواب ترلاسه کړو. ژوند هم همداسې دی، نه تل خوشالۍ شته او نه تل خفکان. دا لوی درس دی چې په ستډیوم کې زده کېږي. روژه کې موږ او تاسو د اوبو او خوړو په ارزښه ښه پوهېږو. روژه کې د سړي زړه غواړي چې ټول بازار را په شا کړي. ستډیوم کې یوه شیبه خوښۍ او خوښي پسې فګان یا هم برعکس. دا موږ یو چې چیغو، شور، خوشالۍ او د زړه تشولو ته اړتیا لرو.
 
ـ ستډیوم کې غوره ټولنیز ژروند زده کيږي.
ستډیوم کې د ټولنې ټول وګړي موجود وي، ښه دی او که بد دی خو اړ یو چې د ټولنیزو اصولو لمخې ورسره د یوه هیوداوال په توګه ښه چلند وکړو، د زرګونو کسانو په منځ کې څو ساعته تېرول د انسان دید او کفر ته پرخوالی ورکوي، له ځانه ښکته او پورته خلک ويني، ښه او بد ویني. ځینې کسان چې کم جراته وي کوښښ کوي چې د ګڼو کسانو مجلس ته لاړ نه شي. خو دا ستونزه ستډیوم کې په ښه توګه حلېږي.
ـ د یو بل زغمل.
ستډيوم کې د دوو مخالفو ډلو پولویان څنګ په څنګ ولاړ وي، هر څوک د خپلې خوښې لوبډله تشویقوي او ځینې لا مخالفو ته یوه نیمه خبره هم کوي خو ته باید دا هرڅه وزغمې او د مقابل لوري احساساتو ته احترام کړې. په ټولنیز ژوند کې زغم لوی ارزښت دی او دا ستونزه له بده مرغه موږ کې تر هرچا ډیره ده. زه باید د خپلې خوشالۍ لپاره بل څوک خواشینۍ نه کړم. زه باید د نورو خلکو احساساتو، فکر او عقدې ته احترام وکړم.
 
ـ له اندېښنو لریوال.
د اندېښنو د هېرولو چل د هرچا نه دی زده او دا مهارت هم غواړي خو یو له هغوی ځایونو چې انسان پکې اندېښنې هېرولی شي هغه ستډيوم دی. دلته نو سړی نه شي کولای شي سر په زنګون کېږدي او خپل غمونه وژاړي، دلته چیغې دي، شور دی، خوښۍ ده، خوشالي او تلوسه ده. دلته د اندېښنو لپاره ځای نشته.
ـ ستډیو کې ژړا.
ژړا  کول دومره هم بد کار نه دی لکه څنګه چې موږ افغانان فکر کوو. ژړا سره د انسان ډک زړه تشېږي. د اوښکو هر څاڅکي سره درد او غم توهېږي او کمېږي.
هر کله مو چې زړه غواړئ له اندېښنې پرته وژاړئ،  که شرم مو راځي داسې ځای ته لاړ شئ چې غږ مو بل څوک وا نه وري. دا داسې مانا لري لکه تږی چې اوبو ته اړتیا لري، باید اوبه څښي.
 
که ستډيوم کې د لوبو د کتو په هکله انسان څېړنه وکړي ډاډه یم چې یو کتاب خبرې پرې کېږي.
دا چې زموږ زړونه له کرکې، نفرت، دښمنۍ ډک دي شاید علت یې دا وي چې زموږ زړونه تل ډک پاتې شوي، هرڅه مو په پټه زغملي دي او زړه کې مو ساتلي. زموږ لپاره د زړونو د تشولو ځای نشته.
نو د افغانستان ملي المپیک، د کرکټ بورډ ادارې او د فوټبال فدراسیون ته زما وړاندیز دا دی چې د شپږیزې او د لیګ برتر په څېر لوبې تل جوړې کړي، نه یوازې کابل کې باید دا لړۍ ولایتونو ته هم وغځول شي. دا هڅې به د ملت جوړونې لپاره غوره هڅه وي او له خپلو وګړو سره به مو د هغوی د غمونو او اندېښنو په لرې کولو کې ستره مرسته کړې وي.
 
په درنښت
آرش ننګیال
12/11/2015