
څه موده مخکې طالبانو په خپله اعلامیه کې له ملي او ټولګټو پروژو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او د مس عینک د کان اړه یې خپله ژمنه یو ځل بیا تکرار کړه. دا اعلان او بیا په عملي ساحه کې د دې ژمنې عملي کېدل د افغانستان د پرمختګ لپاره ښه خبر دی. په تېرو پنځلسو کلونو کې ډېرې کوچنۍ او لویې پروژې د نا امنۍ او جګړو له کبله بيخي له سره پلې نه شوې، یا هم نیمه پاتې شوې او یا هسې لاس پرې تېر شو او پیسې یې شخصي جیبونو ته واچول شوې. د هېواد سړکونه، بندونه،، رېلارې، کلینیکونه، ښوونځي او ... د همدې غریب او بېوزله ولس په ګټه دي، که وران شي او یا هم جوړ نه شي نو تاوان یې همدې ولس ته رسېږي.
د سترو او زیربنايي پروملاتړ ښه خبر دی خو ښوونه او روزنه هغه زیربنا ده، چې د هېواد پرمختګ، سوکالي او هوساینه په هغو پورې تړلې ده. زده کړه د بشري ټولنې د پرمختګ او هوساینې اساس جوړوي. په تېرو څو لسیزو کې ښوونې او روزنې ته د نورو برخو په څېر خورا ډېر زیان اوښتی. د نړیوالو راپورونو له مخې افغانستان د نیجر، بوکینوفاسو او مالي په شمول د هغو هېوادونو په کتار کې دی، چې د سواد کچه په کې ډېره ټیټه ده. نالوستي زموږ د روانو ستونزو عمده باعث ګڼل کېږي. د مسلمان په حیث د علم زده کړه زموږ د هر فرد فریضه ده او دا د حکومت، مسؤولینو او هر نظام مسؤولیت دی چې د خپلو خلکو لپاره د زده کړې فرصت برابر کړي.
په تېرو پنځلسو کلونو کې په هېواد کې د زده کړو فرصتونه خورا ډېر شول مګر متاسفانه په هغو سیمو کې چې جګړې پکې وې زموږ سلګونه زره ماشومان د زده کړې له نعمت څخه بې برخې شول. همدا اوس د هېواد په نا امنو سیمو کې د پوهنې وزارت په حواله ۱۰۵۰ ښوونځي بند دي. کابو دری نیم ملیونه ماشومان له زده کړو محروم دي. د پوهانو په وینا "که غواړي چې یو څوک له منځه یوسې نو قلم یې له لاسه واخله." متاسفانه په تېرو پنځلسو کلونو کې زموږ سلګونه زرو ماشومانو د بېلابېلو عواملو له کبله قلم په لاس کې وا نه خیست او هغه ځوانان چې د خپلې کورنۍ، ټولنې او هېواد د نېکمرغۍ د ملاتیر ګڼل کېږي بې علمه او بې کسبه را لوی شول.
له زده کړو څخه د سلګونه زرو ماشومانو د محرومېدو عوامل ډېر دي، د بېلګې په توګه فقر او بېوزلي، د ښوونکي، کتاب او ښوونځي نشتوالی، د ښوونځي لرې والی، جګړې او نا امنۍ، ناسم فرهنګي رواجونه، له زده کړو سره د ځینو خلکو نه لېوالتیا... د ښوونې او روزنې د وړاندې کولو په برخه کې فساد... ددې لامل شوي، چې زموږ زرګونه ماشومان د زده کړې له نعمت څخه محروم پاتې شي.
اوس مهال په نا امنو سیمو کې کابو ۱۰۰۰ ښوونځي بند دي... دا هغه ښوونځي دي، چې د لس او پنځلس کاله پخواني نفوسو په اساس تشکیل شوي. په هغو ولایتونو کې چې آرام دي او هلته د زده کړې بهیر نورمال پر مخ ځي هلته د ښوونځيو شمېر نور هم ډېر شوی ځينې ابتدایه ښوونځي، د متوسطې او متوسطې د لیسې درجې ته لوړ شول خو په نا امنو سیمو کې نه یوازې دا چې نوي ښوونځي ایجاد نه شول بلکې ډېر موجوده ښوونځي هم بند پاتې شول.
د ښوونځیو د سوځېدو او د ښوونځیو د بندېدو موضوع هم همداسې ګونګه پاتې ده. ظاهرا یې پړه پر طالبانو اچول کېږي، چې هغوی ښوونځي سوځوي او ماشومان زده کړو نه پرېږدي مګر طالبان بیا ځانونه د زده کړو ټینګ حامیان بولي او له زده کړو سره مخالفت ناسم عمل ګڼي. طالبان وايي که موږ د زده کړې مخالفت کولی نو د هغوی په سیمو کې به ټول ښوونځي په ټپه ولاړ وای... د راپورونو له مخې په ډېرو ځایونو کې ښوونځي په نامه شته خو معاشونه یې شخصي جیبونو ته لوېږي. دغه ډول مفسدین د پوهنې څارونکي او نظارت کوونکي له نا امنۍ څخه وېروي او نه پرېږدي چې ددوی کاروبار خراب شي...
د بندو ښوونځیو عوامل چې هر څه دي هغه به وي خو څرنګه چې زیاتره بند ښوونځی په هغو سیمو کې دي، چې د طالبانو تر نفوذ لاندې. د بېلګې په ډول بند ښوونځي ډېر په غزنی، زابل، کندهار، اروزګان، هلمند... کې دي. یو ښوونځی هم په ښاري سیمو، پنچشیر او بامیانو... او هغو سیمو کې بند نه دي چې د حکومت نفوذ ډېر دی. نو خبره طالبانو ته متوجه کېږي. نو هیله ده چې د حکومت ترڅنګ طالبان هم په جدي ډول ددې ښوونځیو د برخلیک په اړه فکر وکړي. د بندو ښوونځیو عوامل معلوم کړي او ترکومه چې د طالبانو په وس پوره ده د ښوونځیو په خلاصولو کې مرسته وکړي، سیمه ییز مشران او ملاامان وهڅوي چې زده کړو او ښوونځیو ته توجه وکړي. لکه څنګه یې چې په دې وروستیو کې د سترو پروژو حمایت اعلان کړ همداسې د زده کړې له بهیر څخه هم ملاتړ اعلان کړي. د ښوونکو، د زده کړې څارونکو او زده کوونکو د خوندیتوب ډاډ ورکړي. په همدې هیله!