د امریکا متحده ایالتونو دفاع وزارت (پنټاګون) د یوه رپوټ په خپرولو سره ویلي په داسې حال کې، چې افغان ځواکونه د طالبانو پر وړاندی په جګړه کې برلاسي دي، خو د هغو سیمو کې په ساتلو کې پاتې راغلي، چې له طالبانو یې نیولي دي.
پنټاګون ویلي، چې افغان ځواکونه له وسله والو مخالفینو څخه د نیول شوو سیمو د ساتنې توان نه لري.
په راپور کې زیاته شوې، سره له دې چې افغان ځواکونو په روان کال کې د طالبانو د ستراتیژیکو بریاوو مخه نیولې، خو وايي چې طالبان په دې موده کې توانېدلي، چې په کندوز، اروزګان، ننګرهار او هلمند ولایتونو کې د ځینو سیمو په نیولو سره وضعیت ټکنی کړي.
ملي دفاع وزارت که څه هم دغه ستونزې تر یوه حده تاییدوي، خو وايي؛ چې په را روان ژمي کې به د وسله والو پرضد او د هغوی ځالو د له منځه وړلو په هدف جدي اقدامات ترسره کړي.
د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش په دې برخه کې ستونزې مني خو وايي چې سږکال ژمی یې د وسله والو د ځپلو په موخه نوي پلانونه تر لاس لاندې نیولي دي.
د پوځي چارو شنونکي د وسله والو طالبانو پرضد د جګړې پر اوسنۍ ستراتیژۍ نیوکې کوي او وایي، که د جګړې په ستراتیژۍ کې بدلون رانه شي، د وسله وال طالبانو د حاکمیت ساحه به پراخه شي.
شنونکي وايي متحده ایالات باید د دې راپورونو د خپرولو پرځای د وسله والو طالبانو د تمویل پر اصلي سرچینو، چې دوی ته معلومې دي فشار راوړي.
د امریکا د دفاع وزارت یاد راپور داسې مهال دی، چې د ملي شورا غړو په وینا دامهال د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه په خپل پخواني حال روانه ده او هغه سیمې، چې طالبانو نیولي حکومت یې په بیرته نیولو کې پاتې راغلي.