له تېرو لسو ورځو راهیسې په افغانستان کې د حکومتولۍ په تړاو یو شمېر څرګندونې او د څېړنو پایلې وړاندې شوې. په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په دوه‌ورځنۍ غونډه کې، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم ګډون پکې وکړ، له افغان حکومت څخه درې غوښتنې وشوې، چې یوه هم د اداري فساد پرضد د ملي یووالي حکومت مبارزه وه.
دغه راز تېره اوونۍ د افغانستان د روڼتیا څار سازمان هم، په هېواد کې د اداري فساد په تړاو د خپلې پنځمې ملي سروې پایلې وړاندې کړې. د دغې سروې له مخې په هېواد کې د ۲۰۱۴ کال په پرتله اداري فساد او رشوت ۵۰ سلنه زیات شوی دی.
په بل اړخ کې ایشیا فاونډېشن هم د ۲۰۱۶ کال په تړاو د خپلې نظرپوښتنې پایلې اعلان کړې، چې له مخې یې د هېواد ۲۹.۳ سلنه خلکو په ګمان هېواد په سم لوري روان دی. دا له ۲۰۰۴ کال وروسته تر ټولو زیاته بې‌باوري ښيي. د دغې سروې په غب