د روهي وېبپاڼې د نوي ډیزاین ځانګړتیاوې

د هر کار پیل موخې ته د رسیدو نيمايي برخه ده. د یو څیز نوي پیل لپاره باید زوړ پای ته ورسیږي. هو، د هر کار شروع ډېره ګرانه وي، په زړه کې د نه کېدو ویرې ډک وي، خو پایلې او موخې ته د رسیدو لپاره یو ټینګ عزم، هو‌‌‌‌‌‌ډ او کلک تکل ته اړتیا شته.
قدرمنو لیدونکو! زه خوشاله یم چې ما د ټینګ غزم په لرلو سره وکولای شول، چې ستاسې مخ ته د روهي ویب پاڼې یو نوی ډیزان کیږدم. په نوې ویبپاڼه کې مې ډېر کوښښ دا کړی دی، چې نوي داسې فرصتونه او اسانتیاوې جوړې کړو، چې کتونکو او لوستونکو ته په پاڼه کې د مالوماتو لوستل او پیدا کول اسان وي. له بله پلوه مو کوښښ کړی دی، چې ښکلې پښتو ژبه په انټرنیټ کې د نړۍ د معصرو وېبپاڼو نه شاته پاتې نه وي او ټولې هغه کړنې، دندې او فنکشنونه، چې په نورو پاڼه کې وي، موږ هم ولرو.
هر هغه څه چې موږ یې په خپله پاڼه کې خپروو، اصلي موخه مو دا ده، چې تاسې د هېواد او نړۍ په هکله د هراړخیزو خبرونو، تازه پېښو، روانو چارو، لیکنو او مالوماتو نه خبر کړو. مونږ هڅه کوو، چې خوځیز او فعال ووسو او په خپل وخت تاسې ته مالومات وړاندې کړو او کله ناکله د پېښو د کورس او بهير نه مخکې تاسې خبر او په دې ډول د راتلونکي د حجاب پیڅکه پرانیزو.
د دې لپاره چې تاسو په روهي ویب پاڼه کې د بدلونونو، لا پرمختيايي پلانونو او د هغوی د پلي کولو په اړه معلومات ترلاسه کړئ، داسې مې وپتېیله، چې د "د پازوال خبره" نومې برخه جوړه کړم. موږ د ويب پاڼې د هر يو کتونکي او مينوال د سرښندنې، ګالنې، پالنې، ملاتړ، لېوالتيا او کتلو نه يوه نړۍ مننه کوو. موږ ستاسې د هر وړانديز، نيوکې، نظريې او ليکنې ته يو ځانګړی ارزښت ورکوو او دا ټول موږ دې ته هڅوي، چې په پاڼه کې نوې، نورې پراختياوې، اسانتياوې او د نوي او په زړه پوري مفکورو د پلي کولو لارې ولټوو، نو له دې کبله به په دې برخه کې به له تاسې سره ټول نوښتونه او پلانونه شریکوم.
د نوي ډیزاین ځانګړتیاوو په هکله ویډیو: