که زما کور ته راغلى

         له درانه وياړنه په مننه                                                                                                                                                                                                                که زما کور ته راغلى
ما ته یو پنسل راوړه، تور پنسل
غواړم پر څیرې مې کرښې وکاږم
څو د ښکلا په جرم په کپس کۍ ونه لیږم
یوه ضربه پر زړه راکړه چې د څه هوس ونکړم!
د شونډو د محوه کولو لپاره یو پنسل پاک راکړه
نه غواړم چې څوک یې د سوروالی په هوس، ما توره کړی!
یوه بیلچه، چې ټولې ښځینه غریزې له ریښې راوکاږم
ځان مې پایبیل کړم....بې له دې شیانو په آسانۍ جنت ته ځم، ګویا!
یوه پاکی راکړه، ویښته مې له بیخه وخروم، سر مې هوا وخوری
او بې له څادره لږ فکر وکړم!
تار او ستنه هم راکړه، د ژبې لپاره مې
غواړم وې ګڼدم په کلکه
.... دا شان فریاد یې بى آوازه کیږی!
قیچی دې هیره نشی
غواړم هره ورځ مې فکرونه سانسور کړم!
د جامو پرمنځلو پوډر ته هم ضرورت لرم
د ماغزو د پریمنځلو لپاره!
ماغزه مې چې پریمنځل پر طناب یې اچوم
څو آرمانونه مې باد له ځان سره ویسی چیرې چې عرب شپیلۍ واچوله.
پوهیږئ چې باید واقعبین ووسو؟
غږ غلى کونکی که دې هم پیدا کړ، راته یې واخله!
غواړم کله چې د مینې او انتخاب په جرم
د بدلمنۍ تور راباندې وهی
بغض مې په ستونې کې ووژنم!
د تذکرې یوه کاپی مې هم په کار ده
کله چې دینی خویندې او ورونه د ارشاد په مقصد
راته کنځلې کوی او سپکې سپورې وایی
په یاد راولم چې څوک یمه؟
د خداى لپاره... که چیرې دې ولیده چې حقوق خرڅوی
راته یې واخله... څو په ډوډۍ کې یې وخورم!
پتییه یم چې له نورو مخکې په خپله خپل حق وخورم!
که پیسې درسره پاتې شوى
د غاړکۍ په شکل یو پلاکارد راته هم واخله
چې غاړه کې واچوم... او په زیږه تورو ورباندې ولیکم:
زه یوه انسانه یم
زه لا یوه انسانه یم
زه هره ورځ یوه انسانه یم!
ژاک پره ور
ګلونه باغونه فوارې خنداګانې
او د ژوند خوږوالی.
*
یو سړی هلته پر خاورې ولیدلې په خپلو وینو کې لژند.
*
خاطرې ګلونه فوارې باغونه
د ماشوموالی خیالونه.
*
یو سړی هلته پر خاورې ولیدلې لکه د وینې ډکه بسته
ګلونه فوارې باغونه خاطرې
او د ژوندون خوږوالی.
*
یو سړی هلته پر خاورې ولیدلې لکه یو ماشوم په خوب کې.

پابلو نرودا
زما دنده زما له سرودونو سره
همغاړی مخې ته ځی
یم او نه یم:
برخلیک مې دا دی
نه یم که و نه وایم د هغوی درودنه چې رنځونه ګالی
د هغوی دردونه
زما دردونه دی
ځکه چې زه به نه یم
مګر د ټولو لپاره
د هغی ټولو لپاره
چې غلی او په بند کې دی.
زه له ولسونو راځم
د هغوې لپاره سرود وایم
شعر مې سرود دی او کیفر
ما ته وایی
چې ته د ترږمې یې
شاید، شاید،
خو د رڼا په لور روان یم.
زه د ډوډۍ او ماهی سړی یم
ما به د کتابونو په منځ کې
پیدا نکړی
بلکې د میرمنو او سړیو تر منځ ما ومومه
ما په لایتناهی ډول
له هغوی زده کړی دی.