زه ازادشوم خووطن مې لاغلام دى

 دا دعراقي خبريال منتظرالزيدي  ليکنه ده  وروسته له هغه چې نوموړي امريکايي پخوانۍ ولسمشربوش په بوټ وويشت نونه يوازې په اسلامي بلکې په لوديځه نړۍ کې ورته ديوه اتل په سترګه کتل کېږي دغه ليکنه يې له بندنه دازادېدوپه وخت کړېده
لومړى له هغو ټولو کسانو څخه چې زما په هیواد، په لوی عربی هیواد، په اسلامی نړۍ او آزاده نړۍ کې له ما ملاتړ وکړ، مننه او تشکر کوم. زما د عمل او د هغه چا په اړه چې زما د بوټانو نښه وه، د قهرمان او د هغه د قهرمانانه عمل او د دې نماد او نمادین عمل په اړه ډیرې خبرې شوی دی.
خو زه ډیر ساده ځواب لرم: څه چې زه دې ته ولمسولم، هغه ظلم او بیعدالتی ده چې زما د هیواد پر ولس کیږی او دا چې څنګه نیواکګرو وغوښتتل زما وطن د خپلو موزو تر لاندې سپک کړی. همدا ډول د نیواکګر ځواک لخوا هغه شرایط چې په کې د هیواد د ټولو اولادونو، له سپین ږیرو تر میرمنو، او د ماشومان او نارینه وو ککرې یې غوښتلې د خپلو موزو تر لاندې ماتې کړی، زه دې کار ته وهڅولم. په څو تیروکلونو کې د نیواکګرو د مرکیو تر لاندې څه باندې یومیلیون شهیدان پر خاوره ولیدل او زمونږ هیواد اوس څه باندې ۵ میلیونه یتیمان، یو میلیون کونډې او سلګونه زره معلولین لری او میلیونونه تنه نور د هیواد دننه او بهر د اجباری کډوالې له امله په بى کورۍ کې ژوند کوی.
مونږ داسې یو ملت و چې عرب خپله ورځنې ډوډۍ د کُردانو، ترکمنانو، آشوریانو، صابئیانو او یزیدیانو سره ویشله. شیعیانو د سنیانو سره یوځاى لمونځ کاوه او مسلمانانو د مسیح علیه السلام میلاد د مسیحیانو سره یوځاى جشن نیوه؛ دا هم په هغو شرایطو کې چې مونږ ټولو د امریکا د تحریمونو له کبله څه باندې ۱۰ کاله، ولږه زغمله.

زمونږ زغم او یووالې لامل کیده چې استبداد هیر کړو. د آزادۍ په توهم سره چې ځینو هم ورباندې باور وکړ، زمونږ پر هیواد یې تیرى وکړ. د نیواک سره، ورور د ورور په مقابل کې ودرید، ګاونډى د ګاونډی په مقابل کې او زامن د ترونو په مقابل کې. نیواک زمونږ کورونه د تشییع او د ویر د مراسم په خیمو بدل کړل. زمونږ پارکونه او د واټونو څنډې په هدیرو بدلې شوى....
اعتراف کوم چې زه یو قهرمان نه یم. خو یو لیدلورې لرم او د اند څښتن یم. زه د خپل هیواد د سپکاوی او په اور کې پروت بغداد په لیدو سره تحقیر شوم. زمونږ خلک وژل کیږی او د دې دردونو او غمونو زرګونو انځورونو مې ذهن ډک کړى دى او پر ما فشار راوړی او ما مقاومت، د بى عدالتۍ، درواغو او ټګۍ ځپلو ته لمسوی. خوب پر ما حرام شوى و.
د وژنې لسګونه بلکې سل ګونه انځورونه چې د کوچنی ماشوم ویښته هم سپینوی، زما اوښکې توى کړې او زه یې سخت وځورولم. لکه د ابوغریب افتضاح، د فلوجه، نجف، حدیثه، مدینه الصدر، بصره، دیالی، موصل، تلعفر او زما د ټپی ټاتوبې په هرې ولشتې کې وژنه. په تیرو کلونو کې د خپل ټپی هیواد څلورو ګوټونو ته مې سفر وکړ او په خپلو سترګو مې د قربانیانو درد ولید او په غوږونو مې د دردجنو او یتیمانو فریادونه واوریدل. او له دې کبله چې قدرت مې نه درلود، وجود مې د شرم له احساس څخه ډک شو.
د خپلې ورځنی کار له پاى څخه وروسته چې د عراقیانو په ضد د ورځنی فجایعو څخه راپور چمتو کول وو په ترڅ کې مې د عراقیانو ړنګ شوی کورونه لیدلی وو، د قربانیانو د وینې رټې مې د خپلو جامو څخه پاکولې او غاښونه مې یو له بل سره نښلیدل او قربانیانو ته مې قول ورکړ او لوړه مې وکړه چې غچ به یې اخلم.

فرصت لاس ته راغى او ما له هغې استفاده وکړه.
د ټولو هغو بی ګناه وو د هر څاڅکې وینې چې نیواکګرو تویه کړى ده او د هر ویرجنې مور د هرې کوکارې او د یتیم ماشوم د هرې سلګۍ، د جنسی تیری د قربانی د هر غم او درد او د هر یتیم اوښکو ته د درناوی لپاره ما له دې فرصت څخه استفاده وکړه.
له هغو کسان چې زما پر دې کار نیوکه لری پوښتنه کوم، چې آیا پوهیږى چې په هغو بوټانو سره مې له څو ویجاړو کورونو څخه چې د نیواک له کبله ړنګ شوی وو، لیدنه کړى؟ ایا پوهیږى چې هغه بوټان څو وارې د بى ګناه قربانیانو پر وینې تللى دى؟ آیا پوهیږى چې څو وارې هغه بوټان هغو کورونو ته ننوتلى چې عراقی میرمنو آزادی، سپیڅلتیا او حرمت باندې تیرى شوى دى؟ اوس چې پر ټولو ارزښتونو تیرى شوى دى، دا بوټان شاید، وړ ځواب و.
کله چې مې بوټان د جنایتکار بوش پر سر غوځار کړل، غوښتل مې د هغې د درواغ د منلو څخه خپله سرغړونه، د هغه په لاس د خپل هیواد د نیواک او د هغه لخوا د خپل ولس د وژنې په اړه خپله کرکه څرګنده کړم. همدا ډول مې غوښتل د خپل هیواد د سرچینو د لوټلو، د ټولو جوړښتونو د نابودۍ او د اولادونو د آواره کیدو او په زوره جلاوطن کولو څخه خپله کرکه هغه ته وښییم.
له شپږ کالو سپکاوی، بې حرمتی، وژنې او پر مقدساتو باندې د تیری او عبادتځایونو ته د بى احترامی وروسته، قاتل راغلى و چې د دموکراسۍ د بریا په اړه خپله ستاینه وکړی او ویاړن شی. هغه راغلى و چې د خپلو قربانیانو سره وداع وکړی او په مقابل کې ېې تمه لرله چې ورته ګلونه ورکړل شی.
ډیره ساده، دا نیواکګر او د هغه ټولو ملګرو ته زما ګل و، څه د درواغو د خپرولو او څه هم د هغوې د کړنو لپاره. څه د نیواک مخکې او څه هم وروسته.
ما غوښتل د خپلې حرفې د شرف او اعتبار او له هغه هیواد پالنې دفاع وکړم چې د هیواد د نیواک له لومړی ورځ څخه تر تیری لاندې راغلى او بى حرمتی شوی او ځپل شوى و. ځینې وایی چې ما ولې په مطبوعاتی کنفرانس کې له بوش څخه یوه سخته پوښتنه ونکړه چې د هغه د شرم سبب شوى وى؟ او اوس زه تاسو ورځپاڼه لیکونکو ته ځواب درکوم چې څرنګه مې کولاى شول له هغې پوښتنه وکړم، په داسې حال کې چې دمخه یې دستور ورکړى و چې نباید پوښتنه وشی او یوازې باید د کنفرانس راپور ورکړل شی. له بوش څخه پوښتنه د ټولو لپاره ممنوع وه.
له حرفه ای اړخه باید ووایم چې حرفه او دنده هم د نیواک په لاس کې اسیره ده، د هیواد پالنې غږ تر ټولو اوچت غږ دى... او که هیوادپالنه شونډې خلاصې کړی، نو حرفه ګری هم باید د هغې سره همغږی شی.
ما له دې فرصت څخه استفاده وکړه. که ما چیرې په ناپوهې سره د دندې د محدودیتونو له امله، خبریالان مقصر ګڼلی دی، دلیل یې حرفه ای خنډونه وو چې د قدرت صاحبانو په حرفې کې رامنځته کړی دی. زه د هغو محظوراتو له امله چې احتمالا هغوې تاسو ته جوړ کړی دی، له تاسو بخښنه غواړم. یوازېنې کار چې ما یې هوډ لرو وکړم، د هغه ویښ وجدان هستوګن د احساساتو بیان و چې له هیواد سره یې بى حرمتی شوى ده.
....
هغه وخت، د عراق لومړی وزیر په یوې تلویزیونې سپوږمکۍ خپرونې کې وویل چې یوه شپه هم زما د روغتیا له خبریدو پرته او په دې ډاډ سره چې زه توشک او بړسته لرم یا نه، نه بیده کیږی. په داسې حال کې چې د هغه د خبرو سره سم یې زه په وحشیانه ډول شکنجه کولم: الکتروکی شوک یې راکاوه، په دره یا کیبل د اوسپنیزو میلو سره یې وهلم. او دا شکنجه د هغه ځاى په شاتنې انګړ کې تر سره کیده چیرې چې مطبوعاتی کنفرانس جوړیده. مطبوعاتی کنفرانس به ادامه لرله او ما د ګډونوالو غږ اوریدو. او شاید هغوې هم زما فریادونه او چیغې اوریدلی وی.
....
له دې کار څخه زما انګیزه، په تاریخ کې د نوم ثبتول یا شتمنی نه ده. یوازې مې غوښتل د خپل هیواد څخه دفاع وکړم او دا هغه مشروع آرمان دى چې نړیوالو قوانینو او همدا ډول الهی حقوقو تایید کړى دى. ما غوښتل د خپل هغه هیواد څخه دفاع وکړم چې د لرغونی تمدن سره یې د بى حرمتۍ سره مخامخ شوى و او ډاډه یم چې تاریخ په ځانګړی توګه د امریکا تاریخ به دا ثبت کړی چې څرنګه امریکایی نیواکګرو وکړاى شول عراق او عراقیان د انقیاد تر کچې پورې وځپی.
... مونږ هغه خلک یو چې مرو خو سپکاوې او ذلت نه منو.
تاریخی وینا
د ۲۰۰۹ کال د سپتمبر