افغان كركټ بورډ ته دې اوس خير وي! 



په يو شمېر ويبپاڼو کې مې د کرکټ بورډ پر وړاندې د يوه نوي بانډ د جوړيدو ليکنه ولوسته، چې د داکټر شېرنواز په نوم چا ليكلې وه، د هغه په وينا د كركټ بورډ پخوانی عمومي مشر عمر زاخلیوال، اجرايوي مشران حامد شینواری، نورمحمد مراد، د شمشاد تلویزون مشر فضل کریم، د سلام وطندار راډیو ژورنالیست ابراهیم مومند، د امریکا غږ خبریال جفر هاند، شاپور ځدراڼ، لخوا جوړ شوى ايتلاف غواړي، چې په افغانستان کې د کرکټ د هڅو او پرمختګونو لپاره خنډونه راولاړ کړي. 
خداى شته په دې خواشينی نه شوم چې ولې د كركټ بورډ مخې ته خنډونه جوړيږي، خو په دې خواشينی شوم چې ولې مرورو او تورسرو په خپل اتيلاف کې زورور راکډ کړي.
ځكه دا نوى خبره نه ده، د كركټ بورډ اوسني مشر په راتګ سره مرور لوبغاړي او پخواني اداري كاركوونكي بې ځایه تورونه لګوي چې وروسته بيا بېرته له كركټ بورډ سره يوځاى وي، خپلې خبرې بېرته اخلي او پروپاګند يې هم په كركټ بورډ كې د اصلاحاتو باعث كيږي.
هستي ګل عابد او شهزاده مسعود د كركټ بورډ اپوزيشن كارپوهان او مشران وو، د كركټ د نړيوالو او كورنيو سياليو پر مهال يې د كارپوهانو په حيث نظرونه راكړي، په خپلو خبرو كې به يې داسې ټكو ته اشاره وكړه چې كركټ بورډ ته به يو لوى سلاكار هم نه شواى وركولاى.
هغوی هم د نورمحمد مراد او حامد شینواري په څېر له كركټ بورډ څخه ويستل شوي وو، خو توپير يې همدا دى چې هغوى په سالمو نظرونو خپل زاخلیوال وښود او شاپور ځدراڼ د بل بابا په پښو كې په لويدو یاد کړ.. .
دا چې د افغان كركټ بورډ پر وړاندې د مرورو، زورورو او تور سرو ګډ اتيلاف به کوم ګواښ رامنځ ته کړاى شي دا مهمه خبره ده، خو دا درې واړه خپلې موخې لري.. .  خو د زاخلیوال هدف د ډاکټر شیرنواز په ليکنه کې په لنډو ټکو راخيستی، چې په وينا يې د دانش په موجودیت کې د افغان کرکټ پرمختګ د ډېر پخوا راهيسي د زاخلیوال خېلو د سترګو اغزى و.
کله چې لوی مشر نسیم الله دانش په ۲۰۱۴ز کال دسمبر کې د افغان ولسمشر په فرمان د نسیم الله دانش د کرکټ بورډ لوی مشر په توګه معرفی شو، زاخلیوال خېلو وليدل چی د دانش په مشرۍ افغان کرکټ بورډ د افغانستان د پخوانیو ټولو مشرانو په پرتله زياتې لاسته راوړنې لري او په هيواد کې يې ورځ په ورځ مينوال پر زياتيدو دي، په زړه يې نه ځايدل او دا وخت يې له خدايه غوښتلو چې د خپل ځان په څېر خلک په لویه پکتیا کې پيدا کړي او د افغان کرکټ بورډ په خلاف يې استعمال کړي. 
نورمحمد مراد هم په دې مرور دی چې ولې شفیق ستانکزی د کرکټ اجرايوي مشر شو، او اغلې هم غواړي چې په راتلوونکي کې د کرکټ ښځينه لوبډله دومره پياوړي وي، چې د دې موسسه هم له ځانه سره بريالۍ وساتلى شي.  
دې ټولو ته په کتو سره لومړى بايد ښاغلي او اغلې (بانډمار) چې ځان د کرکټ بورډ لخوا ځپل شوي، بولي پدې لټه کې دي چې څنګه اوسنۍ بریالۍ اداره بدنامه کړي. 
بله دا چې د کرکټ بورډ مشر نسیم الله دانش د افغان ولسمشر په فرمان مقرر شوی دی او زاخلیوال هم په پاکستان کی سفیر مقرر شوی دی، نو بيا څه اړتيا ده چې زاخلیوال مداخله کوي او د سمت پرستۍ په نوم سهم پکې غواړي.
که د زاخلیوال موخه دا وي چې کرکټ بورډ پياوړی کړي او لا بريا ولري، ددې پرځاى دې په پاکستان کی خپلو لومړيتوبونو ته پام وکړي، په پاکستان کې دې د ننګرهار د مهاجرو په شان د خوست، پکتیا، کندهار او هلمند مهاجرو غم وخورئ، چی د نورو په کارونو کې بې ځایه مداخلې کوي، ځکه د نورو ولايتونو مهاجر هم افغانان او انسانان دي حق لري، چې د ننګرهار د مهاجرو په شان ورته سهولتونه برابرې شي. 
د افغانستان کرکټ بورډ لوی مشر دانش وویل چې مونږ ولسمشر ته دوه کاله مخکې ویلي دي چې زاخلیوال، د شمشاد تلویزون مشر، اشرف غني او سلاکار وزیر فضل کریم زمونږ په کارونو کې بې ځایه مداخله کوي.
زه خو وايم چی شاپور ځدران بايد له لوبډلې څخه په ګوښه کيدو خفه نه شي، کرکټ بورډ لا اوس هم ورسره ښه کوي چې په دروغو ویلو او په بعضې غیرقانوني کړنو یې څارنوالۍ ته نه معرفي کوي.
ځکه هغې د کرکټ د ملي لوبډلې د یوه لوبغاړي له نوم څخه پا اسټرالیا کې ناوړه ګټه پورته کړې، چې دا ډول خپلسري اوس او په راتلوونکي کې هم زياتې ستونزې زيږوي، که داسې شي نو بيا به هر څوک د افغان کرکټ بورډ په نوم سيالۍ کوي او امتياز به يې خپل وي او د سپورت د قانون پر اساس هم دا يوه لوى جنايت دى چې ځواب يې نه له دې او نه يې د بانډ درې نور مهم لوبغاړي ويلاى شي، چې خبره بيا هم دې ته ګرځي چې که کرکټ بورډ پسې نوى بانډ خبرې کوي او يايې له کړنو ناخوښ دي او خنډونه ورته جوړوي، نو پکار ده چې مرور (مراد) د کرکټ بورډ تر چتر لاندې خپل فعاليتونو ته دوام ورکړي ځکه له ماسره يې هم په يوه انځوريزه مرکه کې ويلي وو چې د کرکټ بورډ چوکۍ او معنوياتو ته اړتيا نه لري، بس کرکټ ته خدمت کوي. 
زورور (زاخلیوال دی هم د دوستم په اړه چی کوم غبرګون له خپلې فسبوک پاڼې نشر کړی و باید لامنځه نه وای وړی ) دی دې هم په خپل ځاى کې اوسي او کرکټ دې د کرکټ اتلانو ته پريږدي، تورسرې دې هم په خپله موسسه کې کرکټرانې وروزي.