له ډېلي ټايمز څخه د عوامي نشنل پارټي او پښتونخوا ملي عوامي پارټي تر منځ نوی اتحاد د هغو ملي خوځښتونو لپاره ، چې په صوبه سرحد او بلوچستان کې د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي ، يو ډېر مهم ګام ګڼل کيږي . دغه نوی اتحاد ، چې پښتونخوا ملي دموکراتيک اتحاد نوميږی ، د جولای په 25 مه نېټه په اسلام آباد کې منځته راغی . د اتحاد لومړني اهداف دا دي ، چې په سرحد او بلوچستان کې ملتپاله ځواکونه په داسې يوه پلاټفورم کې سره متحد کړي ، چې وکولای شي په ګډه سره پر طبيعي زېرمو باندې د پښتنو حقونه تر لاسه وکړي . د عوامي نشنل پارټۍ د مشر اسفنديار وليخان په مشرۍ يوه 14 کسيزه کمېټه ، چې له دواړو ګوندونو څخه اوه اوه کسان په کې غړيتوب لري ، جوړه شوې ده . دغه کمېټه به د ( پي ان ډي اې ) پر کړنلارې ، اعلاميې او راتلونکې تګلارې کوي . د پښتونخوا ملي عوامي پارټي مشر محمود خان اڅکزی به تر څلورو مياشتو وروسته په دوراني توګه د اتحاد مشري پر غاړه واخلي . پښتونخوا ملي عوامي پارټي يوازېنی لوی ملتپاله ګوندو ، چېتر اوسه د عوامي نشنل پارټۍ له نوي اتحاد سره نه و يوځای شوی . دا هغه اتحاد دی ، چې ډېر سياسیي کارپوهان يې حيران کړي دي . پخوانی ملتپال مبارز اجمل خټک ، د ملي عوامي پارټۍ صوبايي مشر افراسياب خټک ، ارباب ايوب جان ، او يو شمېر نور يايې خپل ګوندونو له عوامي نشنل پارټي سره يوځای کړي او يا په خپله ورسره يو ځای شوي . د اڅکزي پلار ، خان عبدالصمد خان اڅکزی دپخواني نشنل عوامي پارټي يو هم مشر و .د دغه پارټۍ رييس د اسفنديار پلار خان عبدالولي خان و . وروسته د دواړو مشرانو تر منځ يو شمېر اختلافات رامنځته شول ، خان عبدالصمد خان ګوند پرېښود او يو نوی ګوند يې رامنځته کړ. پښتونخوا ملي دموکرات اتحاد د دواړو ګوندونو د يوځای کېدو پٍيلامه ګڼل کيږی . دواړو خوا وو د پارلمان په ودانۍ کې د شپږو ساعتونو لپاره د يووالي په اړه خبرې وکړې . د عوامي نشنل پارټي صوبايي مشر مياافتخار حسين ډېلې ټايمز ته وويل ، چې : ? لومړی به کمېټه د اتحاد پر اساسنامې او مانېفېست باندې کار وکړي ، که چېرې دوه اړخيزه باور رامنځته شو بيا به دواړه ګوندونه سره يوځای شي . ? د ده په وينا ، يووالی د وخت اړتيا ده او ټينګار يې وکړ ، چې: ? پښتانه بايديو موټی شي ، ځکه چې دا يې د بقا مسأله ده . ? مياحسين وويل ، چې اتحاد به په راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي او ټول هغه مسايل به راپورته کړي ، چې پښتانه ورسره مخ دي . ده وويل ، چې موږ په ټولو مسايلو کې سره متحد يو . د صوبه سرحد ، اټک ، ميانوالي او د بلوچستان 11 سيمو په ګډون د يوې نوې صوبې جوړېدل او پر طبيعي زېرمو واک په دواړو صوبو کې د ملتپالو دوه اساسي غوښتنې دي . ملتپال همدارنګه غوښتنه کوي ، چې پښتو بايد د صوبۍ رسمي ژبه شي . داچې ايا ملتپاله ګوندونه به د مذهبي ځواکونو په شتون کې ټاکنې وګټلای شي که نه ، دې پوښتنې ته به يوازې راتلونکی ځواب ورکړي . ملتپاله او مذهبي ګوندونه د روانو ستونزو په اړه بېل دريځونه لري ، په ځانګړې توګه په سوات ، وزيرستان ا وقبايلي سيمو کې . عمده مذهبي ګوندونه لکه جماعت اسلامي او جميعت العلما ( فضل ) ، د ډېرو رايو چانس لري په تېره بيا په کليوالو سيمو کې او ملتپاله ګوندونه له جدي ستونزو سره مخ کولای شي . بل دا چې هر پښتون ملتپال نه دی او حتماً پښتو خبرې نه کوي . دغه لاملونه کولای شي په صوبه سرحد کې د ملتپاله ځواکونو هيلې شنډې کړي .
وروستي