د امريکې ولسمشر باراک اوباما له ( نيوز ويک) سره يوه مرکه کړې او په هغه کې يې د افغانستان او پاکستان په اړه د خپلوسياستونو په اړه خبرې کړي. موږ د دغې مرکې لنډيز او يوازې هغه برخې ، چې د افغانستان په اړه دي ، تاسو درنو لوستونکو ته وړاندې کوو:
نيوزويک: تاسو تر اوسه څه زده کړي او تر ټولو سخت کار چې بايد تر سره يې کړیء څه دي؟
اوباما: افغانستان ته د 17 زرواضافي سرتېرو استول تر ټولو سخت کار دی ، چې بايد ترسره يې کړم. دا يوه جدي پرېکړه ده ، ځکه زه پوهېږم چې له دغې پرېکړې سره به زموږ يو شمېر ځوان نارينه او ښځې زيان وويني. بايد سړی ډاډ تر لاسه کړي ، چې د دغې مسألې ټول اړخونه په پام کې نيول شوي او تر ټولو ښه ستراتيژي مو غوره کړې ، خو بيا هم د افغانستان په څېر شرايطو کې دا يو ستونزمن کار دی اوپه دې اړه تضمين نشته. او همدا خبرې د دې لامل ګرځي ، چې پرېکړه ډېره سخته او ستونزه شي.
نيوزويک:آيا داسې امکان لري ، چې تاسو دجګړې قومانده پر خپله غاړه واخلیء؟
اوباما: زه فکر کوم ،چې له پراخو ستراتيژيکو مسايلوسره اشناني له دې خبرې سره مرسته کوي. او زه فکر کوم ،چې له موجوده تاکتيکونو څخه پر دغې خبرې پوهېدل ډېر مهم دي،ځکه چې په جبهه کې ډېر پياوړي قومندانان لرو او ډېر داسې سلاکاران شته چې زه ورباندې ډاډه يم ،خو ولسمشر اړ دی پرېکړه وکړي، چې آيا په داسې شرايطو کې له پوځي ځواکونو څخه د کار اخيستل د امريکې د ملي امنيت له اهدافو سره سمون لري؟خو د دې کار ترسره کول د شرايطو له پېژندنې پرته ناشوني دي؛د بېلګې په توګه افغانستان له پاکستان سره څه اړيکې لري او هلته د شورش لامل څه دی؟ او همدارنګه پر افغانستان باندې د شوروي د يرغل تاريخچه څه وايي. فکر کوم د دغو سوابقو په پام کې نيولو سره د پرېکړې کول ګران کار دی.
ځينې نور مسايل هم شته ،چې د پرېکړې کول ستونزمنوي او هغه دا ده چې ما څو کاله په ټاکنيزو حوزوکې تېر کړل او څو کاله هم سناتور وم او له هغو کسانو سره مې ليده کاته وکړل ، چې په پوځ کې يې خدمت کړی وو او همداراز مې د هغو سرتېرو له کورنيو سره وکتل چې هېڅ کله بيا راونه ګرځېدل.د دې خبرې په پوهېدو سره چې د پرېکړې بيه هغه څوک ورکوي چې جګړې ته لېږل کيږي ، د پرېکړې کول لا سختيږي.
نيوزويک:کېدای شي ووايیء، چې څنګه مو دا پرېکړه وکړه؟
اوباما: خبره دا وه ،چې موجوده شرايط اغېزمن نه وو، طالبانو پرمختګ کړی واو په افغانستان کې زموږ شتون کمزوری شوی واو په سرحدي سيمو کې ناکرارۍ د دې لامل کېدل ، چې پاکستان خپل ثبات له لاسه ورکړي اوهمدا زمو د پرېکړې د پيل ټکی و.
تر هغې وروسته موږستراتيژيکې څېړنې او ارزونې پيل کړې او په دغو څېړنو کې ټولو ذيدخلو دولتي سکتورونو لکه دفاع او کورنيوچارو وزارتونه ، استخبارات اومرستندويه ادارو برخه واخيسته.د ستراتيژيکو څېړنواو ارزونو له بشپړېدو او د معلوماتو له راټولولو سره موږ بيا غونډه وکړه، د شرايطو په اړه مو خبرې وکړې اوبېلا بېل نظريات مو واورېدل.
د بېلا بېلو لارو په اړه مو خبرې وکړې؛ څرنګه چې زما يوشمېر پوښتنې بېځوابه پاتې شوې له دوی څخه مې وغوښتل چې بېرته لاړ شي پر خپلو شمېرو او احصايو له سره کار وکړي او پر ځينو شرايطو بيا کتنه وکړي. کله چې ډاډه شوم ، چې ټولې ممکنه لارې ارزول شوي اوټولو پوښنو ته يا ځواب ويل شوی او يا هغه پوښتنې بيخي بې ځوابه دي ، بيا مې پرېکړه وکړه.
نيوزويک:آيا په افغانستان کې د امريکايي ځواکونود قومندان بدلول ( جنرال مک کېرنن له دندې ګوښه شو) د افغانستان په جبهه کې د موجوده حقايقو پر وړاندې يوغبرګون و؟
اوباما: زه فکر کوم دا بدلون د دې لپاره و ، چې د ستونزو د اروزونې لپاره بايد له نويو سترګيوکار واخلو . جنرال مک کېرنن فوق العاده چارې ترسره کړې او هغه يو فوق العاده قومندان دی او په سرلوړۍ سره يې خپل هېواد ته خدمت کړی، خو موږ اړ يو ځان په دې خبره ډاډه کړو ، چې د برياليتوب لپاره مو تر ټولو غوره شرايط رامنځته کړي اوهمدا اوس د دفاع وزير او لوی درستيز په دې نظر دي ، چې موږ هلته داسې يو ټيم استولی چې د برياليتوب لپاره تر ټولو غوره وړتياوې لري.
نيوزويک: آيا تاسې چمتو ياست ، چې د دغو پوځيانو له ناکامۍ سره هلته نور پوځونه هم واستویء؟
اوباما: فکر کوم اوس به ډېر وختي وي ، چې د نورو سرتېرو د استولو په اړه خبرې وکړم.زما نظر دا دی ، چې د نورو پوځونو په استولوسره به بريالي نه شو. شوروي اتحاد دغه لاره وازمويله خوچندان کامياب نه و. انګرېزانو هم دا لاره وازمويله خوبريالي نه وو. زموږ پوځي هلې ځلې بايد په دې موخه وي ، چې په هغه هېواد کې امنيتي ثبات رامنځته کړو، د ټاکنو او پرمختيا لپاره شرايط برابر کړوڅو داسې يو پراخه او زغمناک دولت راامنځته شي ، چې په دموکراتيکو لارې ټاکل شوی وي او تر طالبانو زيات مشروعيت ولري.د دغو موخو لپاره پوځي هلې ځلې اړينې دي ، خو په يوازې ځان کافي نه دي.
نيوزويک: د پاکستان په اړه که چېرې هلته بې ثباتي رامنځته شي ، آيا تاسو به د اتومي وسلو د ساتنې لپاره هلته له پوځي مداخلې کار واخلیء؟
اوباما: نه غواړم د پاکستان په اړه د فرضيو له مخې خبرې وکړم ، ځکه زه ډاډه يم چې د پاکستان اتومي وسلې خوندي دي او د دې هېواد پوځ له اورپکو سره د مقابلې وس لري او اجازه به ورنه کړي ، چې اتومي وسلې د اورپکو لاسو ته ورشي .
نيوزويک: ستاسو غبرګون د پخواني مرستيا ل ولسمشر (ډېک چيني) د پرله پسې نيوکو پر وړاندې څه دی؟هغه ډېرې نيوکې کوي ، چې کېدای شي ځورونکي اوسي؟
اوباما: دملي امنيت په اړه د چيني نظر ډېر پرسختګيرۍ ولاړ دی . د ده تګلاره د بوش په لومړيو کلو کې وازمويل شوه او ډېر بدې پايلې يې لرلې. په زړه پورې دا ده ،چې د ده دلايل د بوش په دولت کې د ننه له ماتې سره مخ شول.
ښايي په لومړيو دوو دريو کلو کې د ده دلايلوکولين پاول او کانډوليزا رايس قانع کړي وي خو د بوش په وروستيوکلو کې جمهوري غوښتونکي متوجه شول ،چې د پلټنو ( له زندانيانو څخه) کومې لارې چې وکارول شوې ، ناوړه اغېزې يې لرلې.زموږ له دښمنانو سره د خبرو نه کول، يو اړخيزه کړنې ، يوازې د زور او پوځي ځواکونو له لارې د ملي امنيت ټينګول ، اغېزمنې لارې نه دي.
زما لپاره په زړه پورې ده ، چې پخوانی مرستيال ولسمشرخپل دومره وخت د دې لپاره ضايع کوي ، چې ځان په حقه وښيي او تېر شوي اته کاله بېرته راوګرځوي او هغه هم له داسې استدلال سره چې سپينې ماڼۍ ته زموږ تر ورتګ دمخه رد شوي وو.
نيوزويک: د اسټراليا د کورنيو چارو وزير، چې بريد ورباندې شوی و، وايي که چېرې بنديان (د ګوانتنامو) نور خطرناک نه وي نو ولې په امريکا کې د اوسېدو اجازه نه ورکول کيږي؟
اوباما: دا يوه ستونزمنه مسأله ده او تر دې وړاندې چې دولسمشر په توګه لوړه ياده کړم، په دې خبره پوهېدم. داسې شرايط راغلي چې يو شمېر کسان بنديان کيږي اوکېدای شي په زندان کې تر شپږو کلو وروسته د امريکې پر وړاندې ښه نظر ونه لري. داسې خلک هم و،چې بايد سمدستي بنديان شوي او محکوم شوي وای ، خو داسې ونه شول.
وروستي