
په کال ۱۹۱۹ کې د هیواد وتلی شحصیت ښاعلی امان الله خان د ګران هیواد واګي تر لاسه کړي.
له یوي داسي جذبي سره چي هیواد به ګلي ګلزار شي او ټول پلانونه یی په داسي یو اړخیز فکر جوړول چي ګواګي هیڅ مخالیفین به ونلري ، دا ځکه دده د زړه ایماني جذبه ټوله له وطني او هر راز درغلیو پاکه وه ، نو فکر يی کوه چي ددغي علمي او پاکي میني محالفان به هیڅ په هیواد کې ونه ووسي.
بلکي ټول خلک به زما ملاتړ ته راودانګي او د پلانونو په عملی کولو کي به همکاري وکړي او نیکي مشوري به راکړي.
يه همدي موخه یی د خپلو پلانونو د عملی کولو لپاره خپل سفر پیل کړ تر څو د وخت مطابق پرمختللی اروپایی هیوادنونه وګوري او د هغوي د پرمحتیایی پلانونو نقشه کټ مټ ګران افغانستان ته را انتقال کړي.
خو دا هر څه دده د فکر او توقع خلاف ترسره شول ، د پرمحتګ په لټه سفرونه یی د تخریک شوو هیوادوالو لخوا په غشقي سفرونو تغبیر شول او د اروپا د خلکو د ژوند طرز يي ورته د اسلام خلاف تغبیر کړ ، د اقتصادی وضعی ښه کیدل (زیاتي پیسي) یی ورته ناروا اعلان کړي. ځکه چې پیسي په هیواد کې کار او روزګار پیداکوی او خلک له لمانځو او عباداتو منغ کوي.
حو امان الله خپلی هڅي جاری وساتلی او بالاخره د خپلواکې په اخیستلو بریالی شو .
خو دا هر څه په هیڅ خساب شول
همغه وو چي د خپلواکې ګټونکي یی د تخریک او ګمراهانو(بي لارو شوو) خلکو په پاڅون یی د هیواده د باندي وشاړو
خو مګر عزت یی زموږ څه چې د خدای په نزد اوس هم ژوندي دی او غازی یادیږي.
یادونه: د وخت بی علمه خلکو ته د امان الله کړني غلطي ارزیدي خو اوس یی تاسو وګوري چې دده څا ارمانونه وو او چیرته یی یوړل!!!
نو اوس شاید همغه کار دلته زموږ د کریکټ په اداره کې هم تکرار شي.
په کال 2014 کې نسیم دانش او اداره یي په یوه سپیڅلی هوډ د هیواد د کریکټ واګي په لاس کې واخیستي.
ټول پلانونه یي په یو طرفه فکر جوړول پدي مانا چې دوي د مقابل اړخ (ټولني) فکري (فسبوکې نظریات) او فزیکي (واسطه، خپلوالي ....) او داسی نور مداخلتونه يي له خپل نظر او پلانونو ایسته کړي وو.
او د یو هیواد او یوي لوبډلي لپاره یی خپله ټوله انرژی او کاري ډله په کار اچولي وه.
دوي فکر کولو چې که موږ لیاقت او مسلیکیتوب ته اولیت ورکړو نو هم به کریکټ پرمختګ کړي وي او هم به خلک راځني راضي وی.
خو دا هر څه همغه شان سرچپه او د توقعاتو خلاف پیښ شول، د دوي سفرونه په نمایشي او کارنه یی په خپلوالي تغبیر شول سره ددي چې دوی په دي موضوع کې سپین وو ، سپین دي او سپین به وی ان شاالله اګر که له څوکې لیري هم شي
خو دانش او اداري یی د خلکو، چارواکو او فسبوکیانو خبرو ته غوږ نیول د خپل کاري او واخد پلان سره په ټکر او د وخت ضایغ بلله. نو دکریکټ د پرمحتګ په خاطر يي خپله کاري ډله مخ په وړاندي په خپل ټاکلي خط سیر په خرکت کې وساتله او همغه وو چې نه تسلیمیدونکو هڅو یی رنګ راوړ او د افغانستان د کریکټ په تاریخ کې مو بغضي کارونه او پرمختګونه په لمړي ځل ولیدل چې نړیوال يي ګوته په غاښ کړل: لکه د بشپړ عضویت (پول ممبرشیپ) لرونکو هیوادونو سره د لوبو سیریزونه، بشپړ عضویت (پول ممبرشیپ) هیوادونو ته ماتي ورکول البته ددوي په کورونو کې، په لمړي ځل په دومره غټه سویه د روزنکو ګمارل لکه انضمام، په نړیوال پنځوس اوزیزه جام کې ګډون چې زموږ د ټولو لوبغاړو هیله وه او هلته د لوبي ګټل، په شل اوریزه نړیوال جام کې ګروپ سټیج ته لار پیدا کول او هلته د نړۍ اتل ته ماتي ورکول، په شل اوریزه نړیوال جام کې په لمړي ځل د څلورو لوبو ګټل، په شپږیزه کورنۍ کریکټ کې د مشهورو بهرانیانو لوبول، د لوبغاړو معاشات لوړول، کورنیو سیالیو کې لوبیدونکو لوبغاړو ته خقه زخمه ورکول، د کورنۍ کریکټ لوبي په څلورو میدانونو او دریو ولایاتو کې تنظیمول او د لمړي ځل لپاره د پنځوس اوزیزو لوبو په درجه بندي کې لسم مقام ته رسیدل او داسي نور....
دا ټول د افغانستان د کریکټ په تاریخ کې هغه څه دي چې ددانش له اداري مخکي نه دي ترلاسه شوي او ده ویاړ دده سره شته او وی به.
خو دا هر څه په هیڅ خساب شول او مانا دا چې خلک په دي جنګ ځپلي هیواد کې په دومره غټه سویه کار نه غواړي ، مینه يي نه لری ورسره عادت نه دي.
اوس نو په داسي خال کې چې د فسبوکیانو او کریکټ بورډ ترمنځ په دي سره ورانه ده چي نویو ځوانانو ته په ټیم کې موقع نه ورکول کیږي کله هم چې د نوروز او کریم نوم په لوبډله کې راشي نو د ښکنځلو څلي تري جوړ کړي .
خو د ځوانانو لپاره د مبارزي سره ، سره بیا هم یو ۳۵ کلن لوبغاړي چې په کریکټ کې د نظم نه مراعتولو ،خرابي کارکردګې او ډیر عمر درلودلو له امله د سیلکشن کمیټي او روزنکې لخوا له لوبډلي ایخوا ته کیږي او د موقع څخه په استفادي د مافیایی کړيو د استعمال ذریغه ګرځي او د کریکټ بورډ خلاف يي را اوچتوی نو ټول هغه ولس يي تر شا دریږي کومو چې د ځوانانو د لوبیدو پر سر له بورډ سره مبارزه روانه کړیده .
نو اوس بورډ ستاسو کومه غوښتنه ومني ، ایا نوي لوبغاړي ټیم ته جذب کړي او که ۳۵ کلن شاپور ته موقغ ورکړي!
اوس خبره چرته ده ایا تاسی شاپور په زړه کې خښ دی او که نه فقط بورډ د بل چا په لمسون تخریبوي.
که د شاپور خبره وی او رښتیا هم دومره لیاقت لري چې ستاسي پري غوغا جوړه کړي ده نو بورډ به ورسره لس کلن تړون لاسلیک کړي چې شاپور به تر لسو کالونو په هر فارمټ لوبو کې لوبیږي ، نو ایا دا به مناسبه پریکړه وي ؟
او هغه ځوانان بالران چې په کورنۍ کریکټ کې لوبیږي هغه دي لس کاله د شاپور په خاطر انتظار وکړي؟
نو که دا خبري هم نه وي او فقط د بورډ تحریبول غواړي او نوي اداره غواړي نو هیڅ خبره نده څوکۍ ده پاچاهان يي هم پرییږدي خو یوه خبره واورئ که دانش مو لیري کړ ، نو له څوکې به مو لیري کړي وی خو هغه عزت چې دانش یی لري هیڅوک هم هغي ته صدمه نشي رسولی که هر څومره يی وښکنځو مطلب دا چې مبارزه په ښکنځلو نه کیږي او نه څوک په ښکنځلو بي غزته کيږي ځکه خدای فرمایی (تُعِزُّ مَنْ تَشَاءُ وَتُذِلُّ مَنْ تَشَاءُ).
خلاصه: که مو دا اوسني اداره ختمه کړه نو کوم توان به وکړو؟
هغه دا چې نوي اداره به د فسبوکیانو، سمت پرستو او بعضو دولتي چارواکو په تحریبی مبارزه رامنځ ته کیږي.
او لاندي شرطونه به جبرا” مني کوم چې دانش نه منل او د کریکټ په توان يي بلل:
ایا موږ به بیا د هغه غکسونو ځواب ورکړو او که څوک به ورته خاندي ، څوک به ورته ژاړي او څوک به یی له شرمه لیدلي هم نه شي.
نو دا به زموږ د مبارزي رنګ وي.
نو دا به همغه وخت وی چې یو خپلواکه افغانستان مو کلکاني ته وسپاره او نتیجه یی څومره مثبته وه نو اوس هم که دا کار وشي دانش لیري شي نو د کریکټ کلکاني ته په انتظار شئ او بیا د خپلواکه کریکټ بورډ خال وګوري.
لایق خان (رفیع حمیدي)