د برګمټال سوبه، د طالبانو په يو ستر اکمالاتي مرکز کې څه پيښ شول؟


له امنيتي پلوه د نورستان د ډيرو سیمو امنيت د ډاډ وړ دی که څه هم په غرونو کې را ايسار دا ولايت له ټرانزيتي پلوه کله کله له ستونزو سره مخ وي او په سخت ژمي کې يي ډيرې لارې بندې وي ولې د ولس هوډ او له خپل ولايت سره ددې ولايت د ولسونو مينه هغه څه دي چې دا ټولې ستونزې د يوې مينې په توګه ګالي او کوښښ کوي د افغانستان دا سويټ زرلينډ به خپله ميړانه وساتي.
راځم اصلي کيسې ته، برګمټال د نورستان هغه ولسوالۍ ده چې په تیرو وختونوکې پکې کله کله طالبانو پر امنيتي پوستو، ولسوالۍ او ان قومي مخورو بريدونه کول چې مياشت مخکې په دې ولسوالۍ کې د يو تن قومي مخور شهادت او د طالبانو ظلمونه د دې ولسوالۍ د ټولو خلکو په زړه دي خو په ياده ولسوالۍ کې مخابراتي محدوديتونه او د رسنیو نه ورتګ هغه څه دي چې ډيرې خبرې نه ترې را وزي.
زه ډير لرې نه ځم که څه هم په سر کې مې د نورستان د ولسونو د ميړانې او ننګونو لنډه يادونه کړې غواړم له يوې داسې عجيبې کيسې مو خبر کړم چې پوره اونۍ پرې تیره شوې خو لا هم ولس نه دی خبر چې په برګمټال کې څه تیر شوي دي.
د برګمټال ولسوالۍ په پنځه کيلومترۍ کې د بدین شاه په سیمه کې د طالبانو د نښان ويشتونکو او سنايپر کارونکو يوه شل کسيزه ډله د غبدالغفور په نوم قراره ګاه کې ميشت وه، دوی له همدې واړه ځايه چې يو جومات ته نيږدې وو نه يوازې هدفي وژنې نه کولې بلکه له خلکو سره کړی زیاتی يي ددې ولسوالۍ د ټولو خلکو په یاد دی.
دا چې ياد مرکز جومات ته نيږدې وو نو طالبانو په ډير تکتيکي بڼه ورځ په ياد مرکز او شپه په جومات کې تيروله او له همدې امله خودوی له هوايي بريدونو هم مصون وو او په تیرو څو مياشتو کې دوی د پټ نښان ويشتونکي پر مټ په ياده سیمه کې پوره ۵۵ ملي پوليس په شهادت رسولي وو،خو د خدای په کور کې د پټيدونکو طالبانو له هوا په نښه کول ځکه ناشوني وو چې دښمن له دې کاره تبلیغاتي ګټه پورته کوله او تر اوسه دوی پرته له دې چې خپل ظلم يا وحشت ومني تل يي خپل کړي وحشت ته توجې پیدا کړې نو له همدې امله ځايي اداره او هلته ميشت امنيتی ځواکونه هم په داسې يو حالت کې د خدای کور په نښه کول له عقيدتي او تبلیغاتي پلوه د ځان لپاره ښه نه بولي.
پر دې ستونزو ولسوال مولوي محمد اسماعيل هم خبر وو او تل به په دې فکر کې وو چې په څه ډول د طالبانو دا اکمالاتي بيز او د نورستاني ولس قاتلین له منځه يوسي په تدريجي ډول ولسوال بريالی کیږي چې د دې قاتلې ډلې په منځ کې يو تن استخدام کړي يوه شپه راځي چې دې کس ته د پيرې يا د دوی په اصطلاح په برج کې د ناستې نوبت رسيږي او ولسوالۍ ته احوال ورکوي چې نن شپه نوبت زما دی که تاسو غواړۍ عملیات وکړئ نو پر وړاندې موهيڅ خنډ نشته.
د برګمټال ولسوال مولوي محمد اسماعيل چې د نورستان په غرونو کې را لوی شوی تکتیکي جنیګالی او په وطن مین ديني عالم او مشر دی په خپله د دې عملیاتو مشري کوي او د شپې له تيارې په ګټه اخيستو پر یاد مرکز برید کوي د بريد پر مهال هيڅ ډول مقاومت نه کيږي بلکه په پوره چوپتيا له ده سره شته د ملي امنيتی ځواکونو منسوبين بریالي کيږي چې ياد مرکز ته د ننه شي او له ورکول شوې اطلاع سره سم شل تنه قاتلین او وحشیان هم په دې شپه په جومات کې نه بلکه د عبدالغفور په نوم په قرارګاه کې دي، له ورتګ سره سم دوی لومړی ددې ډلې درې مهم قومندان هر يو:« عبدالرقيب د عبدالقادر زوی، حزب الله په جنګي مشهور او قاري صبغت الله پیدا کوي او د ځای له تثبیتیدو سره سم طالبان هم ډزې پيلوي خو افغان سرتیری بريالي کيږي چې د دې ډلې دا درې مهم قومندان او اته نور نښان ويشتونکي په ډيرې چټکۍ سره ختم کړي او پاتې لس تنه هم مرګوني ټپیان کړي او شپه په شپه ساحه پريږدي.»
په ياده سیمه کې د دې مرکز له منځه وړل نه یوازې د ولسوالۍ بلکه د نورستان په کچه د طالبانو د يوې مهمې تکتيکي او منظمې ډلې له منځه وړل هغه څه دي چې رسنۍ او د ټولنیزو پاڼو کارونکي پرې نه دي خبر خو هغه میړانه چې ولسوال کړې او د ملکي ادارې د يو استازي په توګه يي تکتيکي پلان تيار کړی او نظامي قومنده په لاس کې اخلي دا کار د ميړانې هغه بیلګه ده چې تاریخ به پرې وياړي ځکه دوی په دې کار سره نه یوازې خپل مسولیت ادا کړ بلکه يوه قاتله او وينه زبيښونکې ډله يي په داسې مهارت سره له منځه يو وړه چې پوره یوه سیمه د دوی له شر څخه بې غمه شوه.
دا چې په يوه ولسوالۍ کې له سختو سره عادت ولسوال کولای شي د دښمن د سړي خوارو يوه ډیره خطرناکه ډله په داسې ډول له منځه يوسي چې د يو سرتيري پوزه هم پکې وينې نه شي او د ۵۵ هم سنګرانو غچ واخلي دا خبره په افغانستان غوندې وطن او نورستان غوندې غرني او له طبیعي پلوه په محروم ولایت کې د يوه ميړني افغان د افسانوي قهرمانۍ هغه کيسه ده چې باید نورو نسلونو ته پاتې شي.
د سيمې خلک هم وايي چې د طالبانو دې ورانکارې او تباه کارې ډلې به نه يوازې پوليس او ملي امنيتي ځواکونه په شهادت رسول بلکه وخت ناوخته به يي چاپې هم وهلې او دخلکو شته به يي هم لوټل او دا کار طالبانو يوازې په نورستان کې نه بلکه په فراه، هلمند او ارزګان کې هم کړی دی ان تر دې چې په فراه کې يي د خلکو څاروي په اور کباب کړي او پاتې نور يي له ځان سره وړي دي. د سیمې خلکو دا هم وويل چې دې ډلې تیره مياشت د همدې سیمې يو قومي مخور په دې تور چې له دولت څخه ملاتړ کوي په ډيره وحشي بڼه په شهادت رسولی وو.
د سیمې خلک دا هم وايي چې په دې مرکز کې ميشت طالب وسله وال ډير سخت روزل شوي او ماهر جنګيالي وو او په ډيرې چټکتيا سره به يي د سنايپر يا نښان ويشتونکي پر مټ پوليس په نښه کول او نور به تښتيدل خو دا چې ولسوال پرې خبر وو او په دې برخه کې يي کار کاوو باالاخره يی هڅو رنګ راووړ او ددې ولسوالۍ تر ټولو ناامنه سیمه هم امن شوه.
په جګړه ځپلي افغانستان کې د داسې سيمه ایزو قهرمانانو کيسې د قومي، سمتي يا ژبني زړه سوي په خاطر نه بلکه ددې لپاره چې د دوی ستاينه شوي وي او نورو ته مو د وطنپالنې روحيه ورکړي وي له يوې سينې بلې ته رسول يي ملي او اسلامي مسولیت دی او په ختيځ کې د مولوي محمد اسماعيل او حاجي غالب په څير د څو طالب وژونکو ولسوالانو شتون او ميړانه کولای شي چې د پاکستان د نيابتي او نااعلان شوې جګړې مخه په ډيرې آسانۍ سره ونيسي نو زموږ دعا ورته تل داده:
دا وګړي ډير کړې خدایه
لویه خدايه لويه خدايه
تل دې وي افغانستان او ژوندي دې وي ددې وطن نوم ورکي او په وطن مین قهرمانان.