دمرغانوپاچا





و، نه و... په پخوا وختونو کې، په یوه هیواد کې ، یو غریب سړی و چې آن خپله ورځنې ډوډۍ یې نلرله، بیوزله و، خو بد زړه او بد نیته نه و. ټوله هیله یې له نورو سره کمک او نیکی وه. سره له دې چې د کمک هیله یې لرله، خو په ښه ډول نه پوهیدو چې څرنګه نیکی وکړی. اکثره به یې له ځان سره ویل:
- کاشکې، کاشکې! قدرت مې لرله چې دې ټولو انسانانو سره مې مرسته کولی.
چا به چې د هغه دا خبرې اوریدلې، پوښتنه به یې کوله:
- ډیر ښه، څرنګه به خلکو سره مرسته وکړی؟
او هغه ځواب ورکاوه:
- مرسته، د هر چا سره به مرسته وکړم.... اوس یې پریږده، یوځل خو هغه ورځ راورسیږی؛ پوهیږم چې څرنګه خلکو سره مرسته او کمک وکړم.
یوه ورځ د غره پر سر ناست و او د شونډې لاندې یې زمزمه کوله:
ای کاش پروردګار را سره مرسته کړی وی څو د بشر له اولاد سره مې نیکی کولای.
یو لاروی چې د هغه له څنګه تیریده، د هغه خبرې یې واوریدې او ورته یې وویل:
- سلام زویه...
چا چې د نورو سره د مرستې هیله لرله، سر یې راتاو کړ، ویې لیدل چې مخې ته یې یو سپین ږیری سړی چې ږیره یې تر نامه پورې اوږده ده، ودریدلی دی. هغه ته یې وویل:
- سلام پلار جانه...
سپین ږیری له هغه وپوښتل:
- ولې داسې له ځان سره خبرې کوی؟ له خدا دې څه غوښتل؟
هغه هم څومره چې ژبه یې کار کاوه، د نورو سره د مرستې په اړه وغږید او وغږید. او په دې اړه چې څومره یې زړه په انسانانو سوځی، په آب و تاب سره خبرې وکړی.
سپین ږیری وپوښتل:
- ستا په شان ډیرو نورو کسانو هم لستوڼی رانغښتی وو، غوښتل یې چې له نورو سره نیکی وکړی. کاشکی تا د دې نیکی د پلې کولو لاره پیژندی، نو دومره نیکی به دې خلکو ته نه غوښتلی. د انسانانو سره نیکی کول له بدی کولو هم ډیره ستونزمنه ده. له هغه ورځ چې دنیا پیدا او رامنځته شوی ده، ډیر کم کسان پیدا شوی دی چې دا کار تر سره کړی...
سړی د سپین ږیری دا نصیحت او وصیت واورید او د دې پر ځای چې هغې ته پاملرنه وکړی، سپین ږیری ته یې وویل:
- هو! زه د نورو په شان نه یم. یو ځل خو پریږده چې دغه مقام او ځای ته ورسیږم، د ځمکې له سره به د ټولو بدیو جرړۍ وکاږم. نور به څوک وږی او تږی نه وی. څوک به لغړ او بیوزله نه وی. جګړه او شخړه به نه وی.... ټول کارونه به سم کړم.
سپین ږیری وویل:
- ډیره هیله لری، خو نه پوهیږی چې څنګه یې تر سره کړی. هغوې چې له تا مخکې وو او دا ډول هیلې یې لرلې هم نه پوهیدل چې څرنګه دې هیلې ته ورسیږی. له همدې کبله له خپلې هیلې تیر شول او خپل کار پسې لاړل.
خو هغه وویل:
- پر ځمکې باندې له نیکې بل کوم آسان کار نشته...
سپین ږیری ورته وویل:
- هی، دومره چې د نورو سره د نیکۍ هیله لری، نو دولته مه ودریږه. حرکت وکړه، سیاحت وکړه... داسې یو ځای ته به ورسیږی، داسې وخت به راشی چې ته هم د خپلې خوښې لوړ ځای او مقام ته ورسیږی...
هغه یوازې او یوازې د سپین ږیری همدا خبره ومنله او سفر یې پیل کړ... هلته ته تلو او دلته راتلو. کلونه کلونه سفر کوی. هر چیرې چې ځی په دې اړه نورو ته وایی چې څومره د بشر د اولاد سره د نیکۍ لپاره شپه او ورځ بیقراره او نارامه دی.
د همدې سفرونو په ترڅ کې یو ورځ د لمر راپورته کیدو سره متوجه شو چې یو لیرې ښار ته رسیدلی دی. ښار د کلاګانو او دیوالونو سره محاصره شوی و خو هغه د ښار د دننه کیدو دروازه پیدا کړه او ښار ته وننوت. د ښار له لیدو حیران شو. ښار له انسانانو ډک و، ډک او ډک.... زه وایم سل زره کسان او ته هم ووایه دری سوه زره کسان... د خلکو سر او پای نه ښکاره کیدو. هغه هم د خلکو په ګڼې ګوڼې کې په فکر کې ولیږی. له هرې خوا آوازونه اوچت دی. هغه د خلکو خبرو ته غوږ کیښود چې ویل یې:
- هیوادوالو! زه تاسو ته د نیکی کولو هیله لرم. زما د پادچاهۍ د انتخاب لپاره کارغانو ته ووایه. که کارغان ما پاچاهۍ ته انتخاب کړی وبه ګورئ چې ستاسو لپاره به څومره ښه کارونه تر سره کړم. د دې ښار په ویالو کې به شربتونه بهیږی، د ځمکې لاندې به ډبرین پیاده روې جوړې شی. د آسمان څخه د باران پر ځای به شربت ووروم. یو لاس به مو په غوړو او بل به مو په شاتو کې وی. هره ورځ به د باقلویا او سمبوسو او نورو خوندورو خواړو څخه ماړه او بالاخره به ترې بیزاره شی او زړه به مو ووهی. دومره به هوسا شی چې دا هوساینه به تاسو نارامه کړی. ګرانو هیوادوالو! کارغانو ته ووایاست چې ما پاچا کړی.
هغه د دې خبرو په اوریدولو سره چې د هر چا له ژبې راپورته کیدې، حیران شو. خپل څنګ ته یې نظر واچو. همغه سپین ږیری چې ږیره یې نامه پورې وه او کلونه وړاندې د هغې سره د یوه غره پر سر مخامخ شوی و، ودریدلی و. آیا په رښتیا هغه و؟
- سلام پلار جانه...
سپین ږیرې هم ځواب ورکړ:
- وعلیکم وسلام ګرانه زویه...
- ګورم چې په دې ښار کې هر څوک خبرې کوی. نو ولې دوې د خبرو پر مهال دومره چیغې او فریادونه وهی؟...
- هر څوک فکر کوی چې یوازې په خپله کولای شی خلکو ته خدمت وکړی، خو څرنګه؟ د دې کار د خدمت په لارو نه پوهیږی او له همدې امله چیغې...
- آیا دا کسان تل داسې چیغې او فریادونه وهی؟
- نه. په یوه انتخاباتو او بل انتخاباتو کې. دلته هر کال یو ځل انتخابات تر سره کیږی. د انتخاباتو وخت چې راورسیږی هر څوک هلې ځلې کوی چې انتخاب شی.
- ولې؟
- ځکه هر څوک ګمان کوی چې یوازې هغه ښه خدمت کولای شی. ټول غواړی چې نیکی وکړی. هیڅوک نشته چې بدی وکړی.
- دلته څوک انتخابوی؟
- پاچا انتخابوی... دا مملکت د نورو مملکتونو په شان نه دی. دلته پاچاهی له پلار څخه زوی ته په میراث نه پاتی کیږی. هر کال د خلکو له منځ څخه یو تن پاچا انتخابیږی. انتخاب شوی پاچا که د خلکو سره په خپلو ژمنو وفادار پاتی شی نو پاچا پاتی کیږی، پرته له هغې په راتلونکی کال کې بل څوک د پاچا په توګه انتخابیږی. تر اوسه پورې داسې څوک نه دې پیدا شوی چې له یو کال زیات یې پاچاهی کړی وی.
- ډیر ښه، نو ولې د «کارغه، کارغه!» چیغې وهی؟
- په دې مملکت کې کارغان پاچاګان انتخابوی. له همدې کبله د کارغه کارغه چیغې وهی.
په دې وخت کې هوا تیاره شوه او آسمان د کارغانو له سیورې ډک شو چې ان لمر هم نه لیدل کیدو. کارغانو د انسانانو پر سر کاغ کاغ کولو سر الوتل او هر چا په چیغو او نعرو سره کارغانو ته ویل:
- کارغه وروره، کارغه وروره، د خدای لپاره ما انتخاب کړه!
ټولو، کارغانو ته عذر او زاری کوله. کارغانو هم پرواز بس کړ او له قاغ قاغ کولو څخه لاس په سر شول، یو کارغه غلې کښتې خوا ته پرواز کوی او د یو سړی پر سر چې کلونه یې د خلکو د خدمت لپاره دښتې او بیدیاوې شا ته پریښودې وی تاویدل پیلوی. کارغه تاویږی تاویږی او قاغ قاغ کوی او د سړی پر سر خپله چټلی کوی. بیا بیرته آسمان ته پورته کیږی.
په دې وخت کې خلکو په لوړ آواز چیغې وکړی:
- دری، یوه برخه دی پاچا شوه، له درې برخو څخه دې یوه برخه پاچا شوه!
هغه د دې کار سره حیران شو او له سپین ږیری یې وپوښتل:
- دا څه خبره ده، دلته څه روان دی؟...
- دلته د پاچا انتخاب په دې ډول کیږی. یو کارغه که دری ځل خپله چټلی د هر چا پر سر وکړی، هماغه کس د مملکت پاچا کیږی. له درې برخو څخه دې یوه برخه پاچا شوه. دعا وکړه چې بیا هم کارغه دې پر سر چټلی وکړی. په دې وخت کې بیا کارغه څانګونه خلاص او وزر وهولو سره راغی او د هغه سړی پر سر یې بیا چټلی وکړه. خلکو چیغې کړی:
- له درې برخې دې، دوه برخې پاچا شوی !
نور له دې لپاره چې کارغان بیا د همغه سړی پر سر چټلی ونکړی، خپل سرونه لوڅ کړل او چیغې وهلې:
- دلته، کارغه ورره! دلته، کارغه وروره!
او کارغه ته یې عذر او زاری کوله چې پر سرونه یې چټلی وکړی.
کارغه دې خبرو ته غوږ نشو او دریم ځلی یې هم د همغه سړی پر سر چټلی وکړه. په دې وخت کې خلکو غږ کړی:
- مبارکه دې شه، نور نو پاچا شوی!
هغه یې پر اوږو ماڼۍ ته ویوړ.
دا سړی چې پاچا شوی و، د کارغانو د نیکۍ احسانمند و او هیڅکله یې د کارغانو دا نیکی چې هغه یې پاچا کړی و، نشوه هیرولی. یو څه وخت وروسته هغه فرمان صادر کړ چې ټول ټوټه ای انسانان چې د کارغانو او مارغانو د ویرولو لپاره په کروندو کې ایښودل شوی وو، د باغونو او کروندو څخه لیرې کړی.
ډیر ژر هغو کسانو چې کارغان په ګټو ویشتل او شړل یې، محکمې ته ولیږل شول او هغوې ته جزا ورکړل شوه. نوی پاچا په دې هم بسنه ونکړه او امر یې ورکړ چې هره کورنۍ هره ورځ کارغانو ته یو موټی دانې وشیندی.
خلک له دې کارونو څخه ناراضه وو او د ژبې لاندې یې غرغر کاوه. خو د پاچا سترګې له کارغانو پرته بل څه نه لیدل. لومړی کال همداسې تیر شو او نوې ټاکنې راورسیدې.
بیا هم د هغې مملکت خلک د ښار یوه میدان ته راغونډ شول. د پخوانی ځل په شان هر چا د انتخاب کیدلو لپاره کارغانو ته عذر او زاری کوله او هر چا د انسانانو لپاره د ښه خدمت کولو ژمنه کوله. د کارغانو وریځ راڅرګنده شوه. بیا هم آسمان تورتم شو. د قاغ قاغ انګازو چاپیریال ډک کړ. هر کال یوه کارغه پاچا ټاکو، خو سږکال کارغانو د دې لپاره چې د پاچا د ښو کارونو څخه مننه او تشکر کړی وی، لس کارغان راغلل او د پخوانی پاچا پر سر یې درې ځله چټلی وکړه او بیرته لاړ. پاچا د دې لپاره چې کارغانو هغه یو ځل بیا انتخاب کړی و او د دې لپاره چې د کارغانو دومره زیاته مینه او مهربانی هیره نکړی، امر یې وکړ چې هر څوک باید شل شل کارغان په خپل کور کې وروزی.
پاچا د دې لپاره چې د کارغانو یخنی ونشی او له یخنې او باد څخه خوندی وی، د هغوې لپاره یې ځانګړې ځالې جوړې کړی. کارغانو د دې بی کچې پاملرنې او زیاتې روزنې له امله تر څو چې وکړای شول لوی او لا لوی شول او چاغ او وپړسیدل. هر کارغه د یو پیل مرغ په اندازه غټ شوی و. بیا د ټاکنو وخت راورسید. خلکو د ناراضتیا له امله د ژبې لاندې غر غر کاوه او پاچا ورته هیڅ ګران نه و، خو دې ځیګروی څه ګټه لرله، په دې ټاکنو کې هم سل پیل مرغ ډوله کارغان بیا هم د پاچا پر سر همغه د چټلی کولو مهربانی کوی. پاچا د دریم ځل لپاره ټاکل کیږی او فرمان ورکوی: باید د کارغانو په ځان کې یوه سپګه هم پاتې نشی، سپګې باید پاکې شی او د کارغانو بدن له صابون سره پریمنځل شی او پاک شی. پښی یې چاپی او سخت ځایونه یې غوړ شی!
کارغان په ښه ډول تغذیه او روزل کیږی او هر یو یې د یوه پسه په اندازه غټیږی او شمیر یې هم د ورځو په تیریدو سره ډیریږی. داسې ورځ راورسیده چې دا چاغ کارغان نور نو په ښار کې نه ځای کیدل.
بیا هم د انتخاباتو وخت راورسید. په دې انتخاباتو کې له پاچا څخه د زیاتې منندوی لپاره، په یوځلی پنځه سوه کارغانو د درې ځل لپاره د پخوانی پاچا سر خوښ کړ. پاچا هم د کارغانو دومره خیال او پام کاوه چې بالاخره خلکو د کارغانو له لاسه خپل کورونه او جونګړې پریښودې او غرونو او دښتو ته کډه شول. تغذیه شوی کارغان نور نو د لوی غوایانو په شان چاغ شوی وو.
یوه بل انتخابات هم وشول. په آسمان کې غوایی ډوله کارغانو په الوتنې پیل کړی و. د تریخ زوږ او شور څخه یې غوږونه کاڼه کیدل. دا ځل کارغانو د پاچا د خدمتونو د جبران او د احسان د پوره کولو لپاره په ډله ایز ډول خپله مننه د پاچا پر سر خوشې کړه.
خلک انتخاب شوی پاچا ته نژدې شول او غوښتل یې چې هغه له ځان سره د پاچاهۍ ماڼۍ ته ویسی. خو وې لیدل چې د کارغانو د فضله موادو څخه غونډۍ جوړه شوی او پاچا هم د دې غونډۍ لاندې پاتې او ټوټه ټوټه شوی و. خلکو د خوشالی سره په چیغو او نعرو پیل کړی:
- کارغه وروه، ما انتخاب کړه! کارغه وروره ما انتخاب کړه!....