غزل

لاس مې ځکه په خپل زړه دی ما نيولی
ما ګرېوان ياره ګرېـوان مې تـــــا نــيولـى
خداى راولېږ ستا نوم نن په الهام کــــې
ياره داچې شوخ غزل حيــــــا نيـــــولــــى
نو تا ولې په سپين مخ نقاب راخور کــړ
لمر دعشق چې خداى پر سر دنيا نيولى
کنه ستا خولګۍ ته ما کله زارۍ کړې
خو نصيب رانــــه په څه سمــــا نيولـــی
مــــا خو وليــــده جلاد لاس کـــې وه توره
دځــوان سر ورتـــه په دار ؤ چــا نيـــولـــى
*****
طالب منګل