د پوهنې وزارت د بشری سرچینو ریاست انتقال ارګ او ملي امنیت ریاست ته لوی ګواښ؟!

د پوهنې وزارت یو له هغو لویو پرنفوسه وزارتونو له جملې څخه دی چې د منسوبینو شمېر یې شا و خوا ۲۶۴۰۰۰  تنو ته رسېږي او د هېواد په هر ګوټ کې د پوهنې په برخه کې کار کوي آن تر دې چې د وسله والو مخالفینو تر واک لاندې سیمو کې هم خپل کارکوونکي لري.
د بشري سرچینو لوی ریاست له ۱۳۸۴ کال وړاندې د پوهنې وزارت په داخل کې چې د ده افغانانو په سیمه کې دی؛ موقعیت درلود د مراجعینو د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله شاوخوا دولتي ادارو ته یو لوی امنیتي ګواښ بلل کېدا، د وخت د امنیتي مسوولینو په غوښتنه او د پوهنې وزارت د رهبرۍ په مرسته له مرکز څخه د سرې میاشتې اړوند سیمې افشارو ته په ۱۳۸۴ کال کې انتقال شو.
څه موده وړاندې د پوهنې وزارت رهبرۍ او د ملي تدارکاتو کمېټې پرېکړه وکړه چې دغه ریاست له افشارو نه  ګلبهار سنټر ته بیاځلې انتقال کړي.
ګلبهار سنټر یو له هغو اساسي نقاطو څخه ګڼل کېږي چې مخالفو وسله والو یې په بار بار د داخلېدو هڅه کړې ده ترڅو ارګ، اجرائیه ریاست، ملي امنیت لوی ریاست، د کورنیو چارو وزارت، د بهرنیو چارو وزارت، پوهنې وزارت، کابل ښاروالي، کابل ولایت، کابل امنیه قومانداني او ګڼ شمېر نورې امنیتي او غیر امنیتي ادارې په ډېره آسانۍ سره تر برید لاندې راولي.
د غو ټولو حساسیتونو ته په کتو د وخت د چارواکو پرېکړه پرځای بلل کېږي چې د پوهنې وزارت د بشري سرچینو لوی ریاست یې له هغه حساسې سیمې نه افشارو ته نقل کړی دی.
 اوس چې د پوهنې وزارت په تشکیلاتو کې د پخوا په پرتله په لویه پیمانه زیاتوالی راغلی او امنیتي ستونزې هم تر پخوا ډېرې شوې دي او مخالفین هم هره ورځ په دې هڅه کې دي چې داسې مهمو ځایونو ته ځان ورسوي ترڅو ټول حکومت وګواښي، نه ښایې چې دغه ریاست دې داسې نقطې ته نقل شي چې تر ګټې یې زیان ډېر وي.
د دغه په ګڼ شمېر منسوبینو کې چې د هېواد له بېلابېلو برخو ان تردې چې د مخالفینو تر واک لاندې سيمو څخه دغه ریاست ته تګ راتګ کوي، د دښمن تشخیصول ناشونی برېښي.
  د بشري سرچینو لوی ریاست چې هره ورځ د ګڼ شمېر مراجعینو چارې مخ ته وړي او رنګارنګ خلک ورته تګ او راتګ کوي چارواکو ته لازمه ده راتلونکو احتمالي خطرونو ته په کتو یې د انتقال په اړه بیا غور وکړي.