د آنتوني رابینز له ویناو‌‌‌‌ؤڅخه!!!/ دوهمه برخه!

 
په تیرپسې دوهمه برخه!
11ــ کله چې د یوې نوې موخې لپاره ځئ او له یوه ګواښ او یا له یوه خڼډ سره مخامخ کیږی، په یاد ولری چې داسې خڼډونه مخکې هم ستاسو په ژوند کې وؤ،
او تاسو په هغوي برید کړی او بریالي شوي یاست!
12ــ کله کله داهم باید زده کړو چې څنګه کولای شو نا خوښ ارزښتونه یو له بل سره پخلا کړو.
13ــ دا په یاد ولرئ، هر څومره چې خپل حواس ورته متوجه او یا هم ورته پاملرنه وکړو هماغه په لاس راځي.
14ــ زموږ یعنې هر یوه لپاره هره ګړۍ او هر خت او ځای شته دی تر څو ښه ژوند جوړ کړو!!
15ــ په هغه وخت کې زموږ سرنوشت او یا هم تګلاره معلومیږي کله چې موږ پریکړه او یا هم تصمیم ونیسو.
16ــ که چېرې په خپل منځ کې یو ښه مراقبت ونلرئ، دا به ستونزمن وي چې تاسو له خپلو اعواطفو څخه ښه خوند او مزه یاهم ښه ګټه واخلئ.
17ــ دا مهمه نه ده چې ټول وګړي دې سره هم فکره او یا دا چې سره یو شان وي، تر څو یو له بل سره ملګري وي.
بلکه د هغوي د نظرلید او لیدلوري توپیر ته باید پام او په عین وخت کې باید یو بل ته درناوی ولري.
18ــ تشه او یا هم کموالی یوازې او یوازې ستاسو په ذهن کې شتون لري، هر کله مو چې ذهن ته دغه تشه یا کموالی ورسید.
نو په ډيره بیړه او تیزی سره هغه بیرون او بهر کړئ .
19ــ هرکله چې پریکړه او تصمیم نیول تاسوته ډیر ستونزمن شول، نو پوه شئ چې د هغه علت یوازې یوشی دي.
او هغه دا دي چې تاسو فکر د روښنایی ارزښت له لاسه وړکړی دی.
20ــ زموږ پوښتنې، زموږ فکرونه رغوي او جوړوي.
 
نورپه بله برخه کې ......