ليکنه: نوراحمد عايل
په نړۍ کې ترټولو زوړ زده کوونکى د نايجريا هېواد اوسېدونکى ابوبکر محمد بارينجيمي دى نوموړى ٨٨ کلن دى او ددې هېواد په شمال د کانو په ښار کې د يوه ښوونځي زده کوونکى دى ،چې له ٧ کلنو ټولګيوالو سره يو ځاى لومړنۍ زده کړې کوي.
د فرانس پريس اژانس د خبر له مخې ،نوموړى چې له خپلو کوچينو ملگرو سره درس وايي خبريالانو ته يې په ډکه خوله خندا، چې خودکار قلم او کتاب يې په لاس کې و، وويل: خپل ډېر تېر عمر به مې د زده کړو مخه ونه نيسي ، زما موخه په الهياتو کې د دوکتورا سند تر لاسه کول دې نوهڅه کوم مخکې له دې چې مړ شم دا سند ترگوتو کړم.
دا زوړ سړى ٨ زامن او ٦٠ لمسيان لري او هر ورځ ښوونځي ته د رسېدو لپاره ٦ کيلومتره واټن په موټرکې طى کوي.
د نوموړي ٤٢ کلن زوى چې د پوهنتون استاد دى وايي: کله مو چې پلار وويل غواړم زده کړې وکړم ما وويل د ډېر وياړ ځاى دى چې زده کړې کوې، موږ ټول وروڼه له پلار سره په زده کړه کې مرسته کوو، چې خپلې موخې ته ورسېږي.
وروستي